سامسنګ د ګلکسي نوټ ۷ ځینې فیچرونه خپلو نورو ټېلفونو ته ورزیاتوي

Galaxy S7 د انځور حقوق Getty Images

سامسنګ شرکت غواړي د ناکام ګلکسي نوټ ۷ ټېلفون ځینې ځانګړنې "ګلکسي اېس ۷" او "ګلکسي اېس ۷ اېج" ټېلفونو ته ورزیات کړي.

وروسته له هغه چې د ګلکسي نوټ ۷ د ځینو موبایلونو د اور اخستو راپورونه خپاره شول، د روانې اکتوبر میاشتې په پیل کې دغه ټېلفون له بازاره بېرته راټول شول او تولید یې درول شوی.

سامسنګ بي بي سي ته ویلي و چې دوی به د اېس ۷ او اېس ۷ اېج ټېلفونونو ته نورې ځانګړنې ورزیاتې کړي.

یوه شننه دا ده چې دغې کمپنۍ تمه لرله کوم کسان چې خپل ګلکسي نوټ ۷ ټېلفونه یې بېرته ګرځوي، بیا به هم له سامسنګ سره پاتې کېږي او د سیالو شرکتونو تولید ته به مخه نه کوي.

د آی اېچ اېس مارکیټ شنونکی این فاګ وایي؛ "معمولا سامسنګ شرکت په کال کې دوه ځله نوي ټېلفونونه بازار ته راوباسي." د کال پاتې برخې لپاره اوس ګلکسي اېس ۷ اېج ټېلفون به بازار کې د سامسنګ د سر ټېلفون پاتې شي.

"دوی اړتیا لري چې خپلو نویو سیالو کمپنیو آیفون او ګوګل پېکسل سره د سیالۍ لپاره خپل ټول توان وکاروي".

پراختیا ورکول

لومړنی بدلون د "تل روښانه پردې" فیچر کې راوستل شوی چې دا موبایل د نوټ ۷ ځانګړنو ته لا ډېر ورنژدې کړای شي.

د ټېلفون په غیرفعال حالت کې "تل روښانه پرده" کولی شي انځورونه، یو ساعت او خبرتیاوې (نوټیفیکېشن) وښيي.

سامسنګ په یوه وینا کې ویلي؛ "موږ یو تازه سافټ ویر خپور کړی چې کولی شي په "ګلکسي اېس ۷" او "اېس ۷ اېج" کې یو شمېر فیچرونه لا پرمختللي کړي چي د موبایل کارونې یوه ارامه او د تنظیم وړ تجربه وړاندې کوي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نوټ ۷ موبایل بېټریو کې د نیمګړتیا له کبله د دغه ډول موبایلونو اور اخیستو پېښې رامنځته شوې

نوي بدلونونه تراوسه اروپایي هېوادونو کې نه دي اعمال شوي او د سافټ وېرونو کې پراخوونکو په یوه پيغام کې ویلي، لا هم ځینې ستونزې شته چې باید سم کړای شي.

ښاغلي فاګ وویل، "دوی غواړي ځینې نوښتونه چې په نوټ سېون کې و هغه اېس ۷ ته ولېږدوي، خو ستونزه دا ده چې دلته ده چې کارول شوي هارډویرونه یې بېل دي."

"نوټ ۷ د قلف خلاصولو لپاره یو قلم او سکېنر درلود. دوی ښایي ځینې نوي فیچرونه د سامسنګ نورو ټېلفونو ته ورزیات کړي، خو د هرشي ورزیاتول به شونې نه وي."

ورته مطالب