څېړنه: سړی د ستنې په لګولو سره د مېرمن د مېندوارۍ مخنیوی کوي

د انځور حقوق .
Image caption دا څېړنه په ۲۷۰ کسانو شوې او ۹۶ سلنه کامیابه پایله لري.

طبیبانو داسې هارمون لرونکې ستن جوړه کړې چې که کوم سړی یې وکړي، نو د جنسي اړیکو په مهال ترې مېرمنې نه مېندواره کېږي.

امریکايي څېونکي وايي، په ازمایښتي ډول یې ۲۷۰ کسانو ته دا ستن کړې، چې په پایله کې تر ۹۶٪ پورې اغېزناکه زباد شوې ده، خو یواځې له دغو سړیو سره ملګرې څلور ښځې مېنداره شوې دي.

په څېړنه کې د ۱۸ او ۴۵ کلونو ترمنځ د هغو سړیو جاج اخیستل شوی چې لږ تر لږه تر یو کال پورې یواځې له یوې ښځې سره اړیکي لري او همغه مېرمن هم په دې څېړنه کې له دغه کس سره برخه اخیستلو ته راضي شوې ده.

* د ښځینه جنسي پارونې درمل

* د پاسورډ یادولو لپاره درمل کارول کېږي

د تجربې په لومړیو کې د دغو سړیو د سپرم یا د نطفې پیداوار شمېر په ډاګه شوی چې د نطفې نورمال حالت باوري شي.

دوی ته په هرو اتو اونیو کې د هارمونونو دوه ستنې لګول شوې او تر شپږو میاشتو پورې څارل شوي، تر دې چې د دوی د سپرم شمېر له لسو لکو کم شي.

بیا ورته ویل شوي چې دا ستن جاري وساتي دا تجربه تر یو کال پورې غځول شوې ده.

د انځور حقوق .
Image caption ډاکټران هڅه کوي د دې ستنې د جانبي عوارضو د کمولو لپاره نور کار هم وکړي.

کومو کسانو چې ستن لګول بند کړل، نو دا جاج واخیستل شو، چې په څومره چتکۍ د دوی د سپرم شمېر بیا په فعالېږي.

د دې تجربې په یو کال کې داسې اته کسان هم و چې د سپرم ډېرېدا یې ودرېده.

په جنیوا کې د روغتیا نړیوالې ادارې اړوند ډاکټر ماریو فیسټن په دې څېړنه کړې ده.

هغه وايي: "له دي مطالعي دا پته لګېږي چې په سړیو کې هم د حمل د مخنیوي هارموني لار شونې ده، چې پر مټ یې له ناغوښتي مېندوارۍ بچ کېدلی شي. "

خو دا روده ځینې سایډ افیکټس یا جانبي عوارض هم لري، له امله یې په ځینې کسانو کې زړه بدوالی پیدا کېږي او د نورو هغو پر فکر هم ناوړه اغېز کوي.

* د نري رنځ د درملنې لپاره نوي درمل جوړېږي

* 'د فشار کنترول درمل د غور وړ موضوع ده'

ساینسپوهان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د مېندوارۍ د مخنیوي لپاره د هارموني لارو د موندلو هڅه کوي، دوی په دغه برخه کې ډېر غور پر دې کوي چې په دې چاره کې له جانبي عوارضو پرته د سپرم کمولو لار ومومي.

دا چې په سړیو کې منویه( سپر پیدا کوونکې) ماده پرله پسې پیدا کېږي، نو په دودیز ډول د نږدې پنځوس میلوینه سپرم شمېر د کمولو لپاره د خورا لوړې کچې هارمونونو ته اړتیا لیدل کېږي.

د انځور حقوق .
Image caption دا تجربه په داسې سړیو او ښځو شوې چې د یو کال لپاره خپلمنځي جنسي اړیکي لري.