د میکروبونو مخنیوي لپاره د یوه ژوي شېدې ګټورې بلل شوي

د تسمانین شیطانانو
Image caption دغه ډول ژوي د کڅوړه لرونکو ژویو له کورنۍ بلل کېږي.

استرالیا کې څېړونکي وايي د یوه ځنګلي ژوی چې دوی یې د تسمانین شیطان په نوم یادوي، شېدې به د هغو ځواکمنو ویروسونو او میکروبونو چې له انتي بیوتیکو سره مقامت کوي، پر ضد ښه وسیله وي.

د اسټرالیا سیډني پوهنتون څېړونکي وايي، نولي ته ورته د دغه ژوي په شیدو کې د مادو داسې ترکیب شته، چې د خورا پیاوړی میکروب له منځه وړلو په برخه کې مرسته کولی شي. دغه څېړونکي وايي د تسمانین شیطانان دغه ماده د خپلو بچو د ځواکمنتیا په موخه تولیدوي.

ساینسپوهان په شیدو کې له دغو موادو نه په تقلید د درملنې نويو ترکیبونو رامنځته کولو هڅه کوي.

دوی د دغه شیطانانو جینیټیک کوډ معاینه کړی، چې وکولای شي د میکروبونو پر ضد ماده بیا ورغوي.

Image caption یوه وروستۍ څېړنه کې ویل شوي که مخنیوی یې و نه شي ښايي ۲۰۵۰ کال پورې به ځواکمن میکروبونه له هرو دریو ثانیو وروسته په نړۍ کې یو کس وژني.

د دکتوراه محصله ایما پیل چې پر دغه څېړنه یې کار کړی او ساینټیفیک رپورټس مجله کې یې په اړه معلومات خپاره شوي دي وايي، شپږ مهم کیمیاوي ترکیبونه یې موندلي دي.

داسې ښکاري دې ته ورته ترکیبونه د نورو کڅوړه لرونکو ژویو په شیدو کې هم شته او معانا یې دا ده، چې پر دغه ډول نورو ژویو هم باید څېړنه وشي.

نوموړې وايي، د تامار والابي نومي ژوي په شېدو کې دغه ډول اته کیمیاوي ترکیبونه موندل شوي.

اغلې ایما وايي د کوالا نومي ژوي پر شیدو همدا اوس څېړنه پیل شوې.

څېړونکو د تسمانین شیطانانو شېدو کې موندل شوي کیمیاوي ترکیبونه پر شپږ ډوله میکروبونو او شپږ ډوله فنګسونو ازمویلې دي.

د انځور حقوق SPL
Image caption ساینسپوهان په شیدو کې له دغو موادو نه په تقلید د درملنې نويو ترکیبونو رامنځته کولو هڅه کوي.

ویل کېږي چې له دغو پپتیدونو (کیمیاوي ترکیبونو) نه یو ډول یې، چې ساها سي اي ټي ایچ ۵ نوم ورکړل شوی دی په ځانګړې توګه د ایم ار ایس اي ډوله میکروب لپاره اغېزمن دی.

دغه میکروب معمولاً د ډېرو خلکو په پوټکي او پزه کې موجود وي او ډېر زیانمنونکی نه بلل کېږي، خو که د بېلګې په توګه د پرانیستي ټپ له لارې بدن ته ننوځي، ښايي ستونزه رامنځته کړي.

له همدې کبله هغه کسان، چې روغتونونو کې وي له دې ستونزو سره مخامخ وي.

څېړونکي په دې اړه یوه خوله دي، چې د درملنې داسې نویو وسایلو او مېتودونو ته سخته اړتیا ده، چې له درملو سره د مقاومت کوونکو میکروبونو مخنیوی وکړي.

یوه وروستۍ څېړنه کې ویل شوي که مخنیوی یې و نه شي ښايي ۲۰۵۰ کال پورې به ځواکمن میکروبونه له هرو دریو ثانیو وروسته په نړۍ کې یو کس وژني.

اړونده مطالب