د ناسا بيا تازه کول
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ناسا بيا تازه کول

ولسمشر ټرمپ د امريکا دې فضايي اېجنسۍ ته امر کړی چې سپوږمۍ ته د انسان استولو کار بيا پيل کړي او مريخ ته يې هم تلو ته هڅولي.

ولسمشر ټرمپ د امريکا فضايي چارو اېجنسي ناسا ته ويلي سپوږمۍ ته دې بيا د ستورمزلو لېږل پلان کړي، دا ماموريت به پر اوږدمهاله سپړنو راغونډ وي، او دا چې د سپوږمۍ له مخه څنګه ګټه اخيستل کېدی شي.

ولسمشر ټرمپ ويلي دا پروګرام به پای کې مريخ ته هم د داسې يو ماموريت او انسان استونې ته هم لار هواره کړي، خو دې کار لپاره يې بيا کومه نېټه نه ده ټاکلې. د سږني کال لومړيو کې چين هم ويلي وو، دوی سپوږمي د ستورمزلو پر استولو کار کوي..