فکرلارې: له ايچ ای وي ويروس ځان ساتنه او له اېډز ناروغانو سره مرسته
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: له اېچ آى وي ځان ساتنه او د ايډز ناروغانو سره مرسته

څلور دېرش کاله وړاندې د اېچ ای وي ويروس په نړۍ کې خپور شو چي تر اوسه يې په ټوله نړۍ کې ۳۵ ميليونه خلک وژلي دي.

ملگرى ملتونه وايي، غواړي په راتلونکو ١٥ کلونو کي د دغه ناروغۍ ريښې د ېوې وبا په توگه له منځه يوسي.

اټکل کېږى چې په افغانستان کې څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه په دې ويروس اخته دي خو دغه شمېر په پاکستان کي ۱۰۰ زرو ته نژدې دی.

پوښته دا ده چي په دواړو هېوادونو کې هغه خلک چي په دغه وژونکې ناروغۍ اخته دي د مرستې غوښته کوي؟

که غوښتنه وکړي د مرستې څوک شته؟

کورنۍ يې څه کولی شي او څه ډول کره کولی شى چي نورو ته ناروغي خپره نه شي؟

ميلمانه راسره په کابل سټوډيو کې ادريس چې د اېډز ناروغي لري او اوس په دې برخه کې له نورو سره مرسته کوي. په پېښور کې د بشري حقونو فعاله ثنا اعجاز او په لندن کې ډاکتر خسرو سنګروال دي.