بېل ګېتس: الکترونیکي پیسې د مرګ لامل کېږي
ځینو پر بېل ګېټس نیوکه کړې او هغه یې له ټکنالوژۍ بې خبره بللی
د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګېټس ویلي، ډیجیټلي (الکترونیکي) سکې یا پیسې "تر یوه بریده په مستقیم ډول" په د کاروونکو ژوند اخلي.
ګېټس وايي، ډیجیټلي پیسې لکه بیټ کاین د مخدره توکو په سوداګرۍ او د "فیوټانیل" نشه کوونکو درملو کې کارول کېږي. نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، ددې پیسو نامالوموالی دا مانا لري چې دا پیسې د ترهګرۍ مالي ملاتړ او پیسو مینځلو سره تړاو لري.
پخوا ښاغلی ګیتس د Bitcoin په اړه مثبت نظر درلود. په ۲۰۱۴ کې، له بلومبرګ تلویزیون سره په مرکه کې، ویلي وو، Bitcoin له عادي پیسو غوره دي.
بېل ګېټس پر "ریډیټ" خبرې وېبپاڼې د "هرڅه رانه وپوښته" په نامه پروګرام کې وویل، د الکترونیکي سکو هویت نه په ډاګه کول په دې معنا دي چې ګني له ترهګرۍ او د پیسو له مینځلو سره تړاو لري.
ځینو د بېل ګېټس پر دغو څرګندونو نیوکه کړې او وايي چې ګني هغه له ټکنالوژۍ بې خبره دی.
یوه کاروونکي له ټکنالوژۍ نه د بېل ګېټس د ګټې اخیستو په اړه له هغه وپوښتل، ځواب یې دا و چې "د الکترونیکي سکو مهمه ځانګړنه ناڅرګندتیا ده. باور نه کوم چې دا دې ښه کار وي. د پیسو سپینولو او له مالیې تېښته او د ترهګرۍ د تمویل په مشخصولو کې د حکومت توان ښه کار دی."
دی زیاتوي: "دا مهال الکترونیکي سکې د فنټانیل او نورو نشه کوونکو درملو اخیستو کې کارول کېږي، دا کمیابه ټکنالوژي تر یوه حده په مستقیم ډول د مرګ لامل ګرځي."
مشهور سوداګر وارین بافیټ وړاندې ویلي وو، په الکترونیکي سکو د مضاربې جنون "ناوړه پایلې لري."
په ۲۰۱۴ کې، له بلومبرګ تلویزیون سره په مرکه کې بېل ګېټس ویلي وو، Bitcoin له عادي پیسو غوره دي.
خیریه کارونه
ګېټس عامو خلکو ته د خپلو درو موخو په اړه وویل: "د ماشومانو د مړینې راټیټول، د خوارځواکۍ کمول او د ماشومانو شل کېدو له منځه وړل" یې لوی هدف دی.
بېل ګېټس د "بېل اېن میلینډا ګېټس" مؤسسې مشري هم کوي، چې هر کال پر تعلیمي او روغتیايي پروژو میلیاردونه ډالر لګوي.
همداراز، د " بلاکچېن" په نوم د ټکنالوژۍ د پراختیا مؤسسې مشري هم کوي، چې تر ډېره دا ټکنالوژي په کینیا کې د سوداګرو پر الکترونیکي سکو تکیه کوي.
د ګوګل خبرداری: سایبري غلا به دوام مومي
د ګوګل شرکت يوه پلټنه ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې کمپيوټري يا سايبري غلو ٢٥ ميلیونه ډالر د کمپیوټري سیستم د بېرته د سپارلو په بدل کې له خلکو تر لاسه کړي. دغو غلو زياتره پيسي په ٢٠١٦ کال کې جوړې کړي دي.