له سایبر بریدونو د بیلونګړي بریدونه ډېر خطرناک دي

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption بیلونګړۍ یا بیلونګړۍ د مږې له کورنۍ دی او پر ونو هم پورته کېږي.

د یوه امنیتپوه (امنیتي کارپوه) په خبره، په نړۍ کې بېخ بناوو ته دښمن هېواد یا ډله دومره خطرناک نه دي لکه خځندو چې ډېر ګواښ ور پېښ کړی دی.

کرس ټامس له ۲۰۱۳ کال راهیسې د برېښنا پرچاوونکو یا د برېښنا تارونو د پرې کوونکو پېښې څاري.

نوموړي په یوه امنیت غونډه(امنیتي غونډه) کې وویل، بیلونګړی یا بیلونګړۍ( ببره مږه)، مرغانو، مږکانو او مارانو له ۱۷ سوه ډېر ځلې برېښنا پرچاو کړې چې له امله یې تر پنځو میلیونو کسان اغېزمن شوي دي.

* "خواله رسنۍ د ترهګرو د فعالیت وسیله ګرځېدلې"

* چک هېګل د چین پر حکومت د سایبر جاسوسۍ تور ولګاوه

کرس ټامس وايي، دا مسلې یې د دې لپاره خوندي یا ثبت کړې چې د هېګ کولو پېښو د لویولو(اغراق امېز کولو) مخنیوی وکړي.

نوموړي په واشنګټن کې شموکون امنیت غونډې ته په وینا کې وویل، چې د (سایبر بیلونګړۍ یو) په نوم پروژې موخه یې د حکومتونو او کاروباري ادارو له خوا د سایبر یا انټرنېټي بریدونو د دعوو ملنډه کول و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption بیلونګړي، مږې، ماران او نور خځنده د برېښنا پرچاوولو او تارونو پرې کولو لوی لامل بلل کېږي.

د هغه په خبره، بیلونګړي یا بیلونګړۍ په ۸۷۹ بریدونو سره په سر کې ځای لري، له هغه وروسته د مرغیو نمبر دی چې ۴۳۴ بریدونه یې کړي، مارانو ۸۳، مږکانو ۳۶ او دا ډول نورو خځندو هم ورته بریدونه کړي دي.

هغه په پای کې وویل، چې د ریښتونو سایبري بریدونو له امله پېښېدونکی زیان د ژویو او خځندو د سایبر ګواښ په پرتله ډېر کم دی.

تر ډېره ژوي د برېښنا پر تارونو برید کوي، خو ښاغلی ټامس وايي، چې جیلي کب پر ۲۰۱۳ کال برېښنا کوټ ته د یخو اوبو رسولو نل بند کړ چې له امله یې د سوېډن اټومي پروګرم برېښنا کوټ بند شو.

* پاکستان کې ګوګل ویب پاڼه هېک شوې

* افغانستان کې د 'انټرنېټي جرمونو' اندېښنې په ډېرېدو دي

هغه دا هم ویلي چې په بېخ بنا د ژویو بریدونو کې اته کسان هم وژل شوي دي چې پکې د بیلونګړي په لاس د برېښنا تارونو پرېکول او د شارټۍ له امله یې د شپږو کسانو وژل هم راځي.

کرس ټامس د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې په ټوېټر کې د (سایبر بیلونګړی یو ) په نوم سره فعالیت پیل کړ، په لومړیو کې یې له ګوګل خبرداري یا الرټ څخه معلومات ټولول.

له دې وروسته هغه دا پروژه پراخه کړه او له نورو پلټونکو ماشینونو او وېبپاڼو یې هم معلومت ترلاسه کول پیل کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بېلونګړی له سایبر بریدونو ډېر خطرناک بلل کېږي.