صوابۍ کې زهرجنو خوړو ۵۰۰ زده کوونکي مسموم کړي

د انځور حقوق thinkstock
Image caption زدکوونکو ویلي، له بریاني خوړلو او کوک څښلو وروسته یې وضعیت خراب شو.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په صوابۍ کې د کرنل شېرخان په نوم حربي کالج ۵۰۰ زده کوونکي د زهرجنو خوړو، خوړولو له امله مسموم شوي دي.

د یوه سیمه ییز روغتون ډاکټر حارث حبیب بي بي سي ته وویل، د یکشنبې په شپه یې داسې معلومات ترلاسه کړي چې د شپې له ډوډۍ خوړلو وروسته ددغه کالج ۵۰۰ زدکوونکو ناڅاپه د ناروغۍ احساس وکړ.

زدکوونکو ویلي، له بریاني خوړلو او کوک څښلو وروسته یې وضعیت خراب شو.

ډاکټر حارث وايي ۱۴۰ زده کوونکي روغتون ته لېږدول شوی او ۲۰۰ نورو ته کالج کې درملنه پیل شوې.

"د ټولو زدکوونکو معدې مینځل شوې، هغوی کانګې کوي او له نس ناستي شکایت لري، خو اوس د ټولو زده کوونکو حالت له خطره وتلی دی."

د هغه په خبره، اغېزمن کسان له اووم نیولې تر لسم ټولګي زده کوونکي دي.

نوموړی دا هم وايي، چې د دغو زده کوونکو د طبیعت خرابېدلو د لامل معلومولو لپاره یې د خوړو بېلګه د ازموینې لپاره لابراتور ته لېږلې ده.

ورته مطالب