په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ملي یووالي حکومت او فساد

فساد یوه داسې ستونزه ده، چې په تېر حکومت کې هم افغانان ترې کړېدل، خو دغه نوي حکومت ته ډېرې هیلې وې، چې ریښې به یې پرې کړي.

د یوه کال په تېرېدو افغانان لا هم په دولتي ادارو کې بډې او درغلۍ یوه لویه ستونزه بولي.

نړیواله ټولنه هم په دې ټینګار کوي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه اړینه ده.

نړیوالو له افغان حکومت سره خپلې ډېری مرستې هم د اداري فساد ضد مبارزې په اغېزمنتیا پورې تړلې دي.

خو دا چې ډېر خلک په دې برخه کې د حکومت پر وړتیا شک لري، داسې وېره هم شته، چې دا شرط له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدو ته هم لاره اوارولای شي.

د اداري فساد د مخنیوي لپاره د ملي یووالي حکومت د مشرانو ژمنې او دا چې په تېر یوه کال کې دغه ژمنې څومره عملي شوي، په دې تړاو د اولیا اطرافي رپوټ.