وزیرستان کې ۸ تنه تښتول شوي، د مڼو موټرو ته اور اچول شوی

د ډيورنډ کرښې ته نژدې د سوېلي وزیرستان له مرکز واڼه سره څېرمه نامعلومه وسله والو د مڼو څلورو لاريو/ ټرکونو ته اور ورته کړی او د موټر چلوونکو په شمول اته تنه يې تښتوولي دي.

د سیمې د امنيتي سرچینو په خبره دا پېښه د جمعې په سهار له واڼه ۱۵ کیلومتره لرې پر ګومل زام سړک شوې، چې تراوسه يې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د چارواکو په خبره، له مڼو ډک دا ټرکونه له واڼه دېره اسماعیل خان سیمې ته روان وو، چې له سپين تنګي بند سره څېرمه نامعلومه وسله والو درولي او اور يې ورته کړی دی.

د چارواکو په وینا، د دغو ټرکونو څلور چلوونکي او د هغوی کلېنډران اته واړه تښتوول شوي دي.

ګومان کېږي، چې د دغې پېښې تر شا به د ځايي وسله والو ډلو لاس وي.

تردې پېښې وروسته امنيتي ځواکونو په یاده سیمه کې پلټنې پېل کړې او شاوخوا لارې يې تړلې دي.

په سوېلي وزیرستان کې په ۲۰۰۹ کال پاکستاني پوځ د "راه نجات" په نامه عمليات پېل کړي وو، چې وروسته يې یاده سیمه له ټولو ترهګرو پاکه اعلان کړې او د دغه عملياتو د بري ادعا يې کړې وه.

څه موده وړاندې پاکستاني پوځ هغه بېځايه شويو کورنیو ته هم بېرته خپلو سیمو ته د تلو اجازه ورکړې وه چې له دې قبایلي سیمې د عملیاتو له امله بېځایه شوي وو.

د وزیرستان په همدې سیمه کې په ۲۰۱۲ عیسوي کال کې د ګومل زام بند انجينېران او نور کارکوونکي تښتول شوي وو، چې يو يې په کې وواژه او نور يې وروسته خوشي کړل.

له دې سره د روان عیسوي کال په لومړيو کې له همدې سیمې د قبايلي سيمو د پرمختګ ادارې کارکوونکي تښتوول شوي، چې دوې میاشتې وروسته يې خوشي کړل.

د سوېلي وزیرستان په بېلا بېلو سیمو کې د مڼو ډېر باغونه دي، خو هلته د ناامنۍ له امله له مودو راهیسې يې باغوانان له ستونزو او مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.

ورته مطالب