جمعيت: د عطا نور په تړاو د حکومت د پرېکړې اعلان نامسوولانه گام دى

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د بلخ د والي عطامحمد نور استعفا

جمعيت اسلامي گوند د ښاغلي نور په تړاو د افغان حکومت د پرېکړې اعلان نامسوولانه او په بېړه شوې پرېکړه بللې.

د دغه گوند له لوري خپرې شوې وينا پاڼه کې پرته له دې چې د استعفا ټکى وکارول شي راغلي چې د ښاغلي عطا محمد نور په اړه د افغان حکومت د پرېکړې دا اعلان د افغانستان امنيت، ثبات او د ملي وحدت حکومت له هوکړه ليک سره په ټکر کې دى او دغه گوند يې غندي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې بیانې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې ده.

د ارګ په بیانیه کې، چې نن سهار رسنیو ته استول شوې راغلي، چې ښاغلي نور دا استعفا څه مهال مخکې کړې وه.

دا په داسې مهال ده چې له څه مهال راهیسې د عطا محمد نور د استعفا کولو یا نه کولو بحث ګرم شوی و.

د وروستیو ورځو رپوټونو ویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله دواړه له بلخ ولایت د ښاغلي نور د لرې کېدلو غوښتونکي دي.

* جمعیت ګوند: ارګ پر نور فشار اچوي چې استعفا وکړي

* د بلخ ولایتي شورا غړي پر عطا محمد نور د فساد تورونه ولګول

بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي دا استعفا یو کال پخوانۍ ده چې د ښاغلي غني او عطا محمد نور ترمنځ "د خبرو پیلېدلو بهیر د باور جوړولو لپاره" شوې او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو تر پایلو مشروطه وه.

ویل کېږي په دې وروستیو کې د ولسمشر غني او اجرایه مشر عبدالله له خوا پر عطا محمد نور فشار ډېر و.

د تېرې میاشتې په وروستو کې عطا محمد نور وویل حکومت کندهار ته له سفر بېرته وگرځاوه.

ښاغلی عطا پر خپله فېسبوک پاڼه دیوې ویډیو په خپرولو سره وویل، غوښتل يې په "تفاهم شورا" کې د گډون لپاره کندهار ته لاړ شي، خو د حکومت مشرتابه د تگ اجازه ور نه کړه.

د عطا نور استعفا او د پلويانو دريځونه

جمعیت اسلامي گوند سرچينو څو ورځې وړاندې وويل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پرعطا محمد نور د بلخ له ولایته د استعفا کولو فشارونه زیات کړي.

د انځور حقوق ارگ
Image caption نږدې یو کال مخکې عطا محمد نور له ولسمشر غني سره خبرې درلودې چې بې پایلې وې.

عطام محمد نور د جمعیت اسلامي اجرايي مشر دی او دا ګوند په حکومت او قدرت کې ډېره ونډه لري.

ښاغلی عبدالله هم د دې ګوند غړی دی او پر بهرنیو چارو وزیر سربېره ځینې نور مهم لوړپوړي چارواکي هم د دې ګوند غړي دي.

جمعیت ګوند دوه ورځې وړاندې ویلي و چې د ښاغلي نور د ګوښه کېدلو په صورت کې به له افغان حکومت سره سیاسي پرېکون وکړي.

ښاغلي نور هم څه مهال مخکې ویلي و چې له ولایت د ګوښه کېدلو په بدل کې شرطونه لري او که ونه منل شي، له دندې نه ګوښه کېږي.

عطا محمد نور او عبدالله عبدالله

عطا محمد نور په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړی و او له دې ټاکنو وروسته یې هم په ځلونو د ښاغلي عبدالله ملاتړ وکړ.

وروسته یې پر عبدالله عبدالله نیوکې کولې چې د ولسمشر غني په مشرۍ له حکومت یې د خپل ګوند ونډه ترلاسه نه کړه.

عطا محمد نور د جمعیت ګوند په استازۍ له ښاغلي غني سره خبرې پيل کړې چې په وينا د خپل گوند هغه ونډه ترلاسه کړي چې عبدالله عبدالله یې په تر لاسه کولو کې پاتې وباله.

خو دا خبرې بې پایلې تمامې شوې.

عطا محمد نور او بلخ ولايت

عطا محمد نور نږدې ۱۵ کاله د بلخ د والي په توګه کار وکړ.

نوموړى د اشرف غني په واکمنېدلو سره نږدې ټول والیان له دندو ګوښه کړل، خو عطا محمد نور د سرپرست په توګه په واک کې پاتې و.

هغه تېر کال د ولسمشر په فرمان د بلخ والي شو.

د افغانستان په شمال کې بلخ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو دلیلونو له مخې اهمیت لري او د ښاغلي نور مرکز هم بلل کېږي.

د بلخ نوی والي

انجنيز داود د بلخ ولايت نوى والي گومارل شوى. د سيمه ييزو ارگانونو له لوري خپرې شوې وينا پاڼه کې راغلي چې ښاغلى داود هم د جمعيت اسلامي گوند غړى دى.

د انځور حقوق محلي ارګانونه
Image caption د بلخ نوی والي داوود.
  • انجینر داود د ګاز او تېل په برخه کې لوړې زدکړې لري.
  • پر ۱۳۳۳ کال په بلخ کې زېږېدلی دی.
  • لومړنۍ او منځنۍ زدکړې یې بلخ کې بشپړې کړې دي.
  • لوړې زدکړې برتانیا کې د کانونو برخه کې کړې دي.
  • څه مهال د افغانستان کانونو وزارت کې کارمن و.
  • شپږ کاله یې د افغانستان شمال کې د تېل او ګاز د سپړلو دنده درلوده.
  • یوه موده یې د بلخ امنیه قومندانۍ کې دنده درلوده.
  • پښتو، دري، روسي او انګرېزي ژبې یې زده دي.

ورته مطالب