فېسبوک به چین کې د سانسورولو چاره کې 'مرسته وکړي'

مارک زوکربرګ د انځور حقوق AP
Image caption د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر شي جېنګ پنګ سره وکتل او د ماندارېن ژبې پر زده کولو یې خواري وښکله.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ټولنیزه شبکه فېسبوک داسې سافټ وېر باندې کار کړی چې کولی شي د فېسبوک ځانګړې برخې په چین کې سانسور کړي.

د فېسبوک اداره په دې هکله چې داسې کوم سافټ وېر دې یې جوړ کړی وي، څه نه وايي خو به یوې اعلامیې کې یې ویلي چې د چین د مطالعه کولو لپاره یې یو څه وخت لګولی دی.

ایا ټرمپ فېسبوک بریالی کړ؟

د فېسبوک نيم ميليار غړي

د فېسبوک یوې ویاندې ویلي چې په چین کې د فېسبوک د خدماتو په هکله کومه پرېکړه تراوسه نه ده شوې.

خو پر انلاین د خوندیتوب ځینې کمپنۍ وايي چې د فېسبوک د سانسورولو پروژه ښه نه ده. دوی د فېسبوک هغه کارکوونکی ستایلی چې دغه موضوع یې روښانه کړې ده.

د انځور حقوق AFP

خو نیویارک ټایمز د فېسبوک د همدې کارکوونکې له قوله لیکي دا سافټ وېر به هم لکه د ځینو نورو په څېر چې فېسبوک په تېر کې جوړ کړی هېڅکله ونه کارول شي.

په چین کې د فېسبوک یو اعشاره اته میلیارده فعال کاروونکي شته خو له ۲۰۰۹ کال راهیسې، دغلته د فېسبوک کارونې یوازینۍ لار د شخصي انټرنټي شبکو له خوا د یوه سافټ ویر په مټ ده چې د کاروونکي اصلي ځای نه ښي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فېسبوک مشر په دې وروستیو کې چین ته سفر کړی ؤ.

ډېر ځله فېسبوک هغه شیان له پاڼو لېرې کوي چې د چین حکومت یې د لېرې کولو غوښتنه وکړي.

په دې وروستیو کې د فېسبوک بنسټ اېښوودونکي مارک زوکربرګ له چینايي مشرانو سره هم لیده کاته درلود.

ویډیو د فېسبوک له لارې واده

فېسبوک ويډيو جوړوونکو ته پيسې ورکوي

اړونده مطالب