په بلوچستان کې د پښتني کلتور نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه او نورو سیمو کې د پښتني کلتور د ورځې لمانځلو لپاره مختلفې غونډې او مراسم جوړ شول.

تېر کال په کوټه کې د پښتو په تړاو په یوه سمنیار کې پرېکړه شوې وه، چې د سپټمبر ۲۳ به پر پښتونخوا سربېره په ټوله نړۍ کې د پښتني کلتور د ورځې په نوم لمانځل کیږي.

تېر اګسټ په کوټه کې د ځانمرګي برید له امله د ۵۶ وکیلانو په ګډون د ۷۶ کسانو د وژنې له امله سږ کال دا ورځ په ډېر جم او جوش سره ونه لمانځل شوه.

* د کوټې یاران بې یارانو شوو

* د کوټې برید په انځورونو کې

د پښتو کلتوري ورځې په مناسبت په غونډو کې د دغه قوم د کلتور د مختلفو ډولونو مواد او توکي نندارې ته وړاندې شوي وو، چې د پښتني کلتور ډول ډول والی یې ښود.

د دې ورځې په مناسبت په کوټه کې پښتو اکېډمۍ هم یوه غونډه جوړه کړې وه.

په دې مراسمو کې د بلوچستان د پوهنې وزیر عبدالرحیم زیارتوال وویل، کلتور د هر قوم یا هیواد د ملا د تیر حیثیت لري او له هغه پرته د یو هېواد یا قوم پایښت ناشونی دی.

د هغه په خبره، په کوټه کې د اګسټ له بوږنوونکې پېښې سره سره د پښتو اکېډمۍ له خوا د پښتني کلتور د ورځې ساده لمانځل بیا هم ډېر ښه ګام دی.

دغه ایالتي وزیر پر قلموالو، پوهانو، شاعرانو او لیکوالو زور واچاوه چې د پښتني کلتور د ودې لپاره مهم رول ولوبوي.

د غونډې په ګډونوالو کې د محمد کانسي او ډاکټر عبدالرووف رفیقي په ګډون نورو ویناوالو هم له ټولو سیاسي او ادبي ډلو وغوښتل چې د دې ورځې په ښه لمانځلو سره د پښتو ژبې پر پراختیا سربېره د ځايي خلکو د یووالي لپاره هم هڅې وکړي.

ورته مطالب