د انټي بیوټیکونو د قیامت مخنیوی به څنګه کوو؟

د انځور حقوق Thinkstock

هر کال، لږتر لږه ۷۰۰ زره خلک د هغو میکروبونو له امله مړه کېږي چې د داروګانو پر وړاندې يې مقاومت موندلی.

له همدې کبله حکومتي ساینسپوهانو د انټي بیوټیکو پر وړاندې د میکروبونومقاومت د ۲‍۱مې پیړۍ یو له سترو نړیوالو ګواښونو په توګه توصیف کړی دی.

نو آیا خلک د انټي بیوټیکونو په اصطلاح قیامت د مخنیوی لپاره څه کوي؟ داسې ښکاري چې یو لړ زیاتې هڅې روانې دي.

ځینې خلک وايي چې باید انټي بیوټیکونه لږ وکارل شي. ځکه هرڅومره چې انتي بیوتیکونه ډېر وکاروو هغومره د میکروبونو مقاومت هم ډېرېږي.

د مارانو وژونکی مار د ناروغیو درمل

سړیو ته د مېندوارۍ د مخنیوي ستن جوړه شوه

'زه له اوبو سره حساسیت لرم'

د جنوبي کالیفورنیا د پوهنتون یو روح پېژندونکي، ډاکټر جیسن، په دې هکله تجربې کړي چې آیا شونې ده ډاکټران وهڅول شي ناروغانو ته په نسخه کې لږ داروګان ولیکي؟

هغه څه باندې ۲۰۰ ډاکټران وهڅول چې خپلو ناروغانو ته یو لیک لاسلیک کړي او په کې ژمنه وکړي چې نور به هغوې ته انټي بیوټیکونه په ډېر احتیاط او دقت سره په نسخو کې لیکي.

هغوی دا لیک د یو پوسټر په بڼه په یوې سترې پاڼې کې چاپ کړ او د خپلو روغتیايي کلینیکونو پردیوالونو يې وځړاوه.

ورپسې هغوې یو لړ تجربې وکړې او هره میاشت يې ډاکټرانو ته بریښنالیکونه لېږل او ورته ویل يې چې څومره انټي بیوټیکونه يې د نورو ډاکټرانو پرتله په نامناسبه توګه په خپلو نسخو کې لیکلي دي.

د انځور حقوق Thinkstock

د ډاکټرانو پر کمپیوټرونو يې د خبرداري یو سیستم جوړ کړ او هغوې ته به يې ویل چې د نسخې لیکلو په وخت کې له ځانه وپوښتې چې آیا په ريښتیا د انټی بیوټیکونو ورکولو ته اړتیا شته که نه.

داسې لارې چارې يې هم وموندلې چې که ناروغان ټینګار وکړي او انتي بیوتیک وغواړي نو ډاکټران به څرنګه هغوې خوښ ساتي.

کله چې يې دا ټولې راز راز لارې چارې وازمویلې، څرګنده شوه چې په نسخو کې د انټي بیوټیکونو شمېره ډېره ټیټه شوه.

اوس د امریکا په متحدو ایالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو کې له دغو بدلونونو څخه کار اخیستل کېږي، خو ان که خلکو ته یوازې د ريښتیانۍ اړتیا په وخت کې هم انټي بیوټیکونه ورکړل شي، ستونزه به حل نشي.

ځکه په داسې حال کې ډېر انټي بیوټیکونه د انسانانو لپاره کارول کېږي، په نورو برخو کې لا ډېر انتي بیوتیکونه کارول کېږي.

موبایل د خپل څښتن په روغتیا او نورو رازونو پوهېږي

افغانستان کې د وینې ورکولو دود پیاوړی شوی

په ۱۹۵۰ کې، په یوه لابراتوار کې یوې تصادفي موندنې وښوده چې انټي بیوټیکونه د حیواناتو وده ګړندۍ کوي.

له هغې راهیسې، د نړۍ کروندګرو خپلو حیواناتو ته په پراخه کچه د انټي بیوټیکونو په ورکولو پیل وکړ، او ان وروسته له هغې يې دوام ورکړ چې علمي څېړنو ثابته کړه چې د داروګانو پر وړاندې د میکروبونو مقاومت له حیواناتو انسانانو ته هم انتقالېږي.

خو یوه هېواد ښودلې چې کروندګرو يې یو وخت خپلو حیواناتو ته انټي بیوټیک ورکول وکولای شول له دې کاره لاس واخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د میکروبونو مقاومت د خوراکي ځنځیر له لارې خپورشوی وو

هالنډ د نړۍ د نورو هېوادونو پرتله د یو مربع متر په حساب تر ټولو ډېر حیوانات لري او په کلونو کلونو يې دغو حیواناتو ته پرلپسې انټي بیوټیکونه ورکړي.

د ودې پیاوړي کوونکو انټي بیوټیکونو باندې د بندیز لګولو ډېره اغېزه و نه کړه ځکه چې کروندګرو به لوحه بدله کړه خو داروګان به يې په هماغه پخوانۍ اندازه ورکول.

خو د یو لړ روغتیايي ستونزو وروسته، حکومت پرېکړه وکړه چې په دې اړه ټینګ ګامونه پورته کړي.

په ۲۰۰۹ کې، کروندګرو ته وویل شول چې په ۲ کلونو کې باید حیواناتو ته د انټي بیوټیکونو ورکولو کچه ۲۰ سلنه راټیټه کړي او په پنځو کلونو کې يې باید ۵۰ سلنې ته راټیټه کړي.

ډیک میویس، د میکروبي ناروغیو متخصص او د حیواناتو ډاکټر دی چې کروندګرو سره يې مرسته کوله چې د حکومت دغه موخې څرنګه عملي کړي.

هغوې یو ډیټابیس یا د اطلاعاتو مرکز جوړکړ چې وښيي کوم کروندګر تر ټولو ډېر سرغړونکي دي، او هغوی يې نه پرېښودل چې انټي بیوټیکونه ترلاسه کړي.

هر کروندګر یا ډاکټر چې به د اړتیا پرته انټي بیوټیکونه کارول جریمه اویا بې واکه کېدل به.

په پایله کې هالنډي کروندګرو د ډېرو انټي بیوټیکونو له کارولو لاس واخیست، د ډېرو لپاره دا په دې معنا وه چې باید د خپلو حیواناتو د روزلو طريقه بدله کړي.

ښاغلی میویس وايي: "دا په ريښتیا یو انقلاب و، موږ په دوو کلونو کې د انټي بیوټیکونو کارول تر ۶۰ سلنې را کم کړل."

خو ډېری هېوادونه پر مخالف لوري روان دي. داسې فکر کېږي چې چین، برازیل، روسیه، هند او جنوبي افریقا به ټول تر ۲۰۳۰ کاله پورې د انټي بیوټیکونو کارول دوه ځله زیات کړي او له دې امله به د میکروبونو مقاومت پراختیا ومومي. نو ځکه ځینې ساینسپوهان د نړۍ په سمندرونو، ځنګلونو او دښتوکې په دې لټه کې دي چې د انتي بیوتیکونو نوې سرچینې پیدا کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ایا د کموډو ښامار د خولې لاړې به د نوي انتي بیوتیک له جوړولو سره مرسته وکړي؟

ایا د کموډو ښامار د خولې لاړې به د نوي انټي بیوټیک له جوړولو سره مرسته وکړي؟

څېړونکي په دې وروستیو کې پاناما ته لاړل او له یو ډول نادرو حیواناتو يې چې په ونو کې ژوند کوي او پوستکي يې له شنې اوبړۍ ډک وي، ځینې نمونې را واخیستې. نورو ساینسپوهانو د کموډو ښامار د خولې په لاړو کې نوي انټي بیوټیکونه لټول، خو تراوسه نه ده معلومه چې بریالي به شي که نه.

خو ځینې نور ساینسپوهان بیا نوي انټي بیوټیکونه نه لټوي بلکې خپل ټول پام يې میکروبونو ته اړولی او پرهغوې څېړنې کوي. کیم هارډي د بریتانیا د ناټینګهم په پوهنتون کې یو مایکروبیالوژیسته ده چې د میکروبونو د اړیکو په اړه څېړنې کوي. هو، میکروبونه هم اړیکي جوړولای شي.

کله چې یوازې یوه باکټریا یا میکروب ستاسو سږو ته را ورسېږي، ستاسو د بدن له دفاعي نظام څخه ځان پټوي چې مړ یې نه کړي. هغه خپلې وسلې- زهرجن شیان- نه ښکاره کوي خو هلته کیني او انتظار باسي.

کیم هارډي وايي "کله چې میکروب ډاډه شي چې د تکثر او زیاتېدو لپاره يې ځای مناسب دی، په اړیکو جوړولو پیل کوي،". جلا میکروبونه یو بل شمیري، ترهغو چې احساس وکړي چې شمېر يې کافي دی. وروسته خپلې وسلې راباسې او د بدن پر دفاعي نظام برید کوي.

کیم وايي "که د یوې کلا پر ضد یوازې یو عسکر وي، دغې کلا ته هېڅ زیان نشي رسولای. خو که د پوځ نورو عسکرو را رسېدو ته انتظار وباسي او هغوی په یو وخت کې خپلې وسلې وکاروي، پر کلا باندې بریالي کېدی شي."

نو که وکولای شئ چې د میکربونو تر منځ د اړیکو مخه ونیسئ، سره د دې چې په سږو کې به مو خطرناکه میکروبونه وي، هغوی به یو بل نشي شمېرلای او هېڅکله به برید نشي پیل کولای؟

مېرمن هارډي وايي دا کار کېدی شي او لابراتواري تجربو ښې پايلې درلودلې.هغه فکر کوي چې کېدی شي په لسو کلونو کې د دې اصل پر بنسټ انټي بیوټیکونه بازار ته راووځي.

پر ډېرو نورو تجربو او پروژو هم کار روان دی. بریالیتوب به تر ډېره په دې پورې تړلی وي چې موږ د میکروبونو په اړه لا نور ډېر معلومات ترلاسه کړو.

هغسې چې خلک د جګړې په وخت کې وايي، خپل دښمن وپېژنئ. نو موږ به د انټي بیوټیکونو د قیامت مخه څرنګه نیسو؟ موږ به زده کړو چې په ځیرکتیا سره میکروبونو ته ماتې ورکړو.

اړونده مطالب

ورته مطالب