لومړی ګرځنده بادي برېښنايي توربین څه ځانګړتیاوې لري؟

Offshore wind

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

د نړۍ لومړي توربينونه چې د شمالي سمندر اوبو غاړو کې فعاله شوي، د هر يوه توربین وزن يې ١١٥٠٠ ټنه دی.

د نړۍ لومړى بادي سیار توربين په سکاټلند کې جوړ شوى دی. دغه توربين د برتانيا د پارلمان د مشهور ساعت بېگ بين، تر برج لوړ دی او د هر وزر اوږدوالی يې ٧٥ متره دی.

هغه لومړني توربينونه چې په سکاټلند کې په کار لوېدلي، په ورځ کې تر شل زرو پورې کورونو ته برېښنا ورکوي.

په بي بي سي کې د چاپېريال د چارو شنونکى راجر هاربېن وايي دا يوه ډېره ستر پروژه ده.

ښاغلی هاربېن زیاتوي: "د انجنيرۍ له پلوه دا يو له ډېرو سترو توربينونو دی. دغه بادې توربينونه د لندن د مشهور ساعت بېگ بين له برج نه لوړ او د همدې لوړوالي يوه په درېمه برخه يې تر اوبو لاندې ده او هلته په ځانگړو وسايلو ټينگ شوي دي."

د عکس سرچینه، Thinkstock

د عکس تشریح،

په ليورپول کې ٣٢ ستر نور توربينونه هم فعالېدو ته چمتو دي.

د نړۍ لومړي توربينونه چې د شمالي سمندر اوبو غاړو کې فعاله شوي، د هر يوه توربین وزن يې ١١٥٠٠ ټنه دی. د انگلستان په لورپول کې هم د بريښنا بادي توربینونه انرژي توليدوي .

دغه نوي توربينونه د لومړنيو هغو پرتله ستردي چې د هر يوه لوړ والي ١٩٥ مترو ته رسېږي. دا د بېګ بين د برج دوه برابره لوړ دى. ددغو توربينونو د هره يوه وزر ٨٠ متره اوږدوالى لري او د هر توربين څرخ درې وزرونه لري.

د دغو توربينونو په هره بشپړه دوره کې دومره برېښنا توليدېږي چې هغه د لندن د يوه منځني کور د يوې ورځې ټوله برېښنا بشپړولی شي.

په ليورپول کې ٣٢ ستر نور توربينونه هم فعالېدو ته چمتو دي. د اټکل له مخې دغه توربينونه به د ٢٣٠ زرو کورونو لپاره د برېښنا انرژي توليدوي، يعنې د برېښنا توليد به يې د يو لوي ښار د روښانولو لپاره بس وي.

بادي توربينونه دواړه په وچه او هم په سمندر کې ځاى پرځاى کېدلی شي.

د ویډیو تشریح،

پر برېښنا چلېدونکې الوتکې