بي خوبي برتانیا ته د کال ۴۰ میلیارد پونډه تاوان رسوي

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption کوم کسان چې له شپږو ساعتونو کم خوب لري له هغو کسانو ۱۳ سلنه ډېر د مرګ له خطر سره مخ کېدلی شي چې د اوو او نهو ساعتونو ترمنځ خوب کوي.

یوه نوې څېړنه وايي، له خوب بې برخې کارکوونکي د برتانیا اقتصاد ته په کال کې څلوېښت میلیارد پونډه زیان اړوي او د مرګ لوی خطر پېښوي.

دا محاسبه د هغو ستړو کارګرو له مطالعې شوی چې لږ کار کوي او یا هم له کار ناسوب دي.

د رنډ یوروپ په نوم د څېړنې شرکت د ۶۲ زره کسانو معلومات کارولي او وايي، دا زیان د ۱،۸۶ سلنه اقتصادي ودې سره برابر دی.

* ایا ډېر خوب د کار لپاره ښه دی؟

* رښتیا، آیا تاسو څو ساعته خوب ته اړتیا لرئ؟

* ''د ورځې ډېر خوب د شکرې ناروغۍ نښه کېدای شي''

د بې خوبۍ تر ټولو لوی اغېز پر روغتیا ده، هغه کسان چې د شپې له شپږو ساعتونو لږ خوب کوي تر هغو خلکو ۱۳ سلنه ډېر د مړینې له خطر سره مخ کېدلی شي چې د نهو او اوو ساعتونو ترمنځ خوب کوي.

په دې څېړنه کې په برتانیا، متحده ایالتونو، کاناډا، جرمني او جاپان کې د کم خوبۍ اقتصادي تاوان اروزل شوی دی.

که څه هم په برتانیا کې د ستړو کارګرو د اقتصادي تاوان اغېز بد خبر دی، خو تر متحده ایالتونو او جاپان په دې برخه کې ښه دی، ځکه دغه هېوادونه د کم خوب له امله لا ډېرې کاري ورځې له لاسه ور کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړونکي وايي، بې خوبي یواځې د یو کس روغتیا ته نه بلکې د ملت اقتصاد ته تاوان رسوي.

په هېوادونو کې د بې خوبۍ تاوان

  • امریکا په کال کې ۱،۲ میلیون کاري ورځې له لاسه ور کوي چې ۴۱۱ میلیارد ډالره تاوان ورته لري او دا تاوان له ۲،۲۸ سلنه ناخالص ملي تولید سره برابر دی.
  • جاپان په کال کې شپږ لکه کاري ورځې له لاسه ور کوي چې ۱۳۸ میلیارده ډالره تاوان ور اړوي او د ۲،۹۲ سلنه کورني ناخالص تولید سره برابر دی.
  • برتانیا دوه لکه کاري ورځې په کال کې له لاسه ور کوي چې ۴۰ میلیارد ډالره پونډه ور ته رسوي او د ۱،۵۶ ناخالص ملي تولید سره برابر دی.
  • جرمني په کال کې دوه لکه کاري ورځې له لاسه ور کوي چې ۶۰ میلیارده ډالره تاوان ورته رسوي او دا تاوان یې د ناخالص ملي تولید له ۱،۵۶ سلنې سره برابر دی.
  • کاناډا په کال کې اتیا زره کاري ورځې بایلي، چې ۲۱،۴ میلیارد ډالره تاوان ورته رسوي او د ۱،۲۵ سنله کورني ناحالص ملي توليد معادل دی.
  • د دې څېړنې له مخې د مناسب خوب اندازه هره شپه د اوو او نهو ساعتونو ترمنځ اټکل شوې ده.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړونکو له کارګرو غوښتي چې د خوب زیاتولو لپاره هره ورځ ورزش او د خوب زیاتولو نورې هڅې وکړي.

په رپوټ کې پر کار ور کوونکو غږ شوی چې د خوب اهمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي، له دوی یې غوښتنه کړې چې ځانګړې خوبخونې جوړې کړي.

له دوی غواړي چې خپل کارګر له کاري ساعتونو وروسته د برېښنايي وسیلو "له ډېر کارولو" هم وغړوي.

له کارگرو هم غوښتنه شوې چې هره ورځ په یو وخت پاڅېږي او د خوب زیاتولو لپاره د ورځې په اوږدو کې تمرین یا ورزش وکړي.

* خوب سره د تړلو ناروغيو درملنې کې تازه پرمختګ

* ځینې کسان ولې خوب کې د ناڅاپي لوېدو احساس کوي؟

* الکترونیکي مطالعه "خوب او روغتیا ته زیان رسوي"

د رنډ یوروپ شرکت کې د څېړنډلې مشر او د رپوټ اصلي لیکوال مارکو هافنر وايي: "د بې خوبۍ اغېز خورا ډېر دی. کم خوب یواځې د یو کس روغتیا نه اغېزمنوي، بلکې د ملت پر اقتصاد هم څرګند اغېز کوي".

د ښاغلي هافنر په خبره، لږ بدلون ډېر توپیر رامنځ ته کولی شي.

نوموړی زیاتوي، که په برتانیا کې اوس خوب په شپه کې له شپږو ساعتونو کم وي او د شپږو او اوو ساعتونو ترمنځ شي، نو دا به د برتانیا اقتصاد ته ۲۴ میلیارد پونډه ګټه ولري.