د انټرنېټي بريدونو وېره
د انټرنېټي بريدونو وېره
د ټکنالوژۍ نورو وسايلو پرتله انترنېټ او د تړاو شبکه یې ډېره نوې ده، نړۍ يې سره نژدې کړې، او د خلکو ژوند کې يې ډېرې اسانتياوې راوستلې دي.
خو نن سبا يې خطرونه هم ډېر شوي.
بريدګر د انټرڼېټ له لارې نه يوازې د خلکو شخصي ژوند ته ورننوتلی شي، چې بانکونو، مالي سيستمونو او امنيتي ادارو ته هم ګواښونه ورپېښولی شي.
بريتانيا اوس پر دې غور کوي چې د انټرنېټی امنيت چارې لا پياوړې کړي.