اول ځل د انسان هګۍ لیبارټري کې وده وکړه

ر

د عکس سرچینه، .

د برتانیا د ایدنبورګ پوهنتون څېړنډله وايي، لومړی ځل د انسان هګیو په لیبارټري کې وده وکړه.

دوی وايي، دا روده د هغو ماشومانو د میندوارۍ خوندیتوب ته لار برابرولی شي چې د سرطان درملنه کې هګۍ له لاسه ور کوي.

هغې پېغلې چې سرطان لري له درملنې پیلولو مخکې خپلې هګۍ کنګلولی شي، ترڅو یې راتلونکي کې وکاروي.

خو دا چاره د خامو نجونو لپاره شونې نه ده.

دا پرمختیا دا چانس هم برابوي چې د انساني هګیو وده وڅېړل شي، ځکه دا تراوسه د راز په ډول پاتې خبره وه.

د عکس تشریح،

پوهان وايي، لا هم ډېر کار ته اړتیا ده چې دا پرمختیا سمه پلې شي.

پوهان دا ناڅاپي پرمختګ بولي او وايي، تر پلي کولو مخکې یې نور کار ته اړتیا ده.

کومې ښځې چې ځیلان یا تخمدان کې یې هګۍ نه پخېږي، په لیبارټري کې یې دا هګۍ پخېدلی شي.

ځکه ساینسپوهان دا هګۍ له ځېلان بهر کولی او په دې لیبارټري کې پخولی شي.

خو د دې خامو هګیو د پاللو پر مهال پکار ده د اکسېجن د کچې په ګډون د هرمونونون او پروتینونو لپاره لیبارټري کنټرول شي، ځکه په دغه حالت کې هګۍ وده کوي.

د عکس سرچینه، University of Edinburgh

د عکس تشریح،

لیبارټري کې هګۍ پالل.

ساینسپوهان وايي، دا پرمختیا لا هم سمون ته اړتیا لري.

ځکه په دې څېړنه کې پالل شوې یواځې لس سلنه هګۍ بلوغ ته رسېدلې او د ودې بشپړه دوره یې وهلې ده.

پوهانده ایولین ټيفر بي بي سي سره خبرو کې دا پرمختیا ایښوونکې وبلله، خو زیاته یې کړه چې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده چې د هګیو د ودې حالت او څرنګوالی ښه شي.

یوه هګۍ د پاللو پرمهال نیم جنټیک مواد له لاسه ور کوي، په بله ژبه که دا هګۍ په سپرم سره پالل کېږي، نو ډېر ډي اېن اې لري.

پوهانده ټلفر دا هم یوه اندېښنه بولي، خو زیاتوي چې د دې تخنیک په پیاوړي کېدلو سره دا ستونزه اوارېدلی شي.