د بدو خبرونو له ناوړه اغېز ځان څنګه وژغورو؟

د انځور حقوق Getty Images

د بدو یا منفي پېښو خبرونه په رواني او جسمي روغتیا ناوړه اغېز کوي. که تاسو په طبیعي پېښو یا مرګونو بریدونو کې نېغ ښکېل یاست یا ترې لرې یاست، خو بد احساس یې تاسو اغېزمنوي.

په داسې مهال چې موږ د خواله رسنیو له لارې خورا بدو انساني پېښو ته خورا چټک، ازاد او بې قیده لاسرسی لرو، د روغ روان لپاره باید پخپله هغه بد خبرونه کابو کړو چې موږ ته رسېږي.

خو په داسې نړۍ کې چې شپه ورځ له بدو خبرونو سره مخ یو، د دې غموونکو خبرونو د ډېرې اندازې رواني اغېز څنګه کنټرول کړو.

خپله اندېښنه نورو ته ووايئ

که ورځني خبرونه تاسو خپه کوي، له هغو کسانو سره خبرې وکړئ، چې تاسو باور پر لرئ. مهمه ده چې څه مو اندېښمنوي هغه نورو ته ووایئ.

په یاد لرئ چې له بدو خبرونو نارامي، اندېښنه او غوسه یو مخ طبیعي خبره ده. تاسو یواځنی کس نه یاست چې دا ډول خبرونه مو ناراموي.

* د افغانانو روحي او رواني ناروغۍ

* ورځ کې ۱۰ دقیقې بنډار د عقل زوال مخه نیولی شي

د منفي خبرونو له څارلو د بد احساس څرګندولو هڅه وکړئ چې له هغه سره جوړ راشئ او شاته یې پرېږدئ.

هغه کارونه وکړئ چې تاسو خوشالوي. د خوښې وړ فېلم یا سریال وګورئ، ورزش وکړئ، یا له ملګرو سره وخت تېر کړی، چې په تاسو د بدو خبرونو اغېز کم شي.

هڅه وکړئ چې په خبرونو څارلو کې انډول وساتئ، که یو ناراموونکی خبر لولئ، ورپسې هیله منوونکی خبر ولولئ.

پکار نه ده هرڅه ووینئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کابل کې خلک له بنګله دېش سره د افغان کرېکټ لوبډلې سیالي ګوري.

د مثال په ډول، که د یوې پېښې د قربانیانو د مړو ویډیو وي، یا له هغه بد په خواله رسنیو کې د یو انسان د وژلو صحنه لاس په لاس کېږي، پکار نه ده چې هرو مرو یې انځورونه ووینئ.

ان که غواړئ چې خبرونو کې ښکېل شئ، خبریالانو وار مخکې سخت کار کړی دی او د پېښې د خورا بدو انځورونو له خپرولو پرته د پېښې وروستي جزیات تاسو ته رپوټوي.

له خبرونو لرې شئ

تاسو د نړۍ ټولې ستونزې اوارولی او نړۍ ژغورلی نه شئ. هڅه وکړئ چې پر خپل رواني وضعیت واک ولرئ.

تلوېزون ګول کړئ، له فیسبوک، ټوېټر او ټلیګراف د یو څه وخت لپاره ووځئ، ملفون یا موبایل هم د شپې بسترې ته مه در سره وړئ.

* پېریان که ذهني ناروغي؟

* ولې مو جګړې ته زړه کېږي؟

هڅه وکړئ چې وپوهېږئ ډېر مو کوم خبرونه اغېزمنوي. له هغه خبر ځان لرې ساتئ چې ډېر بد اغېز در باندې کوي.

که خبرونو ته د خپل رواني غبرګون په هکله ښه وپوهېږي د خبرونو څارلو کې په اسانه خپل عادت بدلولی شئ.

پکار نه ده چې په بې پامۍ له ځان ځلوب یا سراب را تاو کړئ.

که څه هم د سیاسي علومو کارپوه او روانپوه ډاکټر حسین رجايي له د خپلې شاوخوا نړۍ له پېښو خبرېدل تل ګټور بولي.

خو له بي بي سي سره خبرو زیاتوي چې خلک باید د خبرونو څارلو کې په انډول ساتلو سره د نه باورېدونکې خوښۍ یا خپګان ښکار نه شي.

د بدو خبرونو روانپوهنه

د انځور حقوق iStock

ډېرو خلکو ته دا ګرانه ده چې له خبرونو ځان خبر نه کړي په تېره په اوسمهالي پرمختللي ژوند کې چې سیاسي او اقتصادي خبرونه زموږ له ورځني ژوند سره نېغ اړیکي لري.

خو ستونزه دا ده چې د داسې خبري پېښو اغېز پر خپل ورځني ژوند برلاسي بولو، چې فکر کوو زموږ ټیکاومن ژوند له منځه وړي.

په دې دلیل د خپلې ذهني ارامتیا او د ژوند د ټیکاو ساتلو لپاره په وسواسي ډول داسې پېښې څارو چې تر ډېره د منفي خبرونو په ډله کې راځي.

د خبرونو څارلو وسواس موږ پر خپل راتلونکې بې باوره کوي او دا مسله مو د خپګان سبب کېږي.

سره له دې چې راتلونکې پېښې نامعلومې دي، خو په وسواسي ډول د خبرونو څارل موږ ته دا حس را کوي چې د نړۍ وضعیت له ورځې بلې ته لا ډېر خرابېږي.

ډاکټر حسین رجايي د منفي خبرونو د رواني اغېز په تړاو بي بي سي ته وویل: په روانپوهنه کې پر روحیه ولاړه نظریه وايي، کوم کسان چې خواشني دي پخپله دا ډېر غواړي چې خواشینوونکي خبرونه وڅاري او په دې دلیل فکر کوي چې په رسنیو کې دا خبرونه بېخي ډېر دي.

* لوبې د ماشومانو په روزنه او خوښۍ کې مرسته کوي

* "جنګي ویډیو لوبې ماشومان تاوتریخوالي ته هڅوي"

که څه هم ډېرې رسنۍ یوې بدې پېښې ته د خبري پوښښ ډېره برخه څانګړې کوي او نږدې ټول خلک پر دغه پېښه غږېږي، خو دا امکان ډېر کم دی چې په دا ډول پېښه تاسو یا د کورنۍ غړي او خپلوان وواړي.

نړۍ له پخوا ډېره شاتک نه دی کړی

بد خبرونه ښايي دا تصور را کړي چې نړۍ ورځ له بلې تیاره کېږي. خو باید هڅه وکړو چې د ښو خبرونو په څارلو سره د دې تصور مقابل کې ودرېږو.

که په دې اند شو چې نړۍ ګډوډۍ ته ور شېوه کېږي، نو دا دریځ مو په ورځنیو پرېکړو او سیاسي چلن بد اغېز لري، ان ښايي دا باور مو هم تېروتنه وي چې نړۍ هره ورځ په لا ډېر بد ځای بدلېږي.

د ذهنپوهنې متخصص او روانپوه سټیون پینکر په یوه څېړنه کې- چې د اقتصاد، ټولنپوهنې، روانپوهنې او انساني تاریخ له مخې یې کړې - وايي، انسان اوس په داسې نړۍ کې ژوند کوي چې د تېرو پېړو پرتله پکې تاوتریخوالی کم شوی او ډېر پرمختګ، امنیت او ټیکاو لري.

په واقعیت کې د انسان ژوند تر تېرو پېړو ډېر د پرمختګ په لور روان دی، خو یو مهم ټکی دا دی چې د اړیکو د صنعت په پرمختګ سره موږ پېښې له پخوا ډېرې د خپلو سترګو مخ ته وینو.

لاس په کار شئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پوهان وايي، نړۍ له پخوا ډېره امن ده، خو له هرې پېښې خبرېدل داسې ښيي چې ناامنه ده.

که د ورځنیو خبرونو په څارلو سره ځان بې وسه بولئ، لږ تر لږه ځان ته دا ډاډ ور کولی شئ چې بې تفاوته نه یاست او د انسانانو کړاو ته اهمیت ور کوئ.

روانپوهان دا سپارښته لري چې د ورځنیو منفي خبرونو لوستل باید ستاسو د مثبتو کارونو د لارې خنډ نه شي.

له ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو او هڅو سره په یو ځای کېدلو له بدو خبرونو په ترلاسه شوي احساس برلاسي کېدلی او د داسې مسلې په هکله مثبت ګام پورته کولی شئ چې تاسو ته اهمیت لري.