په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هیوز مړینې په اړه د استرالیا پښتون لوبغاړي غبرګون

د استرالیا کرېکټ لوبغاړی فېل هیوز چې د تېرې سې شنبې په ورځ د لوبې پرمهال ټپي شوی و، د سیډني ښار په یوه روغتون کې ومړ.

نوموړی د بېټنګ پرمهال په توپ پر سر لګېدلی و.

زموږ همکار محمد زاهد د استرالیا د پښتون لوبغاړي فواد احمد سره د فېل هیوز د مړینې په اړه مرکه کړې او د نوموړي د لوبيز او شخصي ژوند په اړه یې ترې پوښتنې کړې دي.