د ځمکې تودوخه وروستي برید ته رسېدونکې ده

د انځور حقوق AP
Image caption ساینسپوهان وايي، له ځمکې ډېر کاربون وتل د لا ډېر کاربونو وتلو ته لار برابروي.

ساینسپوهان خبرداری ور کوي چې لا ګرمه نړۍ به خورا ډېر کاربون اتموسفیر ته استوي او له امله به یې ډېر خطرناک اقلیمي بدلون رامنځ ته شي.

دوی وايي، د ځمکې یو سانتي ګراد یا ۱،۸ فارنهایټ درجې ګرمېدل به تر ۲۰۵۰ کال پورې اتموسفیر ته ۵۵ میلیارد ټنه کاربون واستوي.

دا به د سیارې اقلیمي جوړښت داسې ټکي ته ورسوي چې بېرته ستنېدل به یې ناشوني وي.

په پخوانیو ارزونو کې د کاربون د شمېر په هکله څه نه و ویل شوي، خو اوس د ساینسپوهانو نړیوالې ډلې ویلي، په ځمکه کې د کاربون زېرمې هم ککړې شوې دي.

* توپانونه د اقلیم بدلون راوستي

* "۲۰۱۶ کال ښايي تر ټولو ډېر تود کال شي"

* د اقلیم بدلون: هېوادونه به له ټرمپ پرته خپل پلان پرمخ بیايي

دوی خبرداری ور کوي چې د نړۍ په ګرمېدلو سره په خاوره کې استوګن ژوي لکه چنچي به لا ډېر کارند شي، په پایله کې به اتموسفیر ته ډېر کاربون استول کېږي، چې ور سره به تودوخه لا ډېره زیاتېږي.

د پوهانو د ډلې مشر تومس کراوتر چې دا مهال د نیدرلېنډ چاپېریال انستیتیوت کې دی وايي، په داسې پېښېدلو سره وېره شته چې پایلې به یې د ډېر او لا ډېر وخت لپاره وي.

" په تېرو دوو یا دریو لسیزو کې په زرګونو ورته څېړنې شوې او د دې معلومولو هڅه یې کړې چې د کاربون وتل د تودوخې زیاتېدلو یا کمېدلو سره اړیکي لري او که نه".

د انځور حقوق .
Image caption د خاوري لاندي کوچنیو ژویو لکه چنجیو او نورو فعالیت د ډېر کاربن د وتلو لامل کېږي.

ډېر تاوان

ډاکتر کراوتر وايي، د اتموسفیر او سیارې د خاورې ترمنځ د کاربون تبادله به د اقلیمي بدلون راتلونکي ته ډېر او پاموړ متفاوت جوړښت ور کړي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: " زموږ مطالعه په خپل ډول کې لومړنۍ ده، چې د نړیوال لرلید او د بدلون نقشه مو جوړه کړه او د دې وړ شوو چې ووایو په دې برخو کې به لوی زیان وي او په داسې کولو سره به دا لاسته راوړنې ولرو. د دې تګلارې په کارولو سره موږ د ټول زیان ښه انځور وړاندې کولی او دا ښودلی شو چې تاوان خورا ډېر دی".

* چاپېريال ورځ تر بلې ککړېږي

* پر امریکا به د وچکالۍ کمسارې څپه راشي

* 'د تودوخې ډېرېدل ۱۰۰ میلیون نور وګړي بې وزله کولی شي'

دې پوهانو د نړۍ له ۲۹ برخو د ۲۰ کلونو د څېړنو او مطالعې معلومات کارولي او له مخې یې وايي، چې که اوسنی وضعیت روان وي نو اتموسفیر ته به کاربون لېږد تر ۲۰۵۰ کال ۵۵ میلیارد ټنو ته ورسېږي.

ډاکټر کراوتر وايي، کاربون له خاورې را پورته کېږي او ډېره تودوخه پیدا کوي، چې له امله یې له خاورې لا ډېر نور کاربون راوځي او دغه کړۍ پسې پیاوړې کېږي.

د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره لویه هڅه د پاریس تړون و، چې د تېر کال په ډیسمبر کې لاسلیک شو..

په هغه سرمشریزه کې ملتونه په دې سلا شول چې ځمکه تر دوه سانتي ګراد ډېره ګرمېدلو ته پرې نه ږدي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاریس تړون کې ملتونو ژمنه وکړه چې د ځمکې تودوخه به تر ۲ سانتي ګراد ډېره ګرمېدلو ته نه پرېږدي.