د شمېر ډېر کموالي سره، زرافې د لمنځه تللو ګواښ سره مخ دي

دوه زرافې د انځور حقوق IUCN
Image caption د زرافو شمېر کمېدو بېلابېل لاملونه یاد شوي چې په هغې کې د افریقا په بېلابېلو سیمو کې د انسانانو نفوس ډېروالی او کورنۍ جګړې شاملې دي

په تېرو درېیو لسیزو کې د زرافو شمېر کې د پام وړ کموالي سره، د ځمکې دغه دنګ تي لرونکی حیوان د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دی.

په داسې حال کې چې په ۱۹۸۵ کال کې له ۱۵۰ زرو ډېرې زرافې شمېرل شوې وې، په ۲۰۱۵ کال کې (تېر کال) ددوی شمېر ۹۷ زرو ته راټیټ شوی دی.

د طبیعت ساتنې نړیوالې ټولنې تراوسه د زرافو وضعیت د لمنځه تللو په پرتله د "لږې اندېښنې وړ" ډله راوستی و، خو په نوي راپور کې چې د لمنځه تللو ګواښ سره مخ حیواناتو "سور نوملړ" یې خپور کړی، زرافه پکې د "زیانمنونکي" ځناور په ډله کې راغلې چې په تېرو درېیو نسلونو کې یې شمېر ۳۰ سلنه کم شوی دی.

ددغو حیوانانو چې د افریقا لویې وچې سبمول بلل کېږي د پام وړ کموالي لامل یې د هغوی د ژوند اقلیم لمنځه تلل؛ ناقانونه ښکار او د افریقا په بېلابېلو سیمو کې کورنۍ جګړې بلل شوي دي.

د طبیعت ساتنې نړیوالې ټولنې یوه چارواکي دوکتور جولیان فېنسي بي بي سي ته وویل: "زرافې په چوپتیا سره لمنځه ځي. په داسې حال کې چې ټول پام کرګدن او فیلانو ته اوښتی، د هغوی د شمېر له کمېدو بېخبره پاتې یو."

سره له دې؛ د طبیعت ساتنې نړیوالې ټولنې د راپور له مخې چې د زرافو شمېر خطرناک کمېدو خبره پکې شوې، د سوېلي افریقا په ځینو سیمو کې ددغې دنګې ونې لرونکي حیوان شمېر ډېر شوی دی.

د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د انسانانو نفوس ډېرېدو چې اټکل کېږي تر ۲۰۵۰ کال پورې تر ۹ میلیاردو واوړي، د ښارونو پراختیا او د وحشي ژوو د ژوند اقلیم لمنځه تللو لامل شوې خو په ورته وخت کې د طبیعت ساتنې نړیوالې ټولنې ددغې چارواکې په وینا، د افریقا بېلابېلو سیمو کې ناارامۍ او کورنۍ جګړې هم د زرافو ښکار خطر ډېر کړی دی.

دوکتور جولیان فېنسي وایي: "د جګړې پرمهال د زرافو غذایي ارزښت څو برابره کېږي، ځکه چې د یوه ښکار یې کولی شي د ډېرو کسانو خېټه مړه کړي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د زرافو غټ او لوړ بدن له امله ښکاریان په اسانه کولی هغوی ښکار کړي