د پلاستیکي بوتلونو اوبه د پلاستیک بڅري لري

.
Image caption هغو شرکتونو چې د پلاستیکي بوتلونو اوبه یې ارزول شوي، بي بي سي ته ویلي، دوی خپل تولیدات پر لوړ معیار چمتو کړي دي

د اوبو پر پلاستیکي بوتلونو نوې څېړنې ښيي، چې کابو د ټولو پلاستیکي بوتلونو اوبه کوچني پلاستیکي بڅري (ذرې) لري.

دغه څېړنه پخپل ذات کې تر ټولو ستره ګڼل شوې، چې له نهو هېوادونو پکې د ۲۵۰ بېلابېلو بوتلونو اوبه ارزول شوې دي.

د څېړنې په پایله کې معلومه شوه چې د پلاستیکي بوتلونو یو لېتر اوبه په منځني ډول لس پلاستیکي بڅري لري چې هر یو یې د انسان له ويښته پېړ دی.

هغو شرکتونو چې د پلاستیکي بوتلونو اوبه یې ارزول شوې، بي بي سي ته ویلي، دوی خپل تولیدات پر لوړ معیار چمتو کړي دي.

* له پلاستیک ډک سمندرونه

* پر پلاستيکي خځلو اچولو بندیز

* ويډيو ښيي چې د پلاستيک ټوټې د خوړو ځنځير ته ننوځي

اوبو ته پلاستیکي بڅري څنګه ور ګډېږي؟

په دې اړه یو نظر دا دی، کومه اندازه پلیپروپیلین ماده چې د پلاستیکي بوتلو په جوړولو کې کارېږي، ښايي له اوبو سره د پلاستیکي بڅرو په ګډېدو کې هم مرسته وکړي.

د پلاستیکي بوتلونو پر اوبو دغه څېړنې د امریکا د نیویارک ایالت په فردونیا پوهنتون کې تر سره شوې دي.

د دغه پوهنتون د کیمیا استاد (شري میسون) چې د دغې څېړنې برخه وال دی، بي بي سي ته وویل، هر بوتل مو چې ازمویلی، نو اوبو کې یې پلاستیکي بڅري موندل شوي دي:

" دغه ازموینه ښيي چې دا ستونزه عمومي ده او زموږ له لوري د پلاستیک کارونه دومره زیاته شوې کابو زموږ ژوند هرې برخې ته یې لار موندلې ده."

Image caption له کیڼې خوا پروفیسبور میسون او د هغه همکاره

تر اوسه پورې داسې شواهد نشته چې وښيي د پلاستیک بڅري (مایکرو پلاسټیک) دې زیان رسوونکي وي، خو د باالقوه پایلو په اړه یې علمي څېړنې شوې دي.

پروفیسور میسون د څېړنې د موندنو په اړه وویل : " کومې شمېرې چې مخې ته راغلې ناورین زېږوونکې نه، خو د اندېښنې وړ دي. "

ورته مطالب