د فیلانو مخکې میتیازې مه کوئ

.

پروفیسورې فیلیس لي د خپل ژوند ډېره برخه د افریقايي فیلانو په پېژندلو تېره کړې ده. نوموړې چې کله په افریقايي هېواد کېنیا کې د فیلانو (هاتیانو) په اړه څېړنه کوله، د فیلانو په اړه یې په زړه پورې معلومات راټول کړي چې په لاندې رپوټ کې به یې ولولئ.

د فیلانو په کورنۍ کې د انۍ د شتون اهمیت

فیلیس لي د فیلانو په اړه خپلې څېړنې په ۱۹۷۲ کال کې پیل کړې. هغه مهال یې چې د فیلانو کورنۍ ارزولې، د منځنۍ کورنۍ د غړو شمېر یې ۷ ته رسېده.

۴۵ کاله وروسته د ژویو د ساتنې د پروګرامونو له برکته دغه شمېره ۱۶ ته ورسېده. خو د فیلانو یوه کورنۍ چې اغلې لي یې څېړي، د غړو شمېر یې ۵۰ ته رسېږي.

اغلې لي پوهېږي په دغه کورنۍ کې کوم فیل له چا زېږېدلی، کوم فیل یې په لویولو کې مرسته کړې او کوم فیل له نورو ساتنه کړې ده.

نوموړې وايي: "که د فیلانو په کورنۍ کې انۍ ژوندۍ وي، د کورنۍ د پایښت چانس یې ډېر وي."

Image caption پروفیسره فیلیس لي

فیلان پخپلو کې د مخامخېدو پر مهال د غږ په مرسته له یو بل سره روغبړ کوي او د نورو کورنیو فیلان هم له غږه پېژني.

اغلې لي باورمنه ده چې فیلان دوست او دوښمن له غږه معلوموي: " یوه ورځ مې همکار د افریقايي فیلانو غږونه ثبت کړل. دغه غږونه مو د ماشین په مرسته کینیايي فیلانو ته واورول، فیلانو د غږ د ماشین پر خوا منډه کړه. په ژوند کې دغومره ډاره شوې نه وم. "

فیلان باید له نږدې وګورئ

پروفیسره لي وايي، په ټلوېزیونونو کې د فیلانو لیدل، د هغوی د ژوند ټول اړخونه نه شي منعکسولی:

"فیلان پڅ خو پرېکړه کوونکي دي. د ورځې ډېره برخه په خوراک تېروي. ډېر کم پېښېږي چې پر یو بل کار ولري. خوځښت یې دومره ورو دی چې په اسانۍ یې څارلی شئ. کله چې در سره بلد شي، خپل بچیان هم ور سره وي او ستاسو پوښتې لپاره ستاسو خواته راځي."

د فیلانو مخکې میتیازې مه کوئ

دا ولې؟ ځکه چې فیلان یې له نږدې بوی کوي او انسان خجالته کېږي، تر څنګ یې نر فیل چې غواړي فیلېمهَ (حمل ته چمتو فیله) معلومه کړي، نو د میتیازو له بویولو یې معلوموي. نو اړینه ده د فیل مخکې له ادراره ډډه وکړئ، که نو بیا به در پسې وي."

* پنتاګون د ناپېژاندو الوتونکو توکو پر څېړنه میلیونونه ډالر لګولي

* موبایل ټلېفون له ځان او بسترې لرې کېږدئ

* څېړنه: د انسانانو نسل ختمېدو احتمال

د فیلانو او انسانانو عمرونه

فیلان معمولن له ۴۰ - ۵۰ کلونو عمر کوي، خو یو شمېر فیلانې تر ۷۰ کلونو هم ژوندې پاتېدای شي.

په تېرو لسیزو کې مې چې څېړلي، ځینې فیلان مو له پیدایښت تر مړینې ثبت او ارزولي دي. له پیله موږ همداسې غوښتل. هغه فیلان چې ډېر عمر کوي تر ۱۰ بچیان زېږوای شي. دا شمېر تر هغو ډېر کم دی چې انسانان یې زېږوي.

د ریکارډونو په کتاب ګینس کې راغلي، ناشونې نه ده چې یوه ښځه تر ۲۷ اولادونه نړۍ ته راوړي.

یو ښکری فیل ډېر جنګېره وي

کله چې فیلان ستر شي او ښکري یې را وخېژي، نو له یو بل سره ښکر په ښکر کېږي. یو ښکری فیل کولای شي ځان ته ځای خالي، زاویه جوړه او له څنګه پر فیل برید وکړي. کله خو همدا یو برید لانجه یو یو طرفه کړي.

جالبه دا ده چې یو ښکري فیلان ډېر کم دي. اوس به ولیدل شي چې د فیلانو د ناقانونه ښکار په ګرم بازار کې د یو ښکري فیلانو په شمېر کې څه بدلون راځي.

ورته مطالب