پښتونخوا کې د پولیسو پر ګاډي بمي برید شوی

د انځور حقوق
Image caption د ځینو ټپیانو حالت اندېښمنونکی بلل شوی او د درملنې لپاره د پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي

د پښتونخوا ایالت چارسده کې د ګوزڼ ( پولیو ) ضد واکسین کونکو ساتونکو پولیسو پر یوه ګاډي ریموټ کنترول بمی برید کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. ټپیانو کې اووه تنه ملکي کسان هم شامل دي. ځايي پولیس وايي، برید ماسم کورونو سیمه کې شوی دی.

یوه ځايي پولیس افسر فضل وهاب بي بي سي ته وویل، برید هغه مهال وشو، چې د پولیسو ګاډی د واکسین کونکو امنیت ساتلو لپاره سیمې ته پر لاره و، چې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي بم وچاودېد.

د نوموړي په وینا برید کې نهه پولیس ټپیان شوي دي.

برید کې د سروکۍ پولیسو مرکز مشر هم ټپي شوی، خو ویل کېږي، چې روغتیايي حالت یې خطرناک نه دی. پولیس وايي د چاودنې پر مهال د ملکي خلکو یو ګاډی هم د چاودنې له ځایه د تېرېدو په حال کې و، چې په کې ناست کسان ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption پښتونخوا کې د دوشنبې له ګهیځه د ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شوی

د ځینو ټپیانو حالت اندېښمنونکی بلل شوی او د درملنې لپاره د پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پاکستاني طالبان ادعا کوي، چې دغه برید دوی کړی دی.

په ټول خیبر پښتونخوا ایالت کې د دوشنبې له ګهیځه د ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شوی، چې ویل کېږي پنځه اعشاریه شپږ میلیونه ماشومانو ته به دغه واکسین ورکړل شي.

ورته مطالب