"ډېل دې اوس په ۳۳ ډالرو لپ ټاپ ورکړي"

د انځور حقوق Dell
Image caption ډېل ويلي دوی هغه مهال تېروتنه کړې وه او د کمپیوټر د اصلي بيې پر ځای يې د هغو د لېږد لګښتونه ليکلي و.

د کمپیوټر جوړونې مشهورې کمپنۍ "ډېل" تېره میاشت په تېروتنې خپل انلاین اعلان کې د ۳۳ ډالرو مقابل کې د غوره کمپیوټر د ورکړې ژمنه کړې وه، چې اوس د مکسیکو چارواکو ترې ددغې ژمنې عملي کولو غوښتنه کړې ده.

دغې امریکايي کمپنۍ وروسته خپل دغه اعلان بېرته واخيست او د ګرمې د ورکړې ژمنه يې وکړه. خو يو شمېر پېرودونکو د مکسيکو فډرالي محکمې ته مراجعه وکړه او هغوی يې هم ملاتړ وکړ.

هغه کمپيوټر چې په دېرش ډالره پلورل شوي تر دوه نيم زره ډالرو پورې ارزښت لري.

ډېل ويلي دوی هغه مهال تېروتنه کړې وه او د کمپیوټر د اصلي بيې پر ځای يې د هغو د لېږد لګښتونه ليکلي و.

خو وروسته جوته شوه، چې یوازې د کمپیوټر د لېږد لګښت ۶۷۹ مکسیکويي پولي واحده کېږي.

کله چې دغې امریکايي کمپنۍ خپلې تېروتنې ته متوجه شوه، خرڅلاو یې بند کړ.

ځینو پر فیسبوک ګروپ جوړ کړ او نور مشتریان یې د مکسیکو د فدرالي مشتریانو د ساتنې اجنسۍ (پروفېکو) ته ورتګ ته وهڅول، چې هلته خپله قضیه ثبت کړي.

دغې اجنسۍ هوکړه وکړه چې په پنجشنبې به ورته وړاندې شوي شکایتونه واررزوي: "ډېل باید مشتریانو ته هغه توکي ولېږدوي چې د تېروتنې له اعلان لیرې کولو وړاندې یې د تایید برېښنالیکونه ترلاسه کړي دي. "

ډېل ویلي، دوی له اعلان خپرېدا وروسته پوی شول چې په تېروتنې یې اعلان کړی، خو په اړه به یې له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.

روښانه نه ده چې د اعلان له لیرې کولو وړاندې څومره کمپیوټر خرڅ کړل شوي دي.