ای فون ۱۰ کلنۍ کې: ځیرک ټلېفون څنګه دومره ځیرک شو؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption له اینټرنېټ پرته ځیرک ټلیفون کوم ارزښت نه لري.

د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ پر ۹ خورا اغېزناک کاروباري شخصیت سټیو جابز د یو نوي ملفون( مبایل ټلېفون) د وړاندې کولو اعلان وکړ، چې وروسته د نړۍ تاریخ کې تر ټولو ډېر ګټور تولید شو.

دا ای فون و- ای فون په ډېرو لارو سره نوی اقتصاد معرفي کړ.

د دې ځیرک ټلیفون پر دومره ګټور توب سربېره په نړۍ کې دوه یا درې کمپنۍ دومره عاید ترلاسه کوي چې ایپل یې یواځې له ای فون ترلاسه کوي.

* اپل نن نوی ای فون بازار ته وړاندې کوي

* د ای فون سيري سيستم يو ځوان له مرګه وژغوره

دا حقیقت دی چې دغه تولید څو نورو پنځونو ته لار برابره کړه: سمارټ فون- ای فون او د دوی جوړونکی د یو داسې تولید استازي کوي چې لس کاله مخکې نه و، خو اوس د خلکو د اړتیا وړ څیز دی- ای فون په پوستکالي(سافټ ویر) سره د موسیقۍ او اعلانونو د بازار بڼه هم بدله کړه.

دا برسېرن حقیقت دی، خو اوس یې که په ځیرتیا سره جاجوې، نو له هیښوونکې کیسې سره مخ کېږې، موږ یې ویاړ سټیو جابز او په اېپل کې نورو شخصیتونو ته ور کوو: لکه د هغه پخوانی شریک سټیو وزنیک، د هغه ځایناستی ټایک کوک، د هغه خیالي پلانوونکي سر جاني ایو، خو په دې کیسه کې ځینې مهم لوبغاړي هېر شوي دي.

تاسو له ځان وپوښتئ: ای فون په څه شي سره ای فون شو؟ د ده ښکلی ډیزاین، پوستکالي یا سخت کالي(سافټ ویر او هارډ ویر) یې. خو د ښکارېدونکې بڼې تر شا یې څه نورې خبرې هم شته چې د دې او نورو ټولو سمارټ فونونو جوړېدنګ یې شونی کړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سټو جابز د ای فون په جوړولو کې بنسټیز رول نه لري.

اقتصادپوهه ماریانا مزوکیټو په ځیرکو ټلیفونونو کې کارېدلې ۱۲ ډوله ټیکنالوجي په نښه کړې ده، چې په دې برخه کې یې حکومتونو په تېره امریکا ډېر ملاتړ کړی دی.

۱ ـ کوچني مایکرو پروسیسرز، ۲ - میموري چېپس، ۳ - هارډ ډرایورز، ۴ - اوبلن کرېسټل ډیسپلې، ۵ ـ په لیتیم ولاړې بېټرۍ دا یې سخت کالي یا هارډ ویر دي.

ورپسې شبکې او پوستکالي دي. ۶ ـ هغه وسیله چې انالاګ په ډیجیټل سیګنال بدلوي. ۷ - انټرنېټ دی، له نېټ پرته ځیرک ټلیفون ځیرک نه دی.

۸ - اېچ ټي ټي پي او اېچ ټي اېم اېل، د نړیجال یا نړیوال پراخ جال کاروونکې ژبې او پروتوکولونه دي. ۹ - سیلولر شبکې، ۱۰ - جي پي اېس یا نړیوال ځای جوړښت، ۱۱ - لمسېدونې پرده، ۱۲ - د پټې مصنوعي ځیرکتیا پروګرام.

* سامسنګ دوه نوي ځیرک ټیلیفونونه وړاندې کوي

* د اپل فعالیت سیسټم کې نیمګړتیاوې معلومې شوې

دا ټولې ټیکنالوجۍ د ای فون یا بل ځیرک ټلیفون د تیارولو لپاره مهم توکي او ډېر کارند دي. په دوی کې ځینې که مهم هم نه وي، خو چاره ترې نشته.

خو کله چې ماریانا مزوکیټو د دې ټیکنالوجیو نوملړ جوړ کړ او بیا یې د دوی تاریخ ته کتنه وکړه، نو له ځنیې هیښوونکو خبرو سره مخ شوه.

د ای فون په جوړولو کې سټیو جابز بنسټیز رول نه درلود، دا تره سام یا حکومتونه په ځانګړي ډول د امریکا حکومت و، د ټولو ۱۲ ټیکنالوجیو په تیارولو کې یې ښکاره مرسته کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ای فون پلانوونکی سر جوني ایو.

په دې کې ځینې مسلې روښانه دي، ډېر خلک پوهېږي لکه نړیجال یا ورلډ وایډ وېب د خپل شتون له امله د سر ټایم برنرز لي احسانمن دی. هغه پوستکالي اینجینر و او جنیوا کې یې د اروپايي هېوادونو پر مالي ملاتړ چلېدونکي د عملي فزیک څېړنیز مرکز (سرن) کې دنده درلوده.

پر دې سربېره انټرنېت هم له ارپنېټ پیل شوی، چې په ۱۹۶۰ کلونو کې د امریکا دفاع وزارت په مرسته د کمپیوټرونو ترمنځ د شبکې جوړولو پروګرام و. جي پي اېس هم بې شکه یوه پوځي ټیکنالوجي وه، چې په سړه جګړه کې کارول کېده او په ۱۹۸۰ کلونو کې عامو وګړو ته هم ترې د کار اخیستلو چانس په لاس ورغی.

نورې بېلګې ډېرې مشهورې نه دي، خو اهمیت یې کم نه دی.

* په پښتو ژبه د موبایل وړیا اپلېکېشنونه

* موبایل د خپل څښتن په روغتیا او نورو رازونو پوهېږي

د هرې ټیکنالوجۍ په جوړولو کې ساینسي پوهې او د خصوصي سیکتور کاروباري خلکو خپل رول لوبولی، خو په دې کې د حکومتونو په تېره د امریکا حکومتي ادارو او پوځ هم مالي مرسته کړې ده.

بې شکه امریکايي پوځ ای فون نه دی جوړ کړی، سرن هم فیسبوک یا ګوګل نه دی پنځولی، خو دا ټیکنالوجۍ چې ډېر خلک پرې ولاړ دي او خصوصي سیکتور یې د سوداګریزو موخو لپاره کاروي، دوی وړاندې کړې دي، مګر د حکومتونو مالي مرسته هم پکې ده.

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption د لسمېدونې پردې ټیکنالوجي د ټابلېت کمپیوټر پرمختګ ته لار جوړه کړه.