چین د اختراع د امتیاز ثبتولو کې پر امریکا مخکې شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر ډېره په چین کې هواوي شرکت د اختراع د امتیاز حق ثبتولو وړاندیزونه کړي

د فردي ملکیت د نړیوالې ټولنې د کلني راپور پربنسټ، له چین څخه د اختراع د امتیاز د حق ثبتولو لرلو له اړخه تر یو میلیون ډېر غوښتنلیکونه شوي، چې په دې سره یې پر امریکا ځان مخکې کړی دی.

یاد سازمان د اختراع د امتیاز حق ثبتولو دغه شمېره "استثیايي" بللې ده.

تر ډېره د ابتکار غوښتنې د اړیکو، محاسبې، ترانسپورت او طبي ټکنالوژۍ په برخو کې شوې دي.

د چین حکومت شرکتونه د اختراع د حق ثبتولو وړاندیز کولو ته هڅوي.

د چین اقتصاد په تېرو ۲۵ کلونو کې اوس ورو شوی

په ۲۰ کلونو کې د چین اقتصاد تر ټولو ټیټه کچه

چین کې صنعتي فعالیتونو وده کړې

خو ګڼ کارپوهان بیا شک لري چې ایا رښتیا هم چین تر نورو هېوادونو په ابتکار کې مخکښ دی.

د فردي ملکیت د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۱۵ کال په ټوله نړۍ کې د اختراع د حق ثبتولو ټول ټال ۲٫۹ میلیون غوښتنې شوې، چې د وړم کال په پرتله ۷٫۸ سلنه ډېروالی ښيي.

چین دا وړتیا لري چې دا شمېره لوړه کړي. یاد سازمان په ۲۰۱۵ کال په چین کې د اختراع د حق ثبتولو یو میلیون ۱۰۱ زره او ۸۶۴ وړاندیزونه ترلاسه کړي.

چین پر جاپان، جنوبي کوریا او امریکا ټولو اوس مخکې شوی دی.

خو چینايي مخترعین په بهر کې د خپلو اختراع ګانو د امتیاز ثبتولو کې تر ډېره محافظه کار پاتې شوي.

د اختراع د حق ثبتولو سازمان وايي، د چین هواوي او د ټیلیفون زي ټي اي شرکت تر نورو هغو د اخترا ثبتولو ډېر وړاندیزونه کړي.

له اټکل لږ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چینايي مخترعین بهر کې د اختراع د امتیاز حق ثبتولو کې محافظه کاري کوي

چین له تېرو کلونو راهیسې هڅه کوله چې د اختراع د امتیاز د حق ثبتولو کې لومړی مقام خپل کړي، چې دې کار یې په کور د ننه شرکتونه ډېر فعالیت ته هڅولي دي.

په چین کې د شخصي فکري ملکیت اړوند دفتر وړاندې ویلي وو، هوډ لري چې په ۲۰۱۵ کال کې د اختراع د امتیاز حق ثبتولو کچه دوو میلیونو ته لوړه کړي.

ورته مطالب