مخابراتي مالیه: روان کړکېچ، اداري فساد او مناسبه حل لار

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسي جرګې په وروستیو کې پر کریډېټ کارټ مالیه لرې کړه.

د ۱۳۹۴ لمریز کال د تلې پر اوله افغان حکومت او په ځانګړي ډول د مخابراتو وزارت پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به هر ټلیفوني پېرودونکی له کریډیټ کارت ۱۰٪ مالیه ورکوي.

دا مالیه به مخابراتي شبکې له ټلیفوني پېرودونکو راټولوي او بیا به یې حکومت ته سپاري، چې د دولت په خزانه کې یې اضافه کړي.

د دې مالیې له وضع کولو وړاندې د مخابراتو د وخت وزیر عبدالرزاق واحیدي خلکو ته ډاډ ورکړ چې یاد وزارت به دا مالیه د یوه ځانګړي سیسټم څخه په ګټې اخیستنې په روڼ ډول له مخابراتي شبکو را ټوله کړي، خو دې خبرې واقیعت نه درلود.

د مخابراتي مالیې له وضع کولو وروسته، مالیه ورکوونکو ته د دوی د مالیې په اړه جدي پوښتنې پیدا شوې چې لا تر اوسه پرې رسنیو کې بحث کیږي.

کله چې د ۱۰٪ مخابراتي مالیې په اړه اندېښنې رسنیو کې خپرې شوې، ښاغلي واحیدي د خپلې تېرې وینا په خلاف خلکو ته وویل چې لا تراوسه حکومت د مخابراتي مالیې د راټولو لپاره انلاین سیسټم نه لري او ډاډ یې ور کړ چې په شپږو میاشتو کې به د یادې مالیې ټولولو ته انلاین سیسټم جوړ کړي، خو تر ننه هغه خبرې عملي نه شوې.

پر ښاغلي واحیدي یو شمېر نور تورونه او ۱۰٪ مخابراتي مالیه کې اداري فساد هغه اساسي لاملونو وو چې ولسمشر غني د نوموړي دنده وځنډوله.

د مخابراتي مالیې کړکېچ لا هم دوام وموند او ولسمشر د دې ستونزې د حل لپاره ځانګړی کمیسیون وټاکه چې د اقتصاد، مخابراتو او مالیې وزارتونو او اټرا ادارې یې غړیتوب درلود.

په کمیسیون کې د تخنیکي کسانو نشتوالی او په چارو کې یې ځنډ هغه اساسي لاملونو دي چې لا تر اوسه یې ثمره نه ده راوړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۱۳۹۴ لمریز کال د تلې پر اوله افغان حکومت پر کریډیټ کارت ۱۰٪ مالیه ولګوله.

پوره دوه کاله وروسته، د ۱۳۹۶ لمریز کال د تلې پر ۱۹ ولسي جرګې یاده مالیه باطله اعلان کړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې نور دې مخابراتي مالیه نه ټولوي، خو حکومت د جرګې دا تصمیم ناسم وګاڼه او تر ننه یې عملي کړی نه دی.

د ولسي جرګې له لوري د ۱۰٪ مخابراتي مالیې له منځ وړل د حل لار نه ده، بلکې د داسې یوه سیستم جوړول چې مالیه په شفافه توګه راټوله کړي د حل یوازینۍ او اساسي لاره ګڼل کیږي.

جرګې ته پکار وو چې پر حکومت یې فشار راوړی وی چې ژر تر ژره یې یو انلاین سیسټم رامنځ ته کړی وی، نه دا چې مالیه یې له منځه وړې وی.

که د مخابراتي مالیې په برخه کې د ولسي جرګې، مخابراتي شبکو او حکومت ترمنځ د پردې تر شا هر ډول او هر څومره کړکېچ روان وي بېله موضوع ده، خو د پراخ اداري فساد له موجودیت پکې هیڅکله هم څوک سترګې نشي پټولی.

د روان کړکېچ او اداری فساد برسېره هم حکومت د تېرو دوو کلونو په جریان کې د ۸ اعشاریه ۶ میلیارده افغانیو په شاوخوا کې مالیه راټوله کړې، یعنی هر کال یې ۴ اعشاریه ۳ میلیارده افغانۍ د دولت خزانې ته اضافه کړې.

د ٪۱۰ کریډیټ کارت مالیې برسېره، هره مخابراتي شبکه په افغانستان کې حکومت ته ۲،۵٪ د Telecommunication Development Fund (TDF)، ۲٪ د Spectrum Fee او ۲۰٪ د Profit Revenue په نوم مالیه ورکوي، چې ټولټال ۲۴،۵٪ کیږي.

په دې لیکنه کې یوازې پر ‍۱۰٪ کریډیټ کارټ مالیې بحث کیږي، خو پکار ده چې خلک او مدني ټولنې پر ۲۴،۵٪ مالیې هم د ۱۰٪ مالیې په څېر رسنیو کې بحث وکړي او له حکومت وپوښتي چې له مخابراتي شبکو دا ټوله ۲۴،۵٪ مالیه څنګه راټولوي او چېرته یې لګوي؟

افغان حکومت او مخابراتي شبکې که هر څومره هم د مخابراتي مالیې له شفافیت خلکو ته ډاډ ور کړي، خو چې سیستم یې انلاین کړی نه وي، ګومان نه کیږي چې اداري فساد به له منځه یوسي او یا به هم دا پروسه چټکه کړي.

د ولسي جرګې له مخالفت سره سره بیا هم باید کوښښ وشي چې ۱۰٪ مالیه باطله نشي، خو که باطله هم شي باید له مخابراتي شبکو د ۲۴،۵٪ مالیې لپاره ژر تر ژره یو انلاین سیسټم جوړ کړي.

د مخابراتي مالیې لپاره د انلاین سیسټم جوړول مالیه روڼولی، پروسه یې چټکولی، اداري فساد له منځه وړلی او له مخابراتي سکټور کلني عایدات لوړولی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ناراجسټر سیمکارټونه د مالیې سم ټولولو په مخ کې بله ستونزه ده.

مخابراتو وزارت او اټرا ادارې ته د مسولو مراجعو په توګه پکار ده چې ژر تر ژره دا پروسه انلاین او برېښنايي کړي.

مخابراتي شبکې شاید قصدا ونه غواړي دا پروسه انلاین شي، خو حکومت باید د اداري فساد د مخنیوي لپاره او د داخلي عایداتو د لوړولو لپاره لاس پکار شي.

کله چې د مخابراتي مالیې لپاره انلاین سیستم رامنځ ته شو، نو اټرا ادارې، مالیې او مخابراتو وزارتونو ته پکار ده چې په ګډه د مخابراتي شبکو د تېرو کلونو د مالیې حساب له همدې سیسټم په ګټه اخیستنې یو ځل بیا وکړي.

که د مخابراتي شبکو عایدات لوړ وو او په تېرو کلونو کې یې په مالیه کې حکومت ته ناسم ارقام ورکړي وو نو پکار ده چې مجازات یې کړي.

د مخابراتي مالیې راټولو لپاره که انلاین سیستم په پوره شفافیت مالیه را ټوله کړه نو پکار ده چې دا سیسټم د هیواد په ټولو سکټورونو لکه برېښنا، ګمرک، ښاروالي، ساختماني چارو، کرنه او نورو کې هم پلی شي.

د مخابراتي مالیې په برخه کې بله ستونزه او د فساد اصلي جرړه ناسم ارقام دي.

د اټرا اداره مسولیت لري چې هر درې میاشتې او یا هم هر کال وروسته د مخابراتي خدمتونو او د پېرودونکو په اړه دقیق ارقام خپاره کړي.

خو له بده مرغه د مخابراتو په برخه کې د مخابراتو وزارت یو ډول ، اټرا یې بل ډول او شبکې یې بل ډول ارقام خپروي.

جنوبي سوډان، ایتوپیا او نور افریقایي هېوادونه چې د ځمکې پر سر تر ټولو شاته پاتې هیوادونه دي خو د مخابراتو برخه کې یې د وزارتونو او یا هم د مخابراتي خدمتونو تنظیموونکو ادارو ویب سایټونو ته سر ورښکاره شي نو ګوته به په غاښ شي چې څومره دقیق ارقام هر درې میاشتې ورورسته خپروي او خپلو خلکو ته شفاف حساب ورکوي.

زما په نظر افغانستان کې دوه ستونزې دي، ځکه له شفافې احصایې او حساب ورکولو چارواکي ډډه کوي:

اول - تخنیکي کسان چې د احصایې په علم او سافټویرونو کې مهارت ولري دومره کم دي چې په نشت حساب دي او که وي هم څوک یې خبرو ته غوږ نه نیسي.

دوهم - ځیني چارواکي له حساب ورکولو ډاریږي، ځکه همدې کې یې د فساد اصلي راز ده.

د مخابراتي مالیې په برخه کې د نورو هېوادونو تجربې او سیستمونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې له موبایل پېرودونکو ټولټال ۴۱،۵٪ مالیه اخیستل کیږي

افغانستان یوازینی هېواد نه دی چې له ټلیفوني کریډیټ کارټونو پکې مالیه راټولیږي، بلکې زمونږ ګاونډي او د نړۍ نور پرمختللي هېوادونه هم مخابراتي مالیه را ټولوي.

دلته د څلورو ګاونډیو هېوادونو- هند، پاکستان، بنګلدیش او ایران- د مخابراتي مالیې بېلګې او ارقام را اخیستل شوي او د دوی د مخابراتي مالیې سیستمونه د افغانستان د مخابراتي مالیې له سیستم سره مقایسه شوي.

پاکستان کې له موبایل پېرودونکو ټولټال ۴۱،۵٪ مالیه اخیستل کیږي چې په درې برخو وېشل شوې ده، ۱۵٪ د استهلاک مالیه With Holding Tax (WHT)، ۷٪ د مخابراتي شبکې مالیه، او ۱۹،۵٪ د فدرالي لګښتونو مالیه Federal Excise Duty (FED) ده.

که یو پېرودونکی په پاکستان کې د ۱۰۰ کلدارو په ارزښت کریډیټ کارټ ټلیفون کې اضافه کړي، ۴۱،۵ کلدارې ورڅخه ټولټال مالیه ګرځول کیږي او ۵۸،۵ کلدارې کریډیټ ورته پاتې کیږي.

په اېران کې له موبایل پېرودونکو ۹٪ مالیه اخیستل کیږي. یعنې که یو پېرودونکی د ۵۰۰۰ ریالو په ارزښت کریډیټ کارټ موبایل ته اضافه کړي نو ۴۵۰ ریاله ترې مالیه ګرځول کیږي او ۴۵۵۰ ریاله کریډیټ ورته پاتې کیږي.

په بنګلدېش کې له کریډیټ کارټونو ۲۱٪ مالیه اخیستل کیږي چې په درې برخو وېشل شوې ده، ۱۵٪ د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو مالیه، ۵٪ د مخابراتي شبکو مالیه او پاتې ۱٪ اجباري مالیه ده. په هند کې مخابراتي پېرودونکي ۱۸٪ مالیه ورکوي.

په یادو هېوادونو کې د مخابراتي مالیې پورته ارقام د حکومتونو په تګ راتګ سره کله کله بدلون موموي او ډېری وخت سیاسي ګوندونه دا مالیه د یوې وسیلې په توګه په ټاکنیز کمپاین کې کاروي تر څو د خپلو رایو شمېر ډېر او واک تر لاسه کړي.

دې څلورو هېوادونو مخکې له دې چې مخابراتي مالیه وضع او راټوله کړي انلاین سیسټم یې ورته جوړ کړ بیا یې څو ځله ازمایښت کړ.

کله یې چې د سیستم له سمون ډاډ تر لاسه کړ نو پر مالیې را ټولولو یې پیل وکړ ترڅو پروسه یې شفافه وي او مالیه ورکوونکي هم ډاډ تر لاسه کړي چې مالیه یې په سمه توګه د دولت خزانې ته اضافه کیږي.

خو د افغانستان قضیې بیا توپیر درلود، ځکه افغان حکومت په څو ورځو کې دننه په ډېره بېړه د موبایل کریډیټ کارټونو ۱۰٪ مالیې په اړه تصمیم ونیو او هم یې ژر تر ژره د راټولو امر وکړ.

له بده مرغه د همغه بېړني تصمیم پایله اوس هم محسوسیږي، ځکه تر ننه پکې ژور کړکېچ پروت دی او له پراخ اداري فساد هم پکې سترګې نشي پټېدلی.

زما په نظر غوره لار به دا وی چې افغانستان هم د نورو هېوادونو تجربو ته په کتو لومړی یو انلاین سیستم چې مخابراتي مالیه یې په انلاین توګه هره دقیقه، هره ورځ، هره اونۍ او هر کال څارلی جوړ کړی وی.

له جوړولو وروسته یې څو څو ځله ازمایښت کړی او بیا یې د مالیې په را ټولولو پیل کړی وی.

که افغانستان د ټیکنالوجۍ په برخه کې نوښت نشي کولی حد اقل د نورو هېوادونو سیستمونه خو کاپي او بیا یې د دې هېواد ځانګړتیاو ته په کتو پلي کولی شي.

مناسبه حل لار

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مخابراتي شبکو د ډانګو امنیت ساتل هم اوسني حکومت ته یوه ستونزه ده.

د مخابراتي مالیې په پروسه کې درې لوري ونډه لري چې پیرودونکي، مخابراتي شبکې او افغان حکومت دی.

دا پروسه په درې پړاوونو کې ترسره کیږي، لومړۍ پړاو یې د پېرودونکو او مخابراتي شبکو، دوهمه مرحله یې د مخابراتي شبکو او افغان حکومت او درېمه مرحله یې د افغان حکومت او پېرودونکو تر منځ ده.

د پېرودونکو او مخابراتي شبکو ترمنځ د مالیې د ورکړې مرحله (لومړۍ مرحله) تر ډېره بریده شفافه او چټکه ده، ځکه مخابراتي شبکې له پېرودونکو د کریډیټ کارټ اضافه کولو څو دقیقې وروسته په انلاین توګه۱۰٪ مالیه ګرځوي.

په دوهمه مرحله کې مخابراتي شبکې حکومت ته راټوله شوې مالیه ورکوي او په درېمه مرحله کې حکومت د راټولې شوې مالیې په اړه مالیه ورکوونکو (ټلیفوني پېرودونکو) ته وضاحت او حساب ورکوي او ورته وایي چې کومو برخو کې یې مالیه ولګوله او څه څه کارونه یې د دې هېواد د پرمختګ لپاره پر وکړل.

له بده مرغه دوهم او درېم پړاو تر ډېره برېده له فساد ډک او روڼ نه دی.

دلته پر داسې طرحه بحث شوی چې څرنګه دوهمه او درېمه مرحله د لومړۍ هغې په څېر شفافه، انلاین او چټکه شي ترڅو د ۱۰٪ مخابراتي مالیې په برخه کې کړکېچ له منځه ولاړ شي، دا مرحلې له فساد پاکې شي او مالیه ورکوونکي ډاډمن شي چې مالیه یې سمه او شفافه د دولت خزانې ته ځي.

لکه چې د لومړي انځور په لومړۍ برخه کې ښودل شوي، هر ټلیفوني پېرودونکی له یوې مخابراتي شبکې سره تړلی وي.

افغانستان کې چې ټولټال ۷ مخابراتي شبکې فعالې دي هره یوه یې میلیونونه پېرودونکي لري.

هره شبکه بیا د چارجینګ او بیلینګ برخه لري، چې د لومړي انځور په دوهمه برخه کې د شبکې له نوم ښکته لیدل کیږي.

دا برخه مسولیت لري چې د هرې شبکې له هر یوه پېرودونکي سره د کریډیټ کارټونو حساب او کتاب وکړي او هم ور څخه لس سلنه مالیه په انلاین توګه وګرځوي.

لومړي سر کې پېرودونکي د کریډیټ کارټ شمېره په ټلیفون کې ډایل کوي او شبکې ته یې لیږي، شبکه ورڅخه ۱۰٪ مالیه ګرځوي او پاتې کریډیټ بیرته پېرودونکي ته لیږي.

تر دې ځایه پورې ټوله پروسه انلاین او شفافه ده او په څو دقیقو کې ترسره کیږي.

خو د شبکې د چارجینګ او بیلینګ له برخې د دولت تر خزانې پورې پاتې پروسه (دوېمه مرحله) انلاین نه ده.

مخابراتي شبکې حکومت ته په کتبی ډول حساب ورکوي او د حساب ورکولو له ډېرو زړو لارو ګټه پورته کوي.

افغان حکومت او مخابراتي شبکې ادعا کوي چې دواړه لوري د مالیو په راغونډولو او د دولت خزانې ته د پیسو په اضافه کولو کې شفافیت ته پوره پام کوي.

خو له تخنیکي پلوه او د نورو هېوادونو تجربو ته په کتو باید دا پروسه حتما انلاین شي او تر هغو به د مخابراتي شبکو او حکومت ترمنځ د مالیو پروسه د فساد اصلي ځاله وي چې د مالیې غونډولو همدا اوسنی ناشفاف سیستم حاکم وي.

د انځور حقوق اصف حبیبي
Image caption اول انځور: د مخابراتي مالیې د وړاندیزي طرحې عمومي جوړښت

د مخابراتي شبکو او افغان حکومت تر منځ د مالیې د حساب ورکولو د حاکم سیسټم بله ستونزه د مسلکي کدرونو کمښت دی.

زما د تجربو پر اساس په مخابراتو وزارت او اټرا اداره کې داسې مسلکي کسان چې په تخنیکي، اقتصادي او حقوقي برخو کې پخه تجربه او ژوره پوهه ولري ډېر کم دي، تر څو له مخابراتي شبکو سره د هرې افغانۍ حساب او کتاب وکړي.

دا کم شمېر مسلکي کسان خو یا د د دې ادارو په نورو چارو کې بوخت دي او یا هم دومره ګوښه شوي چې دا ډول ستر بدلونونه نشي رامنځ ته کولی.

مخابراتي شبکې د افغان حکومت له همدې کمزوري ټکي په کارولو د مالیې په حساب کې درغلي کولی شي، ځکه پکار ده چې دا پروسه له پیل تر پایه ژر تر ژره انلاین شي.

دې موخې ته د رسېدلو او په مخابراتې مالیه کې د پوره شفافیت لپاره دلته د (مخابراتي مالیې ملي انلاین مرکز) د جوړېدلو طرحه وړاندې شوې چې د لومړي انځور په درېمه برخه کې ښودل کیږي.

د مخابراتي مالیې ملي انلاین مرکز باید په انلاین توګه له ټولو مخابراتي شبکو سره تړلی وي، چې د مخابراتي مالیې درېمه مرحله په پوره ډول انلاین شي او د مالیې را غونډولو پروسه نوره هم چټکه شي.

یاد مرکز باید د Real Time Data Management System (RTDMS) ځانګړنه ولري.

هغه سیسټمونه چې د RTDMS ځانګړنه لري په انلاین توګه هره دقیقه، هر ساعت، هره ورځ، هره میاشت او هر کال د ټولې راټولې شوې مالیې حساب او کتاب د انسانانو له دخالت پرته ترسره کوي، نو ځکه له تخنیکي پلوه شفافیت پکې ۹۹٪ اټکل شوی.

د انځور حقوق اصف حبیبي
Image caption دویم انځور: د مخابراتي شبکو او مالیې ملي مرکز تر منځ انلاین اړیکه

بل لوري ته د مخابراتي محصولاتو قانون د لسمې مادې پر اساس د اټرا اداره، مخابراتو وزارت او مالیې وزارت مسولیت لري چې د RTDMS په کارولو په انلاین ډول له مخابراتی پېرودونکو مالیه را ټوله کړي.

خو تراوسه چې د مخابراتي مالیې عمر هم دوه کلن کیږي، ولې د حکومت پورته ادارې بریالۍ شوې نه دي چې دا سیسټم رامنځته او پروسه یې شفافه کړي؟ دوه دلیله کیدلی شي:

یا خو د چارواکو خبرې او عمل له یو بل سره ډېره فاصله لري او یا هم یادې ادارې په خپل لاس جوړ کړی قانون قصدا د فساد په موخه تر پښو لاندې کوي.

د مخابراتي شبکو او د مالیې ملي انلاین مرکز ترمنځ د وړاندیزي طرحې نور جزیات په دوهم انځور کې ښودل شوي او لاندې تشریح شوي.

مونږ دلته یوازې د دوو شبکو (سلام او اتصالات) بیلګه راوړې چې دا جوړښت په ټولو شبکو کې پلي کیدای شي، نو ځکه خو فرض کوو چې ټولې شبکې په ورته ډول د مالې له ملی انلاین مرکز سره تړل شوې.

۱: پیرودونکي لومړی د کریډیټ کارټ شمېره ډایل او شبکې ته یې لیږي.

دا شمېره د شبکې د چارجینګ او بیلینګ برخې ته چې د کریډیټ کارټونو د حساب مسولیت لري سپارل کیږي.

یاده برخه په انلاین توګه ۱۰٪ مالیه ګرځوي او پاتې ۹۰٪ کریډیټ بېرته پېرودنکو ته لیږي.

دلته د راجسټر او ناراجسټر سیمکارټونو موضوع ډېر زیات اهمیت لري.

د شبکې دا برخه باید یوازې له کریډیټ کارټونو مالیه راټوله کړي او د سیمکارټونو د راجسټریشن موضوع باید هیڅ په نظر کې ونه ونیسي.

له بده مرغه د مخابراتو وزارت او اټرا اداره له کابو ۱۵ کلونو هیسې نه دي توانېدلي چې سیمکارټونه راجسټر کړي او یا هم د پېرودونکو دقیق ارقام ولري.

نو ځکه که د سیمکارټونو د راجسټریشن موضوع مطرح شي، د مخابراتي مالیې دا پروسه نوره هم پېچلې کیږي او هر څومره چې دا پروسه پېچلې شي هغومره پکې اړوند لوریو ته د فساد زمینه برابریږي.

۲: د هرې شبکې له ټولو پېرودونکو د راغونډې شوې مالیې د حساب او کتاب لپاره باید یوه ځانګړې انلاین برخه په هره شبکه کې جوړه شي ترڅو په انلاین ډول هره دقیقه، هر ساعت او هره ورځ د راغونډې شوې مالیې په اړه پکې پوره وضاحت پروت وي (دوهم انځور کې د اتصالات مالیې او سلام مالیې برخې).

دا برخه باید د هرې شبکې د ۱۰٪ مالیې له برخې سره تړل شوې وي.

پر دې برخه باید افغان حکومت او په خاصه توګه د اټرا اداره او مالیې وزارت واک ولري او هیڅکله هم شبکو ته اجازه ور نه کړي چې د دوی له نظارت پرته پکې کوم بدلون راولي او یا هم د دوی له خوښې پرته دې برخه ته بل څوک لاسرسی ولري.

۳: په هره شبکه کې باید د (شبکې څار برخه) په نوم یوه بله انلاین برخه جوړه شي.

د هرې شبکې څار برخه باید د همغې شبکې د چارجینګ او بیلینګ، ۱۰٪ مالیې او د ټولې مالیې له برخو سره انلاین تړلې وي.

د شبکې څار برخه باید د همغې شبکې د مخابراتي مالیې د ټولو برخو متواتر او انلاین نظارت وکړي.

د شبکې پر څار برخه باید افغان حکومت او په خاصه توګه د اټرا اداره او مالیې وزارت پوره واک ولري.

۴: کله چې د پېرودونکو د مالیې حساب په هره شبکه کې پای ته ورسېد نو د دې پروسې اطلاعات باید په انلاین توګه د مخابراتې مالیې ملي انلاین مرکز ته ولېږل شي.

لکه د دویم انځور په دویمه مرحله کې ښودل شوي، د هرې شبکې د مالیې او څار برخې د مخابراتي مالیې ملي انلاین مرکز له (پر ټولو شبکو د څار انلاین برخه) او (له ټولو شبکو راغونډې شوې مالیې) برخو سره په انلاین ډول نښلول شوي دي.

۵: د (ټولو شبکو د څار انلاین برخه) مسوولیت لري چې د ټولو شبکو د مالیې پروسه وڅاري او هره ګړۍ ډاډ تر لاسه کړي چې پروسه شفافه روانه ده.

ځانګړي متخصیصان باید دا برخه مدیریت کړي تر څو شبکې او یا هم بل لوری په ارقامو کې ګوتې ونه وهي.

۶: د (له شبکو را ټولې شوې مالیې) برخه باید له ټولو شبکو سره په انلاین توګه د مالیې حساب او کتاب وکړي.

دا برخه باید پوره انلاین وي او هیڅوک باید د دې حق ونه لري چې پکې په پټه او یا هم ښکاره ګوتې ووهي.

ځکه د مخابراتي شبکو د بیلینګ برخې ته لاسرسی د مخابراتي خدمتونو د محصولاتو قانون د یوولسمې مادې پر اساس د اټرا ادارې قانوني حق ګڼل کیږي.

دا قانون دا هم وایي چې که یوې شبکې په ارقامو کې هر ډول تحریف را منځ ته کړ او یا یې هم کومه درغلي وکړه نو له ۲۰ تر ۵۰ میلیون افغانیو باید جریمه ور کړي.

۷: لکه څرنګه چې د دویم انځور په دویمه برخه کې ښودل شوي، د مالیې په انلاین مرکز کې باید د ټولو چارو د مدیریت لپاره یوه ځانګړې څانګه رامنځ ته شي.

دا څانګه (مخابراتي مالیې د مرکز انلاین مدیریت) باید داسې یو سافټویر ولري چې ټولې برخې مدیریت کړي او په کافي اندازه مسلکي کسان ولري، چې هره کوچنۍ او ستره ستونزه کې ژر تر ژره حل لار ولټوي.

۸: د مالیې په انلاین مرکز کې باید د ټولې مخابراتي مالیې اړوند اطلاعات او معلومات په انلاین توګه خوندي شي او د دې کار لپاره (د مخابراتي مالیې انلاین خوندیځ) ته اړتیا ده.

دا برخه باید (پر ټولو شبکو د څار)، (له ټولو شبکو راغونډې شوې مالیې) او (مخابراتي مالیې د مرکز انلاین مدیریت) له برخو سره تړلې وي.

په دې ځانګړې برخه کې باید د هر پېرودونکي او هرې شبکې د مالیې ورځنی، میاشتنی او کلنی راپور او اطلاعات د یو ځانګړي وخت لپاره خوندي وساتل شي.

له دې اطلاعاتو د راپورونو جوړولو او شفافیت رامنځ ته کولو په برخه کې ګټه پورته کېدی شي.

۹: د انلاین خوندیځ سربیره باید یو بل افلاین خوندیځ هم وي. د سایبري حملو او امنیتي ستونزو له کبله به دا مناسبه وي چې یو بل خوندیځ د مخابراتي مالیې په مرکز کې رامنځ ته شي ترڅو تخنیکي کسان له انلاین خوندیځ معلومات کاپي او په افلاین خوندیځ کې یې ذخیره کړي.

افلاین خوندیځ باید هیڅکله هم له انټرنټ او یا شبکې سره تړلی نه وي، ځکه په سایبري حملو کې که د مالیې مرکز اطلاعات له منځه ولاړ شي نو باید له افلاین خوندیځ د مالیې د حساب او کتاب لپاره ګټه پورته شي.

د مخابراتي مالیې په ملي انلاین مرکز کې باید د پوښتنو ځوابولو او شکایتونو اورېدلو برخه وي.

په دې برخه کې باید حکومت هر درې میاشتې او هر کال وروسته مالیه ورکوونکو ته په یوه هر اړخیز راپور کې شفاف حساب ور کړي او هم یې له مطبوعاتو سره شریک کړي.

شفاف حساب او راپور ورکول به د مالیه ورکوونکو ټولې پوښتنې ځواب او هغه شکونه چې د مخابراتي مالیې په اړه یې لري له منځه یوسي او ډاډ به تر لاسه کړي چې مالیه یې یوازې د دولت خزانې ته په سمه توګه اضافه کیږي.

لکه چې په درېم انځور کې ښودل کیږي، دا برخه باید په درې ډوله د راپور ورکولو او شکایتونو اورېدلو لارې ولرې:

۱: یو ځانګړی ویب سایټ او اپلیکیشن باید رامنځ ته شي چې پکې مالیه ورکوونکي په خپله د مخابراتي مالیې په اړه دقیق ارقام ومومي.

دا ارقام باید داسې ترتیب او بیا ویب سایټ کې خپاره شي چې د مخابراتي مالیې په اړه پکې هر اړخیز معلومات پراته وي.

۲: د شکایتونو مرکز باید یوه ځانګړې ټلیفوني شمېره ولري، ترڅو مالیه ورکوونکي خپلې پوښتنې او شکایتونه د ټلیفون له لارې مطرح کړي.

له بده مرغه، ځینې وخت مخابراتي شبکې له پېرودونکو کریډیټ کارټونه په بېلابېلو پلمو او له کوم دلیل پرته ګرځوي، پېرودونکي باید په دې ډول حالت کې له همدې مرکز سره اړیکه ونیسي.

د شکایتونو دا مرکز باید له مخابراتي شبکې سره اړیکه ونیسي او که یې ومونده چې شبکې له کوم دلیل پرته له پېرودونکو کریډیټ کارټ ګرځولی باید مجازات یې کړي.

۳: دا مرکز باید هر درې میاشتې او هر کال د ټولې مخابراتي مالیې په اړه داسې یو هر اړخیز راپور چمتو او له مطبوعات او انټرنټ خپور کړي چې پکې د یادې مالیې پوره معلومات او جزیات ذکر شوي وي.

د انځور حقوق اصف حبیبي
Image caption دریم انځور: د پېرودونکو د پوښتنو او شکایتونو اورېدلو انلاین مرکز

د یوه انلاین، شفاف او چټک مخابراتي مالیي سیستم رامنځ ته کولو لپاره تر ټولو مناسبه لار د دې سیستم برېښنايي کول دي.

مخابراتي مالیه باید له پيل تر پایه انلاین او برېښنايي راټوله او د دولت خزانې ته انتقال شي. هیڅوک او هیڅکله هم باید چاته اجازه ور نه کړل شي چې په سیستم کې بدلونونه راولی.

ځینې اړین وړاندیزونه

په دې لیکنه او په ځانګړي ډول تېر عنوان کې پر داسې طرحه خبرې وشوې چې مخابراتي مالیه انلاین او روڼوي.

د دې طرحې د لا پیاوړتیا او په مخابراتي مالیه کې د روڼتیا یا شفافیت لپاره لاندې اړین ټکي وړاندیزېږي.

۱: د مخابراتي مالیې د راټولونې ټول انلاین سیستم باید هر کال تازه یا اپډېټ شي.

ټیکنالوجۍ ډېر چټک بدلون مومي، مخابراتي سیستمونه هر کال نوې ټکنالوجۍ رامنځ ته کوي او دا بدلونونه د بیلینګ او چارجینګ په برخه کې هم رامنځ ته کیږي.

ځکه پکار ده چې د مخابراتي مالیې سیستم هر کال له تخنیکي پلوه وکتل او له مخابراتي شبکو سره په سلا مشوره سیستمونه تازه شي.

۲: شبکو ته باید لارښوونه وشي چې خپلو بیلینګ او چارجینګ سیسټمونو کې د هر ډول بدلون له راوستلو وړاندې حکومت خبر کړي.

د مالیې وزارت، اټرا ادارې او مخابراتو وزارت استازي باید هلته وي ترڅو ډاډ تر لاسه کړي چې شبکې داسې سافټویرونه ونه لګوي چې د دې پروسې شفافیت ته زیان ور رسوي.

۳: د مخابراتي شبکو او مالیې ملي انلاین مرکز ترمنځ د اړیکې امنیت ته باید ډېر زیات پام وشي ترڅو هکران او یا هم سایبري غله دې سیستم ته زیان ونه رسوي.

دا اړیکه باید هره اونۍ او یا هم هره میاشت ازمایښت شي ترڅو ډاډ تر لاسه شي چې امنیت یې خوندی ساتل شوی.

۴: د مخابراتي مالیې په برخه کې باید اټرا اداره، مخابراتو وزارت او مالیې وزارت مسلکي کسان وروزي.

دا کسان باید د مخابراتي مالیې د ټول سیستم په اړه تخنیکي او مسلکي مهارتونه ولري او تل یې نظارت وکړي.

۵: د هر کال په پای کې باید حکومت مالیه ورکوونکو ته شفاف حساب ورکړي.

هغوی ته باید دقیق ارقام ووایي چې څومره مالیه یې په روان کال کې را ټوله کړې؟ څومره د دولت خزانې ته اضافه شوې؟ څومره مالیه په کوم ځای کې لګول شوې؟ څومره مالیه پاتې او کله باید ولګول شي؟

اصف حبیبي د اروپایي ټولنې د ساینس او ټکنالوجۍ په یوه څېړنیز پروګرام کې د مخابراتو پر 5G څېړنه کوي او هممهال د جرمني د کایزر زلاوټرن تخنیکي پوهنتون کې پر دوکټورا بوخت دی.

نوموړي د لیسانس زدکړې په کابل پوهنتون او ماسټري یې د چک جمهوریت د ساینسي علومو پوهنتون کې کړې ده.