وتلی شاعر رحمت الله درد ومړ

د انځور حقوق AFP

د پښتو ژبې وتلی شاعر پروفیسور رحمت الله درد له اوږدې ناروغۍ وروسته نن چهارشنبه ساه ورکړه. ښاغلی درد دا وخت اتیا کلونو ته نژدې و.

ارواښاد پروفیسور رحمت الله درد د پښتو له یوه وتلي شاعر سره سره د اردو ژبې پروفیسور هم و، چې د پښتونخوا د چارسدې پوهنتون، نوښار پوهنتون، بنو او لکي پوهنتون کې يې د اردو ژبې د يوه پروفیسور په حیث دنده ترسره کړې.

د ارواښاد درد د کورنۍ په خبره دده د جنازې مراسم به نن چارشنبه ماخوستن نهه بجې په خپل پلرني ټاټوبي مستي خیل 'له لکي مروست سره څېرمه' ترسره کېږي او هملته به خاورو ته وسپارل شي.

د پروفیسور رحمت الله درد ټولې اته شعري ټولګې چاپ شوې، چې په وروستیو کې بیا ددغو ټولو ټولګو شاعري په 'کلیات درد' کې سره راټوله کړې او یو څه په کې د اردو ژبې شعرونه هم شته.

ښاغلی درد یو ځای کاږي

اوس مو د کلي په کوڅو کې بلاګانې ګرځي له چا نه کور ورک دى له چا د کور ګلۍ ورکه ده لکه د زاڼو قطار داسې در په در شوو درده

له چا نه زه ورک يم له ما نه ګلمخۍ ورکه ده

یو بل بیا وايي

چې د درد غوندي سړی درنه باغي شو

اې بې درده زمانې قصور د چا دی؟

پر خواله رسنیو د لر او بر پښتنو لیکوالانو، شاعرانو او ځوانانو د ښاغلي درد مړینه یوه ستره ضایع بللې او نوموړي ته يې درناوي څرګندونه کړې. ارواښاد پروفیسور رحمت الله درد لږ تر لږه له تېرو دریو کلونو راهیسې د شکرې ناروغۍ له امله رنځیده.