'فېسبوک باید د خلکو څارنه پرېږدي'

د انځور حقوق Getty Images

له فېسبوکه غوښتل شوي، له خوښې پرته د خلکو څارنه و نه کړي. دغه راز فېسبوک کمپنۍ ته ویل شوي، د هغو خلکو ډیټا یا معلومات ړنګ کړي یا یې له منځه یوسي، چې فېسبوک نه کارووي.

محکمه وايي دغه ډیتا په غیر قانوني توګه راټوله شوې ده.

بلجیم کې د شخصي حریم خوندیتوب اداره وايي، فېسبوک دریمګړیو ویب سایټونو کې د څارنې کوډ لګولو له لارې چې کوکیز نومېږي، له اړوندو قوانینو سر غړونه کړې ده.

بل لور ته فېسبوک ویلي، د محکمې پرېکړې خلاف به استناف غوښتنه وکړي.

که فېسبوک اداره پر پرېکړه عمل و نه کړي، هره ورځ به ۲۵۰ زره یورو جریمه کېږي.

محکمې ویلي '' تر هغه وخته چې له ځايي قوانینو سره سم نه شي، فېسبوک باید بلجیم کې د هغو کسانو څارنه او ثبتول سملاسي ودروي، چې انټرنېټ استعمالوي. ''

محکمې دغه راز له فېسبوکه غوښتي هغه ټوله ډیټا ویجاړه کړي، چې په وینا یې 'په غیر قانوني توګه یې راټوله کړې ده. '

د فېسبوک له لارې نشه پلورونکي نیول شوي

پر فېسبوک به خبرونه لږ او خبرې ډېرې وې

بلجیم کې د شخصي حریم خوندیتوب ادارې (سي پي پي) او فېسبوک تر منځ له اوږدې مودې راهیسې ناندرۍ روانې دي.

۲۰۱۵ کال کې سي پي پي محکمې ته شکایت وکړ، چې فېسبوک هغه کسان څاري، چې دغه پاڼه کې حساب نه لري، خو د دوی پر پاڼه یې د نورو ویبسایټونو لینکونه (لایک) یا (شئیر) کړي دي.

دوی هغه قضیه ګټلې وه، خو ۲۰۱۶ کال کې فېسبوک پرېکړه ختمه کړې وه.

اوس یو ځل بیا محکمه د سي پي پي له موندنو سره یوه خوله ده، خو فېسبوک اداره وايي، دغې پرېکړې (مایوس) کړي دي.