د تریاکو لیکه

بزګران، قاچاقچیان او ټوټې ټوټې ژوند

سږ کال به د اروپا کوڅو ته له افغانستانه د ريکارډ تر کچې خالص هيرويين ځکه ورسېږي چې
په ۲۰۱۷ کال کې په دغه هېوادکې تریاکو لا ډېر حاصلات لرل.
په تېرو ۱۵ کلونو کې
د افغان تریاکو کرکیله
خورا ډېره شوې ده
۲۰۰۴

کوچنی ګُل = ۴۰۰۰ هکتاره
لوی ګُل = ۸۰۰۰ هکتاره
۲۰۱۳
۲۰۱۷
په افغانستان کې توليد شوي تریاک په ۱۸ میاشتو کې اروپا ته رسېږي.
ډېری مخدره مواد د بالکان هېوادونو له لارې اروپا ته ځي
یوازې یو پر پنځمه یې د نورو هېوادونو له لارې ځي

Source: UNODC

دا د تریاکو د لیکې کیسه ده چې د عیني شاهدانو له خوا ویل شوې ده

افغانستان - کرکیله

افغانستان د تریاکو نړیوال تولید نژدې ۹۰ سلنه جوړوي. کرکیله یې ناقانونه ده، خو په تېرو ۱۵ کلونو کې یې کرل په بېساري ډول ډېر شوی دی، چې تریاک یې د ملي اقتصاد مهمه برخه ګرځولې ده. طالبان هم ترې ګټه پورته کوي. عامو خلکو ته تریاک یوه مهمه اقتصادي موقع وړاندې کوي. د بي بي سياولیا اطرافي د افغانستان سوېل کې د تریاکو حاصلاتو ټولولو پر مهال د سترګو لیدلی حال بیانوي.

د افغانستان په جنترۍ کې یو فصل دی چې ډېرې پیسې پکې جوړېږي. اپرېل میاشت کې د نژدې درې اونیو لپاره بزګران او کورنۍ یې د کوکنارو هغه شیره ټولوي چې څو میاشتې خواري یې پرې کښلې وي.

په سلګونه ځوانان چې ټولوونکي یانېش وهونکي یې بولي له لېرې ځایونو سفر کوي او مرستې ته دانګې.

د ډېرو مسلکي کارونو ترسره کوونکي خپل ورځني کارونه پرېږدي. نو تاسې کېدی شي د یوه ټرکټر تر شا یو ښوونکی او زدکوونکي یې ووینئ، یو دوکاندار او یا هم دولتي کارکوونکی ووینئ. ټول په هغه کلني کار کې برخه اخلي چې هېواد یې بدلوي.

ټولوونکي د فصل د زړه د ضربان حیثیت لري. هغوی په ساده کالیو کې سفر کوي او په اسانه یې پېژندلی شئ، ځکه چې ډېری مهال یوازې یوه غوټه ورسره وي. د دې لپاره چې د پولیسو پام یې له ځانه اړولی وي، کېدی شي دوه جوړه کمیس پرتوګ یې یو د بل پر سر اغوستي وي. دا به عصري نړۍ کې تر ټولو ساده کاري ځواک وي.

کله چې کلیوالو سیمو ته ورسېږي، په ډلو کې له یوې کروندې بلې ته ځي او تر ټولو غټ کوکنار او ښې سوداګریزې معاملې پسې ګرځي.

د هغوی ورځنی کار ګران دی: لومړۍ ورځپه نېش وهلو تېروي، د کوکنارو څنګ په هغې چړې وهي چې له لرګیو جوړه ده او د ږیرې خرېیلو پنځه چړې ترې راوتلې دي.

“د کوکنارو کروندې کې کار کول ستومانه او نشته کوونکی دی.نو د کروندو نژدې ۳۰ کارکوونکو لپاره د کور مېرمنې، درې وخته ښه خواړه برابروي چې پکې د پسه غوښه، ډوډۍ او مستې وي.
تر خوراک وروسته نېشګر سندرې بولي، ناڅي او کیسې کوي.

بیا د سهار په دریو بجو له خوبه راکښېني. په تیاره کې پر تندي نښلول شوی څراغ کاروي چې د تېرې ورځې کار وویني. د کوکنارو پر غوزو یا ډوډو د وهل شویو نېشونو له ځایه شیره راوتلې وي. د اوښکو د لویو څاڅکو په اندازه وي.د یوه بل شي په کارولو چې تریاکۍ نومېږي شېره راټولوي. ټول په کار بوخت وي او د هریوه د لاسي څراغونو رڼا په پټي کې دورې دورې کېږي. د دوی شمېر کله دومره ډېر وي چې فکر کوې د اسمان ستوري پر ځمکه راغورځېدلي.

د شپې په سړه هوا کې کله نا کله نېشګر د سندرو په ویلو پیل وکړي: باداره لنډ کوه مزلونه ، چې درپسې دي ملنګان سرتور سر، چاودلي زړونه.

په دې شعرونو کې ارمانونه، مینه اودینداري نغښتې وي. د سندرې له اورېدو سره په نورو پټیو کې هم نېشګر په سندرو ویلوپیل وکړي. د شپې په تیاره کې په څو کیلومتره شاوخوا سیمه کې د سندرو شور او زوږوي.

لکه د سرو زرو په کان کې چې کارکوې، هېڅ شی نه ضایع کېږي. هلکان نېشی تعقیبوي او څه چې ترې پاتې وي ټولوي یې. دنېشګرو کالي د تریاکو له کبله سرېښناک کېږي، نو خپل کالي په لوی تشت کې په یخو اوبومینځي، او پاتې یې هم ټولوي.

د نېشګر ګټه وټه د هغه د ډلې اغېزمنتوب او د تریاکو کیفیت پورې اړه لري. د سړي پر سر ۲۰ کیلوګرامه نګه اپین ښه ګټه ده، خودوه کیلوګرامه ښه نه ده.

د فصل ټولول چې پای ته رسېږي، دتریاکو تولید سیمو کې د خریدارۍ ځواک راپیدا شي او ځوانان موټرسایکلونه، کالي اوځیرک ټيلېفونونه رانیسي. نور بیا خپل پورونه پرې کوي او یا د خپل واده ولور ورکوي.

بازارونه تر یوې مودې څپڅپانده وي،او غربت یو ځل بیا غاښونه لګوي. خو هغه خلک چې تریاکو سره سروکار لري ناهیلي نه وي. بل فصل د ژمي له تېرېدو سمدستي وروسته دی.

د افغانستان او ایران ترمنځ پوله نژدې ۹۰۰ کیلو متره ده
لېرې پرته او نا امنه ده

ایران - د 'جنت پر شېدو' روږدي

د بالکان هېوادونو پر دې لیکه دافغانستان له فصلونو ترلاسه کوي تریاک لومړی د دوو هېوادونو د اوږدو او ناامنه پولو له لارې ایران ته ځي. مخدره توکو په ایران کې د روږدیتوب لویه ستونزه جوړه کړې ده. نژدې دوه میلیونه کسان په دوامدار ډول اپین کاروي. ۳۳ کلنه ګُلي چې اصلي نوم یې نه دی، د مشهد ده او شمېرې او ارقام ساتي.

زه له اپینو سره عجیبه اړیکه لرم. د مینې او کرکې اړیکه. څه چې پر ما کوي کرکه ترې لرم، خو کارول یې درولی نشم.

زه څوارلس کلنه وم چې انا مې مړه شوه او مور مې د اپینو څکول پیل کړل. پر هغې د پرېشانۍ څپه راغلې وه او زموږ په کورنۍ کې ډېرو کسانو اپین څکول، هغې ته د غم غلطولو اسانه لار ښکارېده.

زه چې ۲۳ کلنه وم واده مې وکړ. یوکال وروسته د ګېډې خورا بد درد راته پیدا شو. ډېره ډاکتر ته ولاړم خو تشخیص یې ونه کړای شو. یو ځل مې د مورکره تللې وم، هغې یو څو دوده راکړل. درد مې یې کم کړ اوخوشحاله یې کړم. همدا و چې څکول مې یې پیل کړل.

له مېړه سره مې هم ستونزې درلودې،د یوازېتوب او د مینې د کمښت احساس مې کاوه. نو له خپلې مور مې د اپینو غلا کول اوپه کور کې مې یې څکول پیل کړل. کله چې مې مېړه ته پته ولګېده یوه کلېنیک ته یې بوتلم. له دې چې ما ډېر نه څکول نو مېتادین دارو یې رانکړل. د هغه پر ځای یې زه درملنې ته واستولم چې خپګان مې ښه شي. خو ډېره مرسته یې ونکړه او ما د اپینوکارولو ته دوام ورکړ.

یو کال وروسته مې مېړه پوه شو چې زه لا اوس هم مخدره مواد کاروم، نو دا ځل یې پرېښودم.

ما یوه موده یوازې ژوند وکړ خوروږدوالی چې مې نور هم ډېر شو، یوازینۍ لار دا وه چې بېرته ولاړه شم او له مور سره مې ژوند وکړم. موږ ډېر لږ مهال یو ځای اپین څکوو. زه ډېره شرمېږم او غواړم هېڅ څوک مې ونه ویني.

زما مور هم یوازې ژوند کوي ځکه کله چې دې څکول پیل کړل پلار مې کور پرېښود. پلار مې له موږ سره ژوند نه کوي، خو موږته اپین رانیسي او راوړي یې چې موږ یې د رانیولو لپاره سړک ته ونه وځو. ما څو څوځلې هڅه وکړه چې خوشې یې کړم، کلېنیک ته ولاړم خو چې بېرته مې د مور کره راغلم بېرته پرې واوښتم.

زه یې له څکولو ستړې شوې یم، آن له بویه یې کرکه لرم. داسې وختونو کې بیا ځم او مېتادین اخلم. د یو څو اونیو لپاره ښه یم خو کله چې زما مور اپین څکوي او بوی یې زموږ ټول کور په سر اخلي، زه یې بیا څکول پیل کوم.

زما د کورنۍ نورې غړې ودې شوي اوځان ته ژوند لري. زه یوازینۍ یم چې روږدې یم. شرمېږم. ان د خپلو خویندو سترګو ته کتلی نه شم. هېڅ اقتصادي خپلواکي نه لرم او ځان ایسار پاتې احساسوم چې نه د دې خوا شوم نه د هاخوا.

ترکیه اروپا ته پر لار د پروسس شویو اپینو لپاره مهم ترانزیت هېواد دی
د ون سرحدي ښار د ایران له لوري اصلي دروازه بلل کېږي

ترکیه - هڅه کوي د مخدره توکو د څپو مخه ونیسي

د ترکیې پولې ته څېرمه د ون ښار او شاوخوا کلي بد نوم ګټلی دی. د مصطفي کوکل اوکورست باسر په شان د مخدره توکو ضد افسران هره ورځ له فزیکي، دماغي او احساساتي فشارونو سره په جګړه کې دي.

:مصطفي کوکل
د مخدره توکو قاچاق کې ښکېل کسان دغه کلي کاروي او هڅه کوي داسې سیمه ییز خلک پیدا کړي چې اجازه ورکړي د دوی له کوره د خوندي ځای په توګه کار واخلي. د هیرویینو د پټولو لپاره له غوجلو، کورونواو ګودامونو کار اخلي.

دلته کلیواله سیمه ډېره پراخه ده،موږ باید له استخباراتو سره په ګډه کار وکړو.

وړاندې تر دې چې په خوندي ځایونو کې انبار شي هیرویین د کچرو په شان لېږدوونکو څارویو باندې قاچاق کېږي.

:کورست باسر
کله چې داسې یو عملیات په بریاليتوب ترسره شي چې په میاشتو مو ورته چمتووالی نیولی وي، تخنیکي مطالعه مو یې کړې وي او فزیکي څار مو پرې کړی وي، زموږ پر مخ د خوښۍ او غرور نښې څرګندېږي. داکار دې د درد زغم لوړوي او د هڅېدو لپاره یوه ښه سرچینه ده، نه یوازې د کار لپاره بلکې په ټوله کې د ژوند لپاره.

یو ځل مو یو شکمن کس درلود چې له اوبلنو مخدره توکو ډک کانډمونه یې تېر کړي ول. وروسته له دې چې یو کانډم وچاودېد کوما حالت ته ولاړ. تېرو تجربو ته په کتو، که یو پاکټ یې هم وچوي د یوه کس وژلو ته کافي دی. خو دا شکمن کس تر یوې اوونۍ په کوما کې و. تر داسې یوه کس چې دوه مرمۍ پرسر لګېدلی وي، د ده د بچ کېدو چانس کم و.

کله چې راغی فکر یې کاوه چې موږ لا اوس هم نه پوهېږو چې پر ده څه شوي، او ادعا یې کوله چې په الوتکه کې یې له ډوډۍ سره حساسیت کړی و. غوښتل یې د هوايي کرښې پر ضد شکایت وکړي. خو یوې ځوانې نرسې ترې پوښتنه وکړه: ‘ایا په الوتکه کې یې مخدره توکي خلکو ته ورکول؟’

په پولیسو کې یو هڅوونکی کار دا دی چې وکړی شې یوې وسله والې ښکېلتیا کې ټوکې وکړې او یو ټپي ملګری دې وخندوې.

کله نا کله چې ان یو ډېر دقیق لټونکې مجرمان لاس ته رانشي، داسې ښکاري لکه په بوسو کې چې ستنه لټوې، خو یو ځل د تمې خلاف یوه کوچنۍ شان څرک یې ولګېږي او تمه مو پیدا شي چې یوه قضیه اوارولی شو.داسې شېبو کې له زړه باور کوې چې داسې یو ځواک شته چې له ښی اړخ سره مرسته کوي چېګټونکی شي او دا دې ټولې ستړیاوې له مینځه وړي.

هغه هیرویین چې په ترکیه کې د مخدره توکو پر ضد د پولیسو منګولو ته نه لوېږي، د اروپا کوڅو ته رسېږي
یوازې له مخدره توکو د خلاصون د درملنې لګښت سلګونو میلیون ډالرو ته رسېږي
په برتانیا کې د هیرویینو له امله د مړینې شمېر له کلونو راهیسې پرلپسې مخ په لوړېدو دی، چې د فنتنایل په نامه بدل مخدره توکي نوی ګواښ رامنځته کړی

برتانیا - پرحال کېدو پورې اوږد مزل

۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د تریاکوتر حاصلاتو وروسته، ملګري ملتونه وړاند وینه کوي چې لا ډېر باکیفیته خو ارزانه هیرویین به د برتانیا په ګډون بازارونو پورې ورسېږي. لکه د نورو ښارونو د برتانیاسوېل لوېدیځ کې د وېستون سوپر مېر ښارګوټي کې له مخدره توکو د بیا رغېدنې مرکزونه شته. په همدغه ځای کې لېسلي چاندلر له روږدوالي خلاص شو او خپل ژوند یې له سره جوړکړی.

تر هغه چې زه پوهېږم دوه ځلې مړ شوی یم. څو څو ځلې مې په یوازې سر ډېر مخدره توکي کارولي وو، او په جادويي ډول بېرته پخپله رابیدار شوم.

ما ډېرې پېښې تېرې کړي دي، داسې چې ژوند مې یې ګواښلی، له برنډې لوېدلی یم. روږدوالي مې داسې ځایونو ته بیولی یم چې اصلاً مې نه غوښتل، زندان ته او د رواني ناروغیو ځای ته، او یو څو ځلې مې دځانوژنې هڅه هم کړې ده.

زه به پنځلس کلن وم چې هیرویینو ته مې مخه کړه. که څه هم کله چې دیارلس کلن وم د نورو مخدره توکو کارول مې پیل کړل.

ناسته ولاړه مې له داسې خلکو سرهوه چې تر ما مشران ول، هغوی هیرویین څکول او زه هم ورسره آشنا شوم. ما به داسې احساس کاوه چې له یوه شي سره تړاو لرم، له یوه کس سره، داسې احساس مې نه کاوه چې کوم ځای پورې تړاو ولرم.

ما یوازې پر هیرویینو بسنه ونکړه،نورو په لاس جوړو مخدره توکو ته مې هم مخه کړه چې سپیډ او اې اس ډي ول او الکولوهم ونډه درلوده. همداسې یې دوام درلود. له یوې نجلۍ سره مې اړیکه پیدا شوه او په کم عمر مې واده وکړ، خو يو څو کاله وروسته په یو ډول له مینځه ولاړ، او تر هغه وروسته زما حالت له بدو پسې بدتر شو.

ما هڅه وکړه چې څه موده تېرې لېرې شم او ځان پاک کړم چې یوه دوه اونۍ به یې دوام وکړ او بیا به ولاړم او وبه مې کارول. ټول ژوند مې همدا بیا بیا تکرارېدل.

بالاخره څلور نیم کاله وړاندې وېستن ته راغلم چې دا مهال ۵۷ کلن وم. ما ولیدل چې څومره ډېر مې ځان ژوبل کړ.

په وېستن کې هرڅه بدل ول، زما په اړه قضاوت د دې پر بنسټ نه کېده چې روږدی یا غل یم، ځکه د خپل مخدره توکو د پیداکولو لپاره مې ډېرې جرمي کړنې کړي. ما له خپل کوچني والي رانیولې پر ډېرو شیانو فکروکړ چې باید ویل شوي وای. اوس مې زده کړل چې زه څوک یم او ولې داسې یم.

کله چې زوړ شې له مخدره توکو د وجود پاکول لا ګرانېږي. څو اونۍ خوب نه درځي، لغتې به وهې او خولې به کوې. کله چې د پاکېدلو بهیر کې یاست داسې ښکاري چې هېڅ نه ختمېږي. خو خلاص شو.

ما ته د څو کلونو په ترڅ کې له هغوخلکو چې ورسره لوی شوم او پېژندل مې داغونه راپاتې دي. سره له دې چې د دغو داغونوآزار کم شوی خو بیا هم شته. زه فکر کوم له روږدوالي او شراب څښلو سره مې تر دې ډېرڅه کېدی شوای او دا د رواني ناروغۍ یوه برخه هم ده.

خلک په کوڅه کې یو شرابي یا روږدی ویني چې غیرعادي کارونه کوي، په قهر به وي او یا به کوم جرم ترسره کوي، خو څه چې خلک نه ویني په دې شخص کې دننه یو زیان منونکی کس دی چې په خپل درد او ډار کې ژوند کوي. که موږ دغه پیغام تر خلکو ورسوو، کېدی شي تر هغو لېرې ځایونو ورسېږي چې د داغ مخنیوي وکړي.

له روږدوالي د نورو خلکو د پاکېدلو ما ته هیله را وبخښله. دې ته اړتیا شته چې موږ د هغو خلکو په اړه ډېر څه واورو چې له نشې منع شوي او ټولنې ته یې بېرته یو څه کړي.

زه ښوونځیو ته ولاړم او وغږېدم اوفکر کوم دا مهمه ده چې په مناسب عمر کې وار له مخې خبرې وشي. زما په ژوند کې ستونزې ۱۳ کلنۍ کې پیل شوې، او دا عمر ډېر عام ښکاري.

نو زه باور لرم چې ښوونځیو ته تګ او د دغه عمر له خلکو سره خبرې کول مهمه ده. اوس په ښوونځیو کې ځان ته زیان رسول عام شوي او دا هم ورته مسله ده. نو ډېره مهمه ده چې په ښوونځیو کې د روږدېدو، ځان ته زیان رسولو او ځانوژنې د ځان خلاصولو په اړه زدکړه ورکړل شي.

لېسلي اوس په پوهنتون کې دی اوغواړي مشوره ورکوونکی شي.

د ۲۰۱۷ کال د تریاکو حاصلاتوترلاسه شوې کچه به د سږکال پای کې څرګنده شي. خو چې شمېرې هرڅومره وي اقتصادي او انساني زیان به یې لوړ وي

کرېډټ

د معلوماتو راټولوونکې:
لیوني رابرټسن

د انلاین کیسې پروډیوسره:
مریم نېکان

ډیزایناو انیمېشن:
مریم نېکان
الس ګرینې

خبریالان:
اولیا اطرافي، افغانستان
فرانک عمیدي، ایران
فوندانور اوزتورک، ایفي اوچ، ترکیه
لیوني رابرټسن، برتانیا

تصویرونه:
بي بي سي
ګیټي

ایډیټر:
یوهانس ډېل