پیشو کله او چېرته کورنۍ شوه؟

  • هلن بریګز
  • د بي بي سي د علمي چارو خبریال
ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پیشو د روم امپراتورۍ پر مهال اروپا ته ورسېده.

د کورنۍ پیشو نیکونه ځنګلي وو، خو انسان دوه ځلې کورنۍ یا اهلي کړه، یو ځل په نږدې ختیځ او بیا په مصر کې.

د یوې لویې څېړنې له مخې- چې د کورنۍ پیشو د نیکونو په هکله شوې- د نږدې ختیځ کرونګر ښايي لومړني کسان و چې پشه یې نږدې نهه زره کاله وړاندې کورنۍ کړه.

څو زره کاله وروسته کورنۍ پیشو له لرغوني مصر د سمندر یا نورو سوداګریزو لارو نورې نړۍ ته لاړه او هر ځای یې ونیو، خو لا هم تراوسه یواځې سوېلي قطب دی چې دا کورنی ژوی پکې ژوند نه کوي.

پوهان په دې اند دي چې پشه د انسان کروندې ته نږدې شوه، ځکه غلې دانې موږکان ځان ته ور کاږل او په دې ډول انسان وپوهېد چې په دې برخه کې به د پیشو همکاري ګټوره وي.

په پاریس کې د ژاک مونو موسسې غړې او د دې څېړنې سرپرسته اوا ماریا ګایګل وايي:

"پیشو دوه ځلې کورنۍ شوه، اول په نږدې ختیځ کې او بیا په مصر کې".

پیشو وروسته د کرنیزې پیشو په ډول ټوله لرغونۍ نړۍ کې خوره شوه.

په دې ډول پیشو په کروندو او پټیو کې زرګونه کلونه مخکې پر موږک ښکارولو بوخته او یو مخ کورنۍ شوه.

د انسان او پیشو جوړ راتلنه

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح،

پیشو تېسنې هم شته او بې وړیو هم.

ډاکټر ګایګل باوري ده، چې د انسان او پیشو اړیکه د همجنسۍ( د یو جین یا یو شان وینې) له امله وه او دا پیشو وه چې له انسان سره یې ژوند غوره کړه.

د دې څېړنې لپاره څېړونکو د ۲۰۰ پیشوګانو میتاکوندري( هغه څه چې له مور په میراث رسېږي) ارزولې ده.

د دې پیشوګانو پاتې شوني یې د ویایکینګانو، مصر مومیايي او د ډبرپېر( عصر الحجر) لرغونپوهنې خوندي سیمو کې موندلې دي.

دا څېړنډله دې پایلې ته رسېدلې، چې د نږدې ختیځ خلک لومړي کسان وو چې پشه یې کورنۍ کړه.

دوی پیشو په کور کې وساتله او لا یې هم په سفر ور سره بوتله او د روم امپراتورۍ پر مهال پیشو اروپا ته ورسېده.

پر پیشو ټاپي او کرښې کله پیدا شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

۱۴ پېړۍ کې په پیشو کې ډول ډول کرښې او ټاپي پیدا شول.

کرښې او ټاپي لرونکې پیشو په منځنیو پېړیو کې پیدا شوې.

د پیشو د ډي اېن اې ارزونې ښيي چې پر څوارلسمه پېړۍ په ترکیه کې د دوی جنټیک بدلون د پوستکي د کرښې او ټاپي پیدا کېدو سبب شو.

په هغه پسې کلونو کې کرښه او ټاپي لرونکې پیشوګانې نړۍ کې خورې شوې.

ګام په ګام د دوی د موږک نیولو مهارت خپل اهمیت له لاسه ور کړ، خو د ښکلا له امله انسان خوښې کړې او اوس یې هم خوښوي او ستايي.

ډاکټر ګایګل وايي، تر ۱۹ پېړۍ پېشو د سپي خلاف ډېر بدلون ونه کړ، ځکه انسان د پیشو نسل کې ډېره لاسوهنه ونه کړه، خو اوس روزل شوې پیشوګانې ډېر ډولونه لري او له بې وړیو پیشو نیولې تر ببرې پیشو پورې ډول ډول دي.