د جنسي اړیکې د درد کمولو ساده لارې

د انځور حقوق Getty Images

د کورواله یا جنسي اړیکې پرمهال له درد اندېښنه هم د دې درد د زیاتېدلو یو لامل کېدلی شي.

د یوې پراخې مطالعې له مخې، د برتانیا په هرو لسو کې یوه ځوانه مېرمن جنسي اړیکه دردناکه تجربه بولي.

* "په څلورو کې یوه نارینه جنسي تېری کړی"

* د عصري ژوند بوختياوې جنسي شوق کموي

د برتانیا د ښځو او زېږون سلطنتي کالج کې اډي مورېس وایي، کله چې په کورواله کې له درد اندېښمن یاست، نو پکار ده، په خپل ژوند کې بنسټیز بدلونه راولئ.

دا سپارښت د هغو کسانو لپاره دی چې له ۱۶ تر ۲۴ کلنۍ پورې اول ځل کورواله( جنسي اړیکه ټینګول) کول غواړي.

خبرې پر وکړئ

د انځور حقوق Getty Images

د کورواله پرمهال د درد یو لامل له جنسي اړیکې د متفاوتو هیله لرل دي.

اډي مورېس وایي، له جنسي شریک سره عاطفی نږدېوالی ډېر مهم دی، ځکه پر دې موضوع او اندېښنه خبرې ور سره کېدلی شي.

" پر کورواله خبرې سره وکړئ، دې ته خبرو وخت ور کړئ، له پیدا کېدونکي صمیمیت خوند واخلئ، دا در سره مرسته کوي".

د مېندوارۍ پر مخنیوونکو لارو خبرې وکړئ

د انځور حقوق Getty Images

پر جنسي ناروغیو د اخته کېدلو یا مېندوارېدلو اندېنښې په لومړنۍ جنسي اړیکه کې تاسو ته وېره پیدا کولی شي.

خو یواځې ښځې دغو مسلو ته اندېښمنې نه دي.

اډي موریس دا سپارښتنه تکراروي او وايي: "غوره ده، په خپلو کې خبرې وکړئ، چې وګورئ، تاسو دواړو ته څه شی ګټور دي".

دواړه د ناروغیو یا مېندوارۍ د مخنیوونکو لارو چارو، لکه کانډوم، په کارولو سره ځانونه ډاډه کړئ.

اندېښنه مه کوئ

د انځور حقوق Getty Images

ویل تر کول (عمل) اسان دي، خو هڅه وکړئ چې د کورواله پر مهال اندېښنه ونه کړئ.

که د کورواله پر مهال یو یا دوه ځلې درد ولرئ، د اندېښنې خبره نه ده، په تېره بیا هغه مهال چې فکر وکړئ دا درد کم شوی دی.

طبیب ته ور شئ

د انځور حقوق Getty Images

"خو که هر ځل کورواله یا جنسي اړیکو کې دردېږئ، نو مهمه ده چې ډاکټر ته ور شئ او ځان ډاډمن کړئ چې د درد لامل کوم بل څه نه وي".

اړونده مطالب