په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کډوالو کړکېچ: ترکیه

د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې نژدې دوسوه زره کډوال په لویو او کوچنو کشتیو کې ترکيې نه د یونان پر لور روان شوي دي.

کډوال په دې هیله دې سفر ته غاړه ږدي چې یونان ته له رسېدو وروسته به و توانيږي د ځمکې له لارې د اروپا نورو هېوادونه ته ورسيږي.

د دغه کډوالو چې ډېره برخه د سوریې وگړي دي. او افغانان په کې د شمېر له پلوه په دويم ځاى کې راځي. دغه راز په دې کډوالو کې پاکستانیان، ایرانیان او د یو شمېر افریقايي هېوادونو وگړي هم لیدل کېږي.

د بي بي سي خبریال خشایار جنیدي د ترکې په غرب کې دبودروم او د کاس جزیرې څخه چې زيات کډوال همدې ځاى ته ورځي دا رپوټ راستولی چې پښتو بڼه یې حمید شجاع وړاندې کوي.