په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کډوالو کړکېچ: جرمني

اورپايي هېوادونو ته د سوري، افغانو او افریقايي کډوالو د راتګ لړۍ روانه ده.

د جرمني له هغه اعلان وروسته چې ویې ویل سږکال ۸۰۰ زره کډوال مني دغه هېواد ته د کډوالو ورتګ ډېر شوی دی.

د جرمني چارواکي وايي د هغه شمېر کډوالو لپاره د امکاناتو د برابرولو په خاطر وخت ته اړتیا لري چې وار دمخه دغه هېواد ته ورغلي دي.

د بي بي سي د فارسي څانګې خبریاله مریم انصاري په بُن کې د دغو کډوالو استوګن ځایونو ته ورغلې او رپوټ یې پرې چمتو کړی چې له نجیبې لیمې یې اورو.