د هوا ککړتیا 'اروپاکې د کال نژدې ۵۰۰ زره خلک بې وخته وژني'

هند، ۲۰۱۶ د انځور حقوق EPA
Image caption د ککړتیا ضد ماسکونه د اروپا په ککړو ښارونو کې ډېر لیدل کېږي

د اروپايي چاپېریال ادارې (EEA) خبرداری ورکړی چې د هوا ککړتیا هرکال اروپا کې د نژدې ۴۶۷،۰۰۰ بې وخته مړینو لامل دی.

د ښاري سیموخلک په ځانګړي توګه په خطر کې دي، تقریباً ۸۵ سلنه خلک د ډېرو وړو زراتو(fine particulate matter (PM2.5)) خطرسره مخ دي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له نظره زیان رسوونکې کچې ته رسېدلي.

دا واړه زرات دومړه واړه دي چې نه بوی لري او نه په سترګو لیدل کېدی شي، خو ویجاړوونکی اغېز لري.

دا واړه زرات د زړه ناروغۍ، ساتنګي او د سږو سرطان رامنځته کولی شي او یایې د شدت لامل کېدی شي .

ستونزه څومره ستره ده؟

وضعه ډېره بده ده. په اروپايي ټولنې کې، پر کال ۲۰۱۳ تر ۴۳۰،۰۰۰ زیات خلک د هوا د همدغو وړو زراتو له امله بې وخته مړه شول.

د هوا د کیفیت په اړه د اروپايي چاپېریال ادارې د ۲۰۱۶ کال راپور وايي، نایتروجن داې اوکساید(NO2) زهرجن غاز چې د موټرو او مرکزګرمیو له اوبو ګرموونکو ماشینونو څخه راوځي، هرکال د ۷۱،۰۰۰ بې وخته مړینو برابر اغېز درلودلی دی.

-کابل کې ۵۰،۰۰۰ فعال جنراتورونو د هوا ککړتیا لا ډېره کړې-

ډیلی؛ د نړۍ په ۱۶ ښارونو کې تر ټولو د ککړې هوا ښار

د ځمکې د مخ اوزون غاز(O3) هم په اروپا کې هرکال له اټکل سره سم ۱۷،۰۰۰ کسان وژني.

د ځمکې د فضا د سټراټوسفیر د طبقې د ساتونکي اوزون پر خلاف، د ځمکې د مخ اوزون غاز زیان رسوونکی دی، دا غاز هغه وخت جوړېږي چې زیان رسوونکي غازونه لکه نایتروجن داې اوکساید د نورو ککړوونکو توکو سره یوځای شي او په ګرمې هوا یا لمرکې ''پاخه'' شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لندن په شان ښارونو کې د هوا ککړتیا ان په روغو کسانو کې د سږو د زیان سبب کېږي.

په اروپايي هېوادونو کې د هوا ډېر واړه زیان رسوونکي زرات(PM2.5) په بلغاریا، پولند او چک جمهوریت کې دي.

د اروپايي چاپېریال اداره وايي د پولند په شان هېوادونه چې د برېښنا د تولید ستره سرچینه یې د ډبرو سکاره دي، معمولاً د هوا د کیفیت ډېره ټیټه کچه لري.

پر کال ۲۰۱۳ د هوا د وړو زیان رسوونکو زراتو له پلوه بلغاریا د پنځو ډېرو ککړو اروپايي هېوادو په کتار کې تر ټولو ډېره ککړه وه. د دې هېواد د ډبرو سکرو د محلي کارخانو له امله د ناروغیو لګښت په کال کې تخمیناً ۴،۶ میلیارده یورو ته ورسېد.

ککړه هوا تر ایډز او ملریا ډېر خلک وژني

سینګاپور د هوا پر ککړتیا دوه شرکتونه پوښتي

چین وايي سفارتونه دې د هوا د ککړتیا چارې ودروي

په برتانیا کې، د هېواد اقتصاد لپاره د هوا د ککړتیا عمومي لګښت له ۲۰میلیاردو پونډو نه زیات دی چې د روغتیا وزارت د ۱۱۶ میلیارده پونډو کلنۍ بودیجې تقریبا ۱۶ سلنه کېږي.

له تخنیکي پلوه، له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۴ کال د اروپا د هوا کیفیت ښه شوی دی. د اروپايي چاپېریال ادارې تر څارنې لاندې سیموکې د یو بل ډول وړو ککړوونکو زراتو (PM10) کچه ۷۵ سلنه ټیټه شوې ده.

۲۰۰۶-۲۰۱۶ کې په منځنۍ توګه د PM2.5 کچه هم ټیټه شوه.

خو د اروپا د چاپېریال ادارې اجرايي مشر هانس برونینکس وايي'' بشري روغتیا او چاپېریال ته رسېدونکی زیان چې د منلو وړ نه دی'' تراوسه هم ډېر دی.

د برتانیا د ډاکترانو او د ماشومانو د روغتیا ټولنې وايي له کوره بهر د هوا ککړتیا په برتانیا کې هر کال د شاوخوا ۴۰،۰۰۰ بې وخته مړینو سره مرسته کوي.

د PM 2.5 زرات څه دي؟

  • د مادې واړه زرات یا PM2.5، یو ډول ډېر واړه ککړوونکي زرات دي چې غټوالی یې ۲،۵ مایکرونه (۰،۰۰۲۵ میلي متره) کېږي
  • دویم ډول زرات، PM10، نسبتاً غټ دي چې سور یې تر ۱۰ مایکرونو رسېږي.
  • ځینې یې په طبیعي توګه پیدا کېږي، د بېلګې په توګه د خاورو له توپانونو او د ځنګلونو له سوځېدو، نور یې د انساني صنعتي پروسو له امله
  • معمولا دا واړه زرات دومره وړې ټوټې لري چې سږو ته رسېدی شي، یا که لا ډېر واړه وي د وینې جریان ته هم ور تېرېدی شي
  • په سږو کې د PM2.5 راټولېدل د تنفسي ناروغیو او د سږو د زیان سبب کېدی شي

زیان یې څه دی؟

د مادې په وړو زراتوکې کېدی شي لوګی، د خاورو ګرد، ایرې، فلزات، نایترېټونه، سلفیټونه، اوبه او د موټرو د ټیرونو ربړ موجود وي.

دا واړه زرات کیدی شي د سږو ژورو ته ورشي، د تخریش او التهاب لامل شي او ځینې یې کېدی شي د وینې جریان ته ننوځي.

د زړه او سږو ناروغۍ معمولاً د ککړې هوا د تنفس کولو سره تړاو لري، خو ځیګر، توري، مرکزي عصبي سیستم، ماغزو او ان د نسل د تولید سیستم ته هم زیان رسولی شي

PM2.5 او PM10 د ناروغوونکو ویروسونو او مېکروبونو پر وړاندې د بدن حساسیت هم زیاتولی شي چې په کمزورو کسانو کې د سینه بغل سبب کېږي.

ماشومان د هوا د ککړتیا له امله لا ډېر ناروغه کېدی شي. یوې شپږکلنې لویې څېړنې موندلې هغه ماشومان چې د ښارونو په ډېرو ککړو سیمو کې ژوند کوي د سږو ظرفیت یې د نورمال حالت په پرتله ۱۰ سلنه کم وي، او دا زیان کېدی شي تلپاتی وي.

'د ښارونو ۸۰ سلنه اوسیدونکي ککړه هوا تنفس کوي'

-د هوا ککړتيا هر کال په نړيواله کچه له پنځو ميليونو ډېر کسان وژني-

د انځور حقوق EEA

آیا د اروپا هوا د نورو ځایونو پرتله ډېره ککړه ده؟

ښايي داسې نه وي. د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو ارقامو له مخې اوس د نړۍ له لسو، نهه اوسېدونکي ککړه هوا تنفس کوي.

اروپا د کور دننه د هوا د ککړتیا له امله لږه اغېزمنه شوې. د روغتیا نړیوال سازمان وايي د افریقا او جنوبي آسیا په ډېرو برخو کې یو ستر وژونکی دی.

ککړه هوا د مړینې سبب کېدای شي

نړۍ کې د اوبو د کمي په اړه اندېښنې

تقریبا ۳ میلیارده خلک تراوسه پورې د پخلي او د کور د ګرمولو لپاره د سون جامد توکي لکه لرګي یا د حیواناتو فاضله مواد کاروي، او هرکال ۴،۳ میلیونه کسان د هغو ناروغیو له امله بې وخته مړي چې '' د کورونو د هوا ککړتیا'' سره تړاو لري، زیاتره یې د مغزي حملو، زړه ناروغیو یا د سږو د ستونزو له امله مړه کېږي.

د هېوادونو په حساب ارقام ښيي چې ترکمنستان کې له کوره بهر هوا د ککړتیا له امله د مړینو کچه تر ټولو لوره ده.

تاجکستان، ازبکستان، افغانستان او مصر په پنځو لومړیو کې راځي.

د انځور حقوق World Health Organisation
Image caption په نړۍ کې د هوا ککړوونکو توکو د غلظت نقشه، د روغتیا نړیوال سازمان وايي دا تر ټولو دقیقه څېړنه ده چې تراوسه یې کړې ده

د روغتیا نړیوال سازمان ډاکتر کارلوس ډورا د اسوشییټډ پرېس خبري آژانس ته ویلي'' شتمن هېوادونه د هوا د کیفیت په ښه کولو کې ورځ تر بلې ورځ ښه کېږي''

'' بې وزلي هېوادونه د ورځې په تېرېدو خرابېږي. دا یو عمومي بهیر دی.''

اروپا د شمالي امریکا پرتله وروسته پاتې ده، زیاتره له دې امله چې د سون لپاره ډیزلي مواد ډېر کاروي او په کرهنې کې داسې کارونه کوي چې د امونیا او میتان غازونه تولیدوي.

په چین کې د هوا د ککړتیا له امله د مړینو کچه په شپږمه درجه کې راځي، نسبتا یو شتمن هېواد دی، خو ښارونه یې له لوګي او غباره ډک دي او د صنعتي سرچینو له امله یې هوا ککړه شوې ده.

په وروستیو میاشتو کې له هنده د هوا د لوګي او غبار په اړه خوشینوونکي راپورونه ورکړل شوي. د هندوانو د مذهبي جشن، دیوالي، د لمانځلو مراسمو په وخت کې د اورلوبو د لوګیو له امله په ډیلي کې د PM2.5 زراتو کچه تر هغې اندازې چې د روغتیا نړیوال سازمان یې خوندي بولي، ۹۰ ځله زیاته شوه.

زهرجنه هوا په هند کې د بې وخته مړینو یو مهم عامل دی، هلته هرکال ۶۲۰،۰۰۰ کسان د هوا د ککړتیا سره تړلو ناروغیو له امله مړه کېږي.

افغانستان، چاپېرېال ساتنه او ننګونې ېې