کوم وخت چې په ټولنیزو رسنیو کې تېروئ پر ځای یې څه کولی شئ؟

موبایل

په اروا پوهنه کې یوه اصطلاح ده "له بې خبرۍ وېره" یو لامل چې ټولنیزې رسنۍ ګورو همدا ده. یعنې وېرېږئ چې څه به پېښ شوي وي خو تاسو به ترې خبر نه یاستئ.

کولی شو چې ویده شو

ښکاره ده چې باید اته ساعته نورمال خوب وکړو، خو د برتانیا د خوب شورا د څېړنې پر بنسټ په دغه هېواد کې ۷۵ سلنه کسان د شپې له ۷ ساعتونو کم خوب کوي.

همداراز ۹ سلنه برتانویان هره شپه له خوبه مخکې ټولنیزو رسنیو کې ګرځي، دا هغه وخت دی چې هغوی باید ویده شي.

د شپې ‌ بشپړ خوب ډېرې ګټې لري. هغه کسان چې پوره او ښه ویده کېږي د هغو کسانو پرتله چې کم ودیدېږۍ ډېره انرژي لري، ښه تمرکز کولی شي او حتی اروا یې سالمه وي. البته یوازې ټولنیزې رسنۍ د کم خوبۍ لامل نه دي.

کولی شو سپورټ وکړو

د عکس تشریح،

که چېرې هره ورځ لږ سپورټ وکړئ، ډېر ژر به مو په ځان کې بدلون ووینئ

د دې پر ځای چې په خواله رسنیو کې د نورو د تمرين انځورونه لایک کړو، کولی شو چې سپورټ ورکړو.

کارپوهان وايي هر کس باید د ورځې لږ تر لږه نیم ساعت سپورت او نرمښت وکړي.

په داسې حال کې چې څېړنې ښيي، په برتانیا کې د سپورت د ډېروالي کچه په اونۍ کې ۴۷ ګړۍ ده. د دې لپاره چې د کارپوهانو په لارښوونو عمل وکړو، اړینه نه ده چې ټولنیزې رسنۍ پرېږدو. بسنه کوي چې کارول یې کم کړو.

کولی شو کتاب ولولو

د کتاب د لوستلو سرعت په منځنۍ ټوګه په ګړۍ کې ۳۰۰ کلمې دی.

که هره ورځ هغه دوه ساعته چې د ټولنیزو رسنیو په کارولو مو لګولی، که مو پر ځای کتاب لوستلی وای، اوس به مو ډېر څه زده کړي وو.

که مو داسې کړي واي، په لسو ورځو کې به مو د تولستوی د سولې او جګړې پېړ ناول ټول لوستلی وای.

له دې مهم لا چې د میشیګان پوهنتون د یوې څېړنې پایلې ښيي، که د ورځې لږ تر لږه یو کتاب ولولئ، دوه کاله عمر به مو ډېر شي.

همدا اوس موبایل په ځمکه کېږدئ، کتاب پورته کړئ ـ یا د دې مطلب له لوستلو وروسته کتاب را واخلئ.

کولی شئ خواړه پاخه کړئ

د عکس تشریح،

څېړنې ښيي چې برتانویان د هغه پر ځای چې خواړه پاخه کړي ډېر وخت ټولنیزو رسنیو ته د خوړو په عکس اخیستلو تېروي

ټولنیزې رسنۍ د خوړو له انځورونو ډکې دي، خو که پام مو شي ډېری انځورونه هغه انځورونه دي چې خپل انځور اخیستونکي نه دي پاخه کړي.

څېړنې ښيي چې برتانویان د هغه پر ځای چې خواړه پاخه کړي ډېر وخت ټولنیزو رسنیو ته د خوړو په عکس اخیستلو تېروي او د ورځې لږ تر لږه ۹ پونډه لګښت پرې راځي.

په منځنۍ کچه برتانویان په اوونۍ کې ۴۴ پونډه له کوره بهر خواړه خوري ـ شاید د خوړو په پخولو نه وي بلد یا هم د لوښو مينځلو زغم نه لري.

کولی شو خپل پاتې شوي کارونه وکړو

که د ورځې دوه ساعته وخت ولرو، کولی شو هغو کارونو ته ورسېږو چې تل مو غوښتي یا غواړو خو نه دي شوي. هغه وخت چې په خواله رسنیو کې یې ملګرو یا د نورو د ملګرو د کارونو پر لیدلو تېروو، ښه دا ده هغه کار ته کار وکړو چې موږ یې خپله خوښوو چې ویې کړو، خو نه مو دي کړي.

لکه د ژبې زدکړه، د نڅا ټولګی، غرختنه، اوبدل او لسګونه نور کارونه.

که تاسو له پوره هڅې سره سره بیا هم موخې ته و نه رسېږئ، که هېڅ نه وي یوه نوې تجربه خو لرئ چې په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې نورو ته ووایئ!