جاپان د نړۍ تر ټولو چټک سوپر کمپیوټر جوړوي

د انځور حقوق JACK DONGARRA, SUNWAY TAIHULIGHT SYSTEM REPORT
Image caption جاپان هیله لري چې د دغه کمپیوټر چټکتیا به د ۱۳۰ پیټافلاپ ته ورسېږي او د چین له سنوې تیهولایټ سوپر کمپیوټر، چې دا مهال د نړۍ تر ټولو چټک کمپیوټر دی، مخکې شي.

جاپان د ۲۰۱۷ کال تر پایه په نړیواله کچه تر ټولو د چټک سوپر کمپیوټر جوړولو د پروژې پیلولو هوډ کړی دی.

دغه هېواد ویلي، په پام کې لري چې د AIBC په نامه ددغه کمپیوټر پر لګولو ۱۹٫۵ میلیارد ین (چې ۱۷۳ میلیون ډالر کېږي) ولګوي.

د کمپیوټر بشپړ نوم AI Bridging Cloud ښودل شوی.

چین د نړۍ تر ټولو تیز کمپویټر جوړوي

جاپان هیله لري چې د دغه کمپیوټر چټکتیا به د ۱۳۰ پیټافلاپ ته ورسېږي او د چین له سنوې تیهولایټ سوپر کمپیوټر، چې دا مهال د نړۍ تر ټولو چټک کمپیوټر دی، مخکې شي.

له دغه کمپیوټر به لومړی په طبي څېړنو کې ګټه اخیستل کېږي او بیا به د بې چلوونکو ګاډو او نورو روباتونو د کنټرول چارې مخته وړي.

یو "پیټافلاپ" په یوه ثانیه کې د floating point operation له زر ټریلیون عملیاتو سره برابر دی.

د علومو او ټکنالوژۍ د پرمختللي انستېتیوت مشر ساتوشي سیکیګوچي، چې د یاد کمپیوټر د جوړولو د پروژې مشري هم کوي، وايي: "تر هغه ځایه چې موږ پوهېږو، په دې چټکتیا او توان سره هېڅ کوم څه نه شته."

تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې کمپیوټر کې به کوم ډول پروسسر لګول کېږي. چین هوډ کړی چې د سنوې تیهولایټ لپاره خپل چیپونه جوړ کړي.

د جاپان دولت هیله لري چې دغه کمپیوټرونه د امریکا په شرکتونو کې هم کارنده ثابت شي.

اړونده مطالب