د ښکاري پړانګانو نسل ورکېدو ته نژدې شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښکاري پړانګان د له منځه تلو ګواښ سره مخ دي

یوې څېړنې ښودلې چې په وروستیو کلونو کې د ښکاري پړانګانو نسل ورکېدو ته نژدې شوی دی. راپور وايي، دامهال د ځمکې پرسر د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نژدې ۷۱۰۰ پړانګان شته.

څېړنه وايي، د ځمکې له مخه د تي لرونکو حیواناتو د نسل ورکېدو ګڼ لاملونه دي، چې ستر لامل یې د خوندي ملي پارکونو بهر هغوی ته د هوسا ژوند نه برابرېدل دي او بل دا چې له انسانانو سره یې پرله پسې شخړه ده.

ډیلي مېل: بدخشان کې د واورې پړانګان په ډېرېدو دی

د طبیعي ژوند عکاسي: د انځر لپاره د بیزو لټون جایزه وګټله

د هند یوه ژوبڼ کې پړانګ زده کونکی وژلی

د څېړنې چمتو کوونکو سپارښتنه کړې ده که د تي لرونکو حیواناتو ژوند ته پام ونه شي، ډېر ژر به یې نسل د ځمکې پرسر ختم شي.

د اسیايي پړانګ الونیه کېدل

نوې څېړنه وايي، په وچه کې ډېری پړانګان د افریقا په شپږو جنوبي هېوادونو کې اوسېږي.

وايي خال لرونکي پړانګان له اسیايي هېوادونو بیخي په ورکېدا دي، خو یوازې ایران کې نژدې ۵۰ پړانګان شته.

د انځور حقوق ZSL
Image caption د پړانګ د بچیانو خرڅلاو غوښتنې په خلیجي هېوادونو کې ډېرې شوې چې د دوی د نسل ورکېدا یو لامل ګرځېدلی

دا چې پړانګان تر نورو ښکاري حیواناتو ډېره غوښه خوري، دوی د غوښې موندلو لپاره له خپلو استوګنځیو ډېر لیرې سفرونه کوي.

د دوی د نسل ۷۷ سلنه پړانګان له ملي پارکونو او ځنګلونو بهر وځي.

خو بهر کې یې له بزګرانو سره شخړه په ډېرېدو ده، ځکه نو بزګران یې ښکار کولو ته مخه کوي.

هند کې د تږي پړانګ سر پنځه ساعته لوښي کې نښتی و

عایشه له ۲۷۰ رنګارنګ حیواناتو سره اوسېږي

له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې زیمبابوې کې د پړانګانو شمېر له ۱۲۰۰ نه ۱۷۰ ته راټیټ شوی، دا ځکه چې هلته ډېری ځنګلي او حیواناتو ته ځانګړې شوې ځمکې د انسانانو په تصرف کې راغلې دي.

پړانګان د خرڅلاو لپاره

د پړانګانو د ساتنې اړوندې مؤسسې د راپور له مخې، په تور بازار کې د خرڅېډونکو پړانګانو او د هغوی د بچیانو شمېر لسګونو زرو ته رسېږي.

دغه مؤسسه وايي، په تېرو لسو کلونو کې تر ۱۲۰۰ ډېر د پړانګ بچیان په ناقانونه توګه له افریقا نه بهر ته قاچاق شوي، خو وايي ۸۵ سلنه یې د لېږد پرمهال له مرګوني حالت سره مخامخ شوي.

د انځور حقوق ZSL
Image caption د پړانګانو د نسل ساتنې لپاره هغوی ته جوړ شوي ملي پارکونه او خوندي ځایونه کافي نه دي

اړونده مطالب