فضا کې د انسان بدن څنګه تغییر مومي؟

جاپاني ستورمزلي نورشیګي کانای (ښي لاس ته) د خپلې ونې د دقیق طول په اړه له تېروتنې بښنه وغوښته د انځور حقوق STR/ AFP / Getty Images
Image caption جاپاني ستورمزلي نورشیګي کانای (ښي لاس ته) د خپلې ونې د دقیق طول په اړه له تېروتنې بښنه وغوښته

د جاپاني ستورمزلي نورشیګي کانای نوم وروسته تر هغه د دې اونۍ د خبرونو په سرلیکونو کې راغی چې ویل یې په نړیواله فضايي اډه کې د خپل درې اونیز ماموریت پرمهال ۹ سانتیمتره اوږد شوی دی.

وروسته نوموړي وویل، تېروتی دی او بښنه غواړي، بلکې یوازې دوه سانتيمتره لوی شوی. خو هغه ستورمزلي چې په فضا کې ډېر وخت تېروي، د بدن لویېدل یې طبیعي خبره ده.

د فضا سفر له خطر سره هم مل دی، ځکه هلته د ځمکې له جاذبې ډېر لیرې وي، چې دا د انسان پر بدن هم اغېز کوي. همدا خبره له فضا نه ځمکې ته راستنو شویو ګڼو ستورمزلو کړې ده.

د ځمکې د جاذبې نشتوالی د ملا د تیر غځېدو لامل ګرځي ځکه نو د انسان په ونه کې اوږدوالی رامنځ ته کېدای شي، خو څېړنو ښودلې مازې چې انسان له فضا نه ځمکې ته ستون شي، ونه یې طبیعي بڼه خپلوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ستورمزلي سکاټ کیلي فضا ته په رسېدو کې ټول ټال ۵۲۰ ورځې تېرې کړې

ستورمزلي معمولاً په کابو شپږو میاشتو کې نړیوالې فضايي اډې ته رسېږي، خو امریکایي سکاټ کیلي بیا په ۲۰۱۶ کال دا سفر ایله په ۳۴۰ ورځو کې د روسي ستورمزلي میخایل کورنینکو په ملګرتیا بشپړ کړ او خپل نوم یې په تاریخ کې ثبت کړ.

له دې سفره موخه په فضا کې د اوږدمهال لپاره د پاتېدې کېدو پرمهال له ځمکې او د ځمکې له جاذبې لیرې د انسان پر بدن د اغېزو څېړل وو.

سکاټ کیلي بي بي سي ته وویل: "ډېری روغتیايي ستونزې جانبي عوارض نه لري او سړی په ځان سم نه پوهېږي."

د انځور حقوق Nasa via EPA
Image caption نړیواله فضايي اډه

کیلي ځمکې ته تر ستنېدو وروسته د خپل بدن دقیقو طبي ازموینو ته اړ شو، ځکه احساس یې کاوه چې فضا کې د ډېر وخت لپاره پاتېدو لوی جانبي عوارض ورته پیدا کړي وو.

ده وویل: "د هډوکو او غړو له درد او شخېدو کړېدم، د سر پر کوپړۍ مې د ډېر فشار او پړسوم احساس کاوه."

ځمکې ته له فضا نه تر ستنېدو وروسته د پوستي ځینې ستونزې هم ورته پیدا شوې وې، لکه خارښ او د سړو احساس، خوب به پرې ورتله او سر به یې ګرځېده.

د امریکا فضايي سازمان ناسا وايي، د کیلي سفر د فضايي سفرونو د بیوکیمیايي خطر د کمولو په برخه کې خورا مهم و، چې مریخ ته یې په راتلونکو سفرونو کې له ستورمزلو سره ډېره مرسته وکړه.

مریخ ته هر ډول سفر کابو ۳۰ میاشتې وخت نیسي، دا موده فضا ته تر اوسه د انسان د تللو د سفر پرتله ډېره زیاته ده.