فیسبوک د شخصي معلوماتو خپرولو له کبله ۳۰۰۰ پونډه جریمه شو

د انځور حقوق PACEMAKER
Image caption د یاد سړي نوم جې ۲۰ ښودل شوی، چې د ۲۰۱۲ کال ډسمبر میاشت کې یې د بلفاسډ سیټي هال کې د بریتانیا د یووالي بیرغ لېږداوه.

فسبوک کمپنۍ د يوه کس د شخصي معلوماتو د خپرولو په خاطر ۳۰۰۰ پونډه جريمه شوه.

د انګلستان د سترې محکمې يوه قاضي ويلي، دغې ټولنيزې شبکې له شخصي معلوماتو ناوړه ګټه اخیستې ده.

پر دغه کس په يو لړ مراسمو کې د بريتانيا د يووالي بیرغ د لېږدولو له امله د فېسبوک کاروونکو تمرکز کړی و او هغه ته ګڼې سپکې سپورې ويل شوې وې.

دغه کس د فېسبوک پر وړاندې قانوني ګام پورته کړ او ثابته يې کړه چې د شخصي معلوماتو خپرېدل يې پر هغه ملامتي وه.

شرم، د فیسبوک په پېر کې ځورول او ګواښل

شرم؛ افغانه نجلۍ: راته یې وویل فیسبوک کې به دې رسوا کړم

د یاد سړي نوم جې ۲۰ ښودل شوی، چې د ۲۰۱۲ کال ډسمبر میاشت کې یې د بلفاسډ سیټي هال کې د بریتانیا د یووالي بیرغ لېږداوه.

د ۲۰۱۳ سپټمبر میاشت کې، په یوه صفحه کې د یوه سړي داسې عکس خپور شو، چې د بیرغ مخې ته ولاړ دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سړي په اړه د فیسبوک کاروونکو له خوا ځینې تبصرې او تورونه تر انځور لاندې لیکل شوي وو.

د سړي په اړه د فیسبوک کاروونکو له خوا ځینې تبصرې او تورونه تر انځور لاندې لیکل شوي وو.

د فیسبوک په اړه د نوموړي په ادعا کې، سړي ته سپکې سپورې وویل شوې، وګواښل شو او له شخصي معلوماتو په ناوړه ګټې اخیستو تورن شو.

د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره فیسبوک پراخ پلان لري

اړونده مطالب

ورته مطالب