د پراسټېټ سرطان لومړيو مرحلو لپاره درملنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پراسټېټ سرطان لومړيو مرحلو لپاره درملنه

بریتانیا کې جراحي ډاکترانو د پراسټېټ سرطان د لومړيو مرحلو لپاره یوه نوې درملنه موندلې ده چې ډېره ګټوره یې بولي. دې درملنه کې د لېزر وړانګې او د سمندره له تله بکټریا کارول کېږي.

ډاکتران وايي دغه درملنه کولی شي بې له دې چې منفي اغېز ولري ټومر له منځه یوسي. د دې درملنې په ازمېښتي دوره کې ۴۰۰ سړیانو برخه اخیستې وه.