ذهني فشار مو څنګه چاغوي؟

خواړه د انځور حقوق Getty Images

موږ ټول پوهېږو، چې د ډېرو کالوریو خوړل او د خوځښت په بڼه یې لږ سون زموږ د چاغوالي سبب کېږي او دا رښتیا دي، خو یوه پوښتنه بیا هم پر خپل ځای پاتې کېږي او هغه دا چې ولې له اړتیا ډېر خواړه خورو؟

موږ په دې ښه پوهېږو، چې د کیک یا چاکلیټ یوې ټوټې خوړلو ته مو زړه کېږي، خو وروسته پرې پښېمان یو، نو ولې یې بیا خورو؟

ایا دا یوازې هوسېدل دی، لوږه ده او که نور مسایل هم پکې شته؟

که څه هم پر ځان کنټرول خورا مهم دی، خو داسې غرونه غرونه دلیلونه شته، چې اضطراب یا ذهني فشار د انسان وزن ډېرېدو کې مهم رول لري.

د پرلپسې ذهني فشار حالت زموږ خوب کډوډوي او وینه کې د خوږې کچه له عادي حالته باسي او دغه حالت د دې سبب کېږي چې لوږه مو ډېره شي او خوړو ته مو اشتها زیاته شي.

دغسې خواړه بیا د خوب ارامتیا او وینه کې د شکرې یا خوږو کچې لا نور ګډوډ حالت رامنځته کوي. کله چې خبره تر دغه ځایه رسېږي د انسان بدن کې د غیر صحي غوړو یا وازدې کچه هم ډېرېږي او د دویمې درجې دایبیټیس یا شکرې ناروغۍ پر لور لار پرانیستل کېږي.

د دې لپاره چې ولیدل شي بیا څه کېږي، د (باور وکړئ زه یو ډاکټر یم) نومې ډلې غړي ډاکټر ګایلس یاو د لیډز پوهنتون ساینسپوهانو په مرسته یوه له اضطرابه ډکه ورځ تېره کړه.

د خوب په هکله پر لسو خبرو پوهېدل

امريکا کې د چاغښت کچه يو ځل بيا پورته شوې

چاغښت د هډوکو د ناروغۍ سبب کېدای شي

لیډز پوهنتون ساینسپوهانو له ډاکټر یاو نه د اعدادو او شمېرو ځينې پرلپسې پوښتنې پیل کړې، چې د (ماسټریشت اضطراب) یا ذهني نا ارامي ازموینه بلل کېږي.

ډاکټر یاو پرلپسې تېروتنې کولې، چې د ده په څېر کسانو لپاره مضطربونکې وي. وروسته یې د ده یو لاس په کنګل اوبو کې تر ډېره مهاله ونیو او له دې ازموینو مخکې او وروسته یې د ده وینه کې د شکرې کچه معلومه کړه.

کله چې موږ خواړه خورو، د خوږې کچه مو لوړیږي او د ګایلس په څېر روغو کسانو بدن کې د خوږې کچه ژر عادي حالت ته ګرځي. خو د لیډز پوهنتون ساینسپوهانو چې په لوی لاس ډاکټر یاو له ذهني فشار سره مخامخ کړ، بدن کې یې عادي کچې ته د شکرې ګرځېدو درې ساعته وخت واخیست، چې د یوې مخکینۍ عادي ورځې پرتله دغه وخت شپږ برابره ډېر دی.

د دغه حالت په اړه ویل کېږي، چې د انسان بدن داسې حالت غوره کوي، چې 'فایټ ار فلایټ ' بلل کېږي. دغه حالت کې بدن ګومان کوي حمله پرې شوې، وینې ته زیات ګلوکوز ورکوي، چې د بدن غړو ته د 'مقاومت ' لپاره ډېره انرژي ورسېږي.

کله چې د انسان بدن انرژۍ ته اړتیا نه لري، بیا پانکراس یا لوز المعده انسولین شیندي چې د شکرې لوړه شوې کچه بېرته ټیټه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ذهني فشار د بې خوبۍ لامل کېږي، چې ورسره د خوړو لپاره اشتها ډېرېږي

د انسولین لوړېدونکې او د خوږې ټیټېدونکې کچه مو بیا وږي کوي او دغه حالت مو د ذهني فشار حالت کې د خوږې خوړلو ته اشتها ډېروي. کله چې مو د شپې مهال خوب ښه نه وي، بیا هم ورته حالت رامنځته کېږي.

د اضطراب یا ذهني فشار حالت کمولو لپاره ماهرین د یوګا، مراقبه، بڼوالۍ، ورزش او یو شمېر نورو بوختونکو کړنو تر څنګ لومړي سر کې د شپې مهال ارام خوب کولو مشوره ورکوي.

ماهرین دا هم وايي، باید دا وکتل شي، چې څه ډول ذهني بوختیا د چا لپاره مناسبه ده او باید له هماغې لارې د ذهني فشار کمولو تمرین وشي.

اړونده مطالب