"د سوچونو د کابو کولو لپاره څه کولی شئ؟"

Image of girl thinking

د عکس سرچینه، Getty Images

کله مو غوښتي چې پر یوه موضوع سوچ کول بس کړئ؟ ساینسپوهان کېدی شي حل درته ولري.

دوی د ماغزو د حافظې په برخه کې یوه کیمیاوي ماده موندلې چې کولی شي موږ له بې ځایه او ناغوښتي سوچ راوګرځوي.

دا موندنه کېدی شي چې د ځینو هغو خلکو د سوچ کولو لارې وښيي چې نشي کولی د اندېښنې او له کومې پېښې وروسته سربدحالۍ، خپګان او لېونتوب له امله خپل پام بدل کړي.

څېړونکي وایي د سوچ کابو کول مو روغتیا ته ګټه رسولی شي.

د تړلو کلمو ازمویښت

د کېمبریج پوهنتون پروفیسور مایکل انډرسن چې دغه څېړنه ترسره کړې وایي: "کله چې موږ له یوه حالته تېر شو نو دا په موږ کې پخواني یادونه، انځورونه، وهم او ځینې ویرې رامنځ ته کوي. "

د دې څېړنې ګډونوالو ته ویل شوي وو د څېړنې په اوږدو کې دوه متفاوتې کلمې خو د یوې جوړې په ډول زده کړي. بیا د هرې یوې جوړې د ازمویښت لپاره سور او زرغون رنګ په پام کې نیول شوی و، تمه دا وه چې کله دوی ته سور رنګ وروښودل شي، نو دوی باید د غوره شوې جوړې بله کلمه له یاده وباسي. خو که زرغون رنګ وروښودل شي کلمه باید ځان ته ور په یاده کړي.

څیړونکو وموندل چې د ماغزو په نیورونو کې یو ډول کیمیاوي ماده ګابه Gaba خوځښت پیلاوه.

ګابه د ماغزو اصلي لېږدوونکې ماده ده، دا ماده چې کله د یوې حجرې لخوا راووځي، نو د بلې تړلې حجرې خوځښت بندوي.

د عکس سرچینه، Newscast Online

د عکس تشریح،

دا موندنې کولای شې په یو ډول ناروغیو رڼا واچوي

څېړنې وموندله هغه خلک چې په ماغزو کې زیاته ګابه لري کولای شي بې ځایه سوچ او خاطرې په آسانۍ کنټرول کړي.

پروفیسور انډرسن وایي چې دوی اوس په ځانګړي ډول په دغه ماده څېړنه کولای شي. پخوا دوی پوهېدل چې د ماغزو کومه برخه څه کار کوي، خو اوس پوهېږي چې کومې لېږدوونکې برخې مهمې دي.

د درملنې نوې لار

دا موندنې کولای شې په یو ډول ناروغیو رڼا واچوي، وهم، ډیپرېشن، ویره او هغوی چې نشي کولای خپل سوچ کنټرول کړي او له بې ځایه فکر کولو ځان وژغوري ټول پکې راځي.

پروفیسور انډرسن باور لري چې موندنې به د دغو ناروغیو د درملنې نوې لارې ومومي. دی وایي پخوا تل هڅه دا وه چې د ککرۍ مخکینۍ برخې څه ډول لا پیاوړې کولی شو.

دی وایي زموږ څېړنه ښيي چې که د ګابه خوځښت او کارونه لا زیات شي، دا به خلک له بې ځایه سوچ او فکر وژغوري.