د بمونو مور که د بمونو پلار ډېر پیاوړی دی؟

د ویډیو تشریح،

امریکا په ۲۰۰۳م کال کې د خپل تر ټول لوی بم چې "د بمونو مور" هم ورته ویل کېږي ازموینه وکړه.

د امریکا په نااټومي وسلو کې تر ټولو ځواکمن بم (جي بي یو ۴۳) دی چې د بمونو مور هم بلل کېږي.

امریکا لومړی ځل د اپرېل پر ۱۳ د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو پر پټنځیو دا بم وغورځاوه.

دا بم نااټومي دی، ځکه یې د کارولو لپاره د امریکا د ولسمشر اجازې ته اړتیا نشته.

د دې بم سرګلوله نرۍ وي او دا بم ۲۱ زره پونډه وزن لري او په پتري یا جي پي اېس سره تر هدف ځان رسوي.

دا بم نهه متره اوږد دی. نه زره اته سوه کیلوګرامه وزن لري. له اېم سي ۱۳۰ باري الوتکې غورځول کېږي. له ځمکې سره تر لګېدلو لږ مخکې چاودېږي.

بم د تختې له پاسه له الوتکې غورځول کېږي دا تخته له پراشوټ یا چترۍ سره تړلې وي، چې د وزرونو په څېر څلور سوري لري او بم ته د غورځېدلو لار ور کوي.

د بم نری الونیمي پوښ داسې جوړ شوی چې د چاودنې وړانګې خورا لوړ برید ته ورسوي.

د روسیې د بمونو پلار

د عکس سرچینه، USAF/Getty Images

د عکس تشریح،

د روسیي بم د امریکا په پرتله دوه چنده قطر لري او دوه برابره تودوخه پیدا کوي.

د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر پر ۱۱ د روسیې پوځ وویل، چې (د ټولو بمونو پلار بم) بریالۍ تجربه یې کړې ده. د روسیې پوځ دعوه کړې وه، چې د دوی بم د امریکا د (جي بي یو ۴۳) په پرتله څلور ځله ځواکمن دی.

د روسیې د بمونو پلار یا (اېف او اې بي) د سونتوکو ـ هوا د بم ډول دی، چې په تخنیکي ډول اور اچوونکې وسله بلل کېږي.

اور اچوونکي بمونه تر ډېره د چاودلو دوه پړاوونه لري، وړه چاودنه یې د باروتو ورېځ رامنځ ته کوي، چې بیا په لمبه اوړي او د ورانوونکي فیشار څپې رامنځ ته کوي.

د معلوماتو له مخې د روسیې بم ۷،۸ ټنه اور اچوونکې تهرموبیرک ماده لري، خو د امریکا جي بي یو ۴۳ اته ټنه دا ډول مواد لري.

د روسیې بم په چاودلو سره د ۴۴ ټنه ټي اېن ټي په اندازه چاودنه کوي او د چاودنې قطر یې ۳۰۰ متره او د امریکايي بم دوه چنده دی. پر دې سربېره د روسي بم غورځېدلو په ځای کې د امریکا د بم په پرتله دوه ځله ډېره تودوخه جوړېږي.

جي بي یو ۴۳ لارښود بم دی، چې ۱۸ زره ۷۰۰ پونډه کوپړۍ لري. جي بي یو ۴۳ د ډیزي کټر بم نوی شکل دی.

د بمونو مور جوړول

د عکس سرچینه، Public domain

د عکس تشریح،

د بمونو بم له الوتکې په چترۍ یا پراشوټ سره غورځول کېږي.

دا بم د عراق له جګړې نهه اونۍ مخکې په بیړه تیار کړل شو، خو د عراق په جګړه کې ونه کارول شو.

دا بم د ځمکینو( تر څمکې لاندې یا زېرزمین) ودانیو او سمڅو د له منځه وړلو لپاره کارېږي.

د جي بي یو ۴۳ د یو بم بیه ۱۶ میلیونه ډالره ده او لومړی ځل پر ۲۰۰۳ دریم کال تجربه شو، خو تراوسه کارول شوی نه و.

د بمونو مور د امریکا تر ټولو درنه نااټومي وسله نه ده، بلکې له دې لا ډېر ځواکمن بم هم لري، چې (اېم او پي) یې بولي او نږدې ۱۵ زره کیلوګرامه وزن لري.