برقي سګرېټ به د 'نسخې له مخې ورکول کېږي'

ښځه سګرېټ څکوي د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption د شمېرو له مخې، هر کال د برقي سګرېټو په مټ لږترلږه ۲۰ زره کسان له اصلي سګرېټو څکولو راګرځول کېږي.

د بریتانيا د عامې روغتیا وزارت وايي له دې وروسته به برقي سګرېټ د نسخې له مخې ورکول کېږي.

دغې ادارې د يوې خپلواکې څېړنې پایلې خپرې کړي چې ښيي لږ تر شل زره کسان په کال کې د برېښنايي سګرېټو په مرسته سګرېټ څکول پرېږدي.

دغه راپور وايي برقي سګرېټ د اصلي سګرېټو پر تله ۹۵ سلنه لږ زیان اړوونکي دي.

وزارت روغتونونو ته سپارښتنه کړې چې برېښنايي سګرېټ وپلوري او ناروغانو ته د هغو د کارولو ځانګړی ځای هم برابر کړي.

دا کار کولی شي چې په ځانګړو خونو کې د ناروغانو د پاتې کېدلو لامل شي.

د بریتانیا د عامې روغتیا وزارت همداراز کارکوونکي لا ډېر دې کار ته وهڅول چې نورو ته هم دا ډول سپارښتنې وکړي.

د چرچل نیم څکول شوی سیګار په ۱۲ زره ډالرو وپلورل شو

چین په عامه ځایونو کې پر سیګرېټو څکولو بندیز ولګاوه

د شمېرو له مخې، هر کال د برقي سګرېټو په مټ لږترلږه ۲۰ زره کسان له اصلي سګرېټو څکولو راګرځول کېږي.

اوس په روغتونونو کې د برقي سګرېټو د پلورلو پر وړاندیز غور کېږي.

په لندن کې د کینګز کالج یوه استاده ان ماکنیل وايي: "ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې لاهم ګڼ کسان د سګرېټو په ضرر نه پوهېږي".

دا وايي، کله چې خلک د تمباکو سګرېټ څکوي، په اصل کې وژونکی لوګی تېروي، چې همدا لوګی د سرطان ناروغۍ په اخته کېدو کې ۷۰ سلنه مرسته کولی شي.

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption اوس په روغتونونو کې د برقي سګرېټو د پلورلو پر وړاندیز غور کېږي.

ورته مطالب