ساینسپوهان غواړي فضا کې یو هېواد جوړ کړي

د انځور حقوق ASGARDIA
Image caption اسګارډیا به په فضا کې یو نوی هېواد وي

د سایینسپوهانو یوه ډله وايي غواړي په فضا کې د "اسګارډیا" په نامه یو نوی سوله خوښونکی هېواد جوړ کړي.

د دوی پر وېبپاڼه لیکل شوي، اسګارډیا به "د ځمکې په مدار کې یو بشپړ 'بېطرفه ځاې' وي".

دا نوی "هیواد" غواړي چې د راتلونکي کال په وروستیو کې خپله لومړۍ مصنوعي سپوږمۍ فضا ته وتوغوي او هیله لري چې یوه ورځ به د ملګرو ملتونو سازمان لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

مصری میلیاردر: غواړم کډوالو ته نوی هېواد جوړ کړم

تر ۲۰۲۰ کال د بریتانیا مالیو کې "۲۵ میلیارد پونډه کمی راځي"

بریتانیا کې به تر راتلونکي کاله د پیسو پړسوب څلور سلنه ډېر شي

خو ځینو کارپوهانو د دې پلان د عملي کېدو په اړه شک څرګند کړی، ځکه چې نړیوال قانون په بهرنۍ فضا کې د ملي حاکمیت ادعا ګانو ته اجازه نه ورکوي.

د دې پروژې یوه مشره، لینا دي ویني، چې ۱۵ کاله یې اروپايي فضايي ادارې لپاره کار کړی دی وایی د اسګارډیا "اتباع" به چې د تابعیت د منلو وړاندې به ورباندې ښه غور کېږي، بالاخره پاسپورټونه ترلاسه کړي.

لینا بي بي سي ته وویل "څرګنده ده چې پر دې مفهوم باندې پوهېدل سخت دي چې څرنګه به د داسې یو شي تبعه اوسې چې پښه ورباندې نشې اېښودلای"

"خو زه د هالنډ یوه تبعه یم او اوس په پاریس کې اوسېږم. دا کومه غیرعادي خبره نه ده چې که تاسو د داسې یو ځای تبعه اوسئ چې ورته نه ځئ او ژوند په کې نه کوئ".

دا پروژه په ویانا کې د فضايي څېړنو نړیوال مرکز لخوا داره کېږي، یو خصوصي شرکت دی چې روسي ساینسپوه اوسوداګر، ډاکټر ایګور آشوربیلي، يې بنسټ ایښی دی.

پاریس کې دې پروژې د اعلانولو په غونډه کې هغه خبریالانو ته په ټوکه وویل تعجب به ونه کړي که خبري رسنۍ دې"د توغوندیو یو لیونی روسی ساینسپوه وبولي چې مطلق چټیات" وايي.

د انځور حقوق ASGARDIA
Image caption په زرګونو خلکو له وړاندې د دې هېواد د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي

د دې پروژې ووېبپاڼه وايي دا نوی هېواد به، چې نوم يې په اسمان کې د یوه ښار له نومه را اخیستل شوی چې د نورس په میټالوژۍ کې یاد شوی "یو خپلواکه پلټفورم وي چې د ځمکنیو هېوادونو په څېر قوانین او محدودیتونه به نه لرئ."

دا ډله ساینسپوهان وايي دا کار به په فضا کې د سوداګرۍ، ساینس او "د ځمکې د ټولو هېوادونو خلکو لپاره" نوي فرصتونه پرانیزي.

په ډله ییزه توګه تمویل شوی فضايي دولت

د دې نوي هېواد ملي سرود او بیرغ په اړه پرېکړې لپاره سیالۍ ترسره کېږي.

د لندن د انسټیټوټ د فضايي تګلارې او قانون د څانګې مدیر، پروفیسر سید مستشار، د دې نظريې په هکله شک څرګند کړ چې اسګارډیا به د نړیوال قانون له مخې په رسمیت وپېژندل شي.

هغه وویل "د بهرنۍ فضا تړون ... چې د ټولو لخوا منل شوی دی په څرګنده وايي چې هېڅ کوم دولت نشي کولای د بهرنۍ فضا کومه برخه یوازې د ځان لپاره خپله کړي،"

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې اسګارډیا به کومه خود مختاره سیمه نه وي، "اتباع" به يې پر ځمکه پاتې وي، د رسمیت پیژندل کېدو امکان يې ډېر لږ دی.

په اوسني وخت کې دا پروژه شخصا د ډاکټر آشوبیلي له خوا تمویل کېږي، خو دغې ډلې اعلان کړی چې له ډېرو خلکو به هم وغواړي چې په تمویلولو کې يې برخه واخلي.

تراوسه له ۵۰،۰۰۰ زیاتو خلکو د آنلاین له لارې په دې پروژه کې د "ګډون" کولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي.

پروفیسر مستشار وايي د تمویل دا ډله ییزه بڼه ښيي چې د ډلې بنسټ ایښودونکي "د سوداګرۍ کوم ريښتیانی باوري پلان نه لري."

ډاکټر آشوربیلي وايي له قانوني پلوه دی غواړي "په فضا کې یو نوی قضايي واقعیت" رامنځته کړي.

په یوې خپرې شوې وینا کې ویل شوي: "دا پروژه په فضا کې د ملکیت او هېواد جوړولو یو نوی چوکاټ رامنځته کوي، چې د مسولیت، شخصي ملکیت او سوداګرۍ په اړه به د بهرنۍ فضا اوسني قوانین عملي کوي او په دې توګه به د فضايي پلټنو د نوي عصر هدفونو سره سمون ولري،".

ورته مطالب