مینه د ماشومانو په ذهني وده کې مرسته کوي

د انځور حقوق CAMBRIDGE UNIVERSITY
Image caption له ماشومانو سره په ماشومانه انداز او سندریز غږ خبرې د دوی ذهني وده زیاتوي.

د برتانیا د کمبرېج پوهنتون څېړونکي وايي، ماشومان هغه وخت ډېر څه زدکولی شي، چې د مغز څپې یې د مور او پلار سره همغږي ولري.

د یوې څېړنې له مخې د مور پلار په ماشومانه خبرو او نظمونو باندې هم د ماشومانو سر ژر خلاصېږي او دغه چاره یې د مغز په وده کې مرسته کوي.

د څېړونکو په خبره، ماشومان د مغزي تړاو لپاره دې احساس ته اړتیا لري چې مینه ور سره کېږي او خوندي دي، په دغه احساس بیا دوی له مغز سره ښه اړیکه پیدا کوي او په ښه ډول زدکړې کولی شي.

په کمبرېج پوهنتون کې د ماشومانو د مغز د سکېن کولو د یوه پلان له مخې دا نتیجه ترلاسه شوې ده.

* ماشوم ميلياردران

* د سبا ماشوم روزل

* د ماشوم روزنه او پالنه

یو نوزېږي ته نړۍ د ډېرو منظرو، غږونو او معلوماتو ټولګه وي، خو وروسته ورو ورو د شیانو بېلول پیل کړي.

ماشومان ژر مخونه او غږونه پېژندل پیل کړي او په راتلونکو میاشتو کې دا زده کړي چې څنګه وخوځيږي، ژبه زدکړه کړي او شاوخوا شیان حس کړي.

د څېړنې لومړنۍ پایلې ښيي، چې کله د مور او ماشوم د ذهن ترمنځ مطابقت نه وي، نو کوچنی لږ زدکړه کولی شي، خو کله چې د دواړو مغزونو ترمنځ مطابقت وي، نو د ماشوم یاد ډېر ښه کار کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر مور سربېره که پلار او یا د کورنۍ نور لویان هم له ماشوم سره خوږې خبرې کوي، نو د هغه ذهني وده زیاتېږي.

د دې څېړنې مشره ډاکتره ویکټوریا لیونګ وايي، کله چې مور ماشوم ته په سندریز غږ خبرې کوي، دی ښه زدکړه کولی شي.

د هغې په خبره، د ماشومانو د ذهني ودې لپاره غوره لار دا ده چې میندې ور سره په سندریز غږ خبرې وکړي.

" دا عجیبه خبره ښکاري، خو ماشومان دا خوښوي چې مور یې د لویانو په څېر د خبرو په ځای له دوی سره په سندریز غږ خبرې وکړي".

نوموړې زیاتوي، کله چې مور په سندریز غږ خبرې ورته کوي، نو ماشوم یې ډېرې ښې اوري، ډېر پام ور اړوي او څومره چې یو ماشوم د مینې خبرې اوري، نو هغه ډېره ښه ژبه زدکولی شي.

* لويديځ کې د ماشوم روزنه

* جرمني کې افغان ماشوم روزل

* یو باز د ماشوم وړلو هڅه کړې

ډاکتره ویکټوریا لیونګ وايي، پر مور سربېره که پلار او د کورنۍ نور لویان هم په دغه انداز له ماشومانو سره خبرې کوي، نو کوچیان ډېر څه زدکولی شي.

د نوموړې څېړنډله دا هم وايي، که د ماشومانو سترګو ته وکتل شي او خبرې ور سره وشي، نو دوی خورا ډېر ښه غبرګون ښيي.

د دوی په باور، هغه میندې چې له ماشونو سره سترګې په سترګو خبرې کوي او سندرې وايي، ماشومان یې په زدکړه کې ډېر ښه وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې د ماشوم سترګو ته کتل کېږي او خبرې ور سره کېږي، نو هغه لا ډېر ښه غبرګون ښيي.