د خوشال اوسېدو پنځه لارې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لوري سینټوس د خوشال اوسېدو درس ور کوي.

د امریکا په ییل پوهنتون کې د ارواپوهنې او درکپوهنې استاده وايي، ساینس زباده کړه چې د خوشال اوسېدو لپاره خپله هڅه ضروري ده.

پوهاندې لوري سینټوس بي بي سي ته وویل، دا اسانه خبره نه ده او وخت غواړي.

نوموړې په دې پوهېږي، ځکه ارواپوهنه او ښه ژوند تدریسوي.

د ییل پوهنتون په ۳۱۶ کلن تاریخ کې د دې درس خورا ډېر منلی دی.

* ''د پلار ډېره خواشیني پر اولاد اغېز کوي''

* "د سپي ساتل د زړه ناروغیو او مرګ خطر کموي"

له نوموړې سره ۱۲۰۰ زدکوونکي دي او پوهنتون کې یې د زدکړو د داخلې ریکارډ مات کړی دی.

د هغې زدکړې د مثبتې ارواپوهنې پر ارونو(اصولو) ولاړې دي.

دا د ارواپوهنې هغه څانګه ده چې خوشالي او د عادتونو بدلېدل مطالعه کوي.

خو تاسو څنګه دا ټول ارونه په ورځني ژوند کې پلي کولی شئ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خوشالي په اسانه نه ترلاسه کېږي، کار ورته ضروري دی.

پوهانده سینټوس وايي، خوشال اوسېدل اسان کار نه دی، ځکه یې تمرین پکار دی.

"ټیک داسې لکه سندرغاړی او لوبغاړی چې د خپل کار د لا غوره توب او بریالیتوب لپاره پرلپسې تمرین او ریاضت کوي".

* پسرلي کې ولې ځانوژنه ډېرېږي؟

* خپګان او اندېښنې وختي مړینې پېښوي

اونۍ کې دوه ځل خپلو زدکوونکو ته د خوشال اوسېدو درس ور کوي.

که تاسو ییل ته تللی نه شئ، خو خوشال اوسېدل غواړئ، نو څه به کوئ.

پوهانده سینټوس داسې خلکو ته پنځه ټکي لري.

د انځور حقوق Yale University OPAC
Image caption سینټوس زدکوونکو ته د خوشال اوسېدو درس ور کوي.

۱ د مننې او احسان یو نوملړ جوړ کړئ

تر یوې اونۍ هره شپه مېرمن سینټوس خپلو شاګردانو ته د هغو شیانو د لیکلو سپارښت کوي چې دوی یې منندوی دي.

دا د د مننې او احسان نوملړ دی.

هغه وايي، دا په ښکاره ساده خبره ده، خو موږ وینو چې کوم زدکوونکي په پابندۍ دا تمرین کوي هغه ډېر خوشال وي.

۲ ډېر او ښه خوب وکړئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شپې پوره خوب هم د ژور خپګان خطر کموي.

سینټوس وايي، په دې اسان تمرین کې بریالي کېدل ګران دي.

په دې کې یوه اونۍ د شپې اته ګړۍ خوب دی.

نوموړې وايي، دا به عجیبه ښکاري، خو موږ پوهېږو چې ډېر او ښه خوب د ژور خپګان خطر کموي او انسان کې ښه چلند پیدا کوي.

۳ مراقبه

هره ورځ تر لسو منټو د استغراق یا مراقبې په نړۍ کې ډوب شئ.

پوهانده سینټوس وايي، چې د یوې زدکوونکي په ډول یې له مراقبې ډېر ښه احساس ترلاسه کاوه.

اوس هغه پوهانده ده او خپلو زدکوونکو ته مراقبه یا په ډېر پام د نورو هغو کارونو د ترسره کولو سپارښت کوي چې له دوی سره د ډېرې خوښۍ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

۴ ډېر وخت له کورنۍ او ملګرو سره تېر کړئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له کورنۍ او خپلوانو سره ښه وخت انسان ته ډېره خوښي ور کوي.

پوهاند سینټوس وايي، تازه څېړنې ښيي چې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره ښه وخت تېرول ستاسو خوښي زیاتوي.

له خپلوانو او د ټولنې له خلکو سره ښه راشه درشه کې ستاسو ژوند لا ښه کېږي.

په دې برخه کې نور څه پکار نه دي، بلکې په دې خبره پوهېدل ضروري دي چې ته له کوم ډول خلکو سره خپل وخت تېروې.

وخت پېژندل د خوشال اوسېدو لپاره ډېر مهم دی.

موږ ډېری خلک شتمني په پیسو کې لټوو، خو پوهانده سیټوس وايي، څېړنې ښودلې چې شتمني له دې خبرې سره ډېره نږدې ده چې زموږ سره څومره وخت دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پوهانده سینټوس وايي، له خواله رسنیو وخت په وخت ځان لرې ساتئ.

۵ خواله رسنۍ کمول او اصلي اړیکه زیاتول

پوهانده سینټوس له خواله رسنیو لاسته راغلې خوشالي دومره ګټوره نه بولي او وايي وروستۍ څېړني ښيي چې کوم کسان د انسټاګرام په څېر خواله رسنۍ کاروي تر هغو کم خوشال دي چې نه یې کاروي.

د سپارښتنو لنډیز

د انځور حقوق Getty Images

که ریښتیا خوشال اوسېدل غواړئ، ډېر منندوی اوسۍ، له کورنۍ او خپلوانو سره میلاوېږئ، په ورځ کې لږ وخت خپل ذهن تش کړئ یا مراقبه شئ، له خواله رسنیو وخت په وخت لرې اوسئ او ډېر خوب وکړئ.

د ییل پوهنتون زدکوونکو ته دا لارښوونې ګټورې تمامې شوې تاسو ته هم ښې زبادېدلی شي.